د لوېدیځ او ختیځ د ټولنیز حالت توپیر
د دې توپیر خبره په علمي، ساینسي، سیاسي او نظامي لحاظونو نه کوم بلکه په ټولنیز لحاظ یې کوم، ځکه ښکاره خبره ده لویدیځ پیاوړی، پرمخ تللی، رسیدلی او ښه اقتصادي ځواک او نسبتاً د ستایني وړ سیاسي نظامونه لري، چې ختیځ میشتي هیوادونه په ځانګړې توګه اسلامي هیوادونه یې نه لري،، له یو چا سره مخالفت او آن دښمني باید پر اصولو ولاړه وي، په مخالفت او دښمني کې اخلاقي میتودونه له پامه غورځول غلط او ناروا عمل ده، موږ د لویدیځ تمدن د انسایت ضد کړنو او استثماري سیاستونو مخالف یو خو په علم او ساینس سره یې انسانیت او نړۍ ته د لوی چوپړ درناوی کوو، دا خبره اوږدیږي دلته په دوو بیلګو کې د لویدیځ او ختیځ د انسان ټولنیز حالت تمثیلوم او ګورو چې په دې اړخ کې کوم یو نېکمرغه دی.
یو سړی ډېر غریب دی هیڅ نه لري، ټوله ورځ مزدوري کوي له دې لاري کورنۍ او اولاد ته نفقه برابروي، ماښام یې غله او څوری په وږو وي او ستړی ستومانه خپلي مور او پلار/اولادونو ته را روان یې، له خپلي کورنۍ سره په مینه او خوشالي ډوډۍ خوري سهار بیا د ماښام د ډوډۍ پیدا کولو په نیت خواري ته وځي په دې توګه د ژوند شپې ورځي سبا کوي او له خپلي کورنۍ سره په مینه او ډاډ ژوند کوي.
بل ښه شتمن دی د ودانیو او پریمانه نعمتونو خاوند دی، په خپله پوهه او هوښیاري یې ځان ته د ژوند پریمانه اسانتیاوې برابري کړې دي، د ځیني ناسمو اخلاقي خویونو له مجبوریته ماښام له سپیو او پیشوګانو سره ډوډۍ خوري یا له خپل سرې میرمني او اولاد سره، مور او پلار خو یې هسي هم اولډ هاوس ته لیږلي دي، دایې هم د ناسم اخلاقي چلند لامله په ځان درولي او د مور او پلار له ستر نعمته یې پخپله ځان محروم کړی دی، د ژوند او شتمنیو د اندېښنو لامله د مخدراتو په زور خوب کوي، ډېر ځله د ېوند له دېرو بوختیاوو او ستړیاوو شراب او مستي ته پناه وړي، او ډېر ده وارو خو لا ځان وژني هم کوي. داراز د روحي سکون او ډاډ ستره وسیله عقیده یې هم خوړینه او وروسته ګړې ده.
د لومړي سړي له ډېرو بې وسیو، خواریو او هیوادنیو ستونزو سره هغه بیا هم په ټولیزه توګه ډاډه او خوشاله ژوند لري، د هغه د ټولنیزو ګڼ شمیر ناخوالو سره کورنۍ ژوند او اخلاقي او ګروهیزه پانګه یې داسې ده چې دی پرې قانع او خوشاله دی، د دویم سړي د ژوند مختلف لوري برابر او خوندور دي هیوادني او سیمیز چاپیریال یې له ګڼ شمیر سوکالیو او ارامیو ډک دی خو په ذهني لجاظ ستړی او الویزانده دی ټولنیز اخلاقي چاپیریال یې د ترحم وړ دی او پخپله ورته هک حیران پاته دی، د خپلې پو هي په مټ خپلو ټولنیزو ستونزو ته جل لاري غواړي خو نه یې شي موندلی.
زما په اند دا لوړ دوه تمثیلونه د لویدیځوال او ختیځوال انسان موحوده وضعیت او ټولنیز حالت ښه راته روښانه کوي، او غالبا دا د دې دواړو انسانانو د واقعې او حقیقت بیان دی، باید ووایم چې لویدیځ ځبلي ذهنیت ته دا خبري د منلو وړ نه دي ځکه هغه د لویدیځ دومره عاشق وي چې د بدو او کږو خوبونو او په لویدیځ کې د شته ټولنیزو ستونزو اوریدل یې غوږونه نه اوري او نه عقل نه اجازه ورکوي چې تسلیم یې کړي، عاشقان خو خپلو جذباتو مغلوب او مجذوب ګرځولي وي له دوی سره یې نه شاربو، نو فکر کوم چې د لویدیځ میشتي او ختیځ میشتي انسان لوړ توپیر پر حقیقت ولاړ دی او دا ویلی شو چې د ختیځ د انسان ټولنیز حالت سره له ډېرو ستونزو په عموم کې د ډاډ وړ او خوندور دی او د لویدیځ د انسان ټولنیز حالت سره له ډېرو پرمختګونو او سترو لاس ته راوړنو بیا هم بیخونده، ټيټ او لویدلی دی.