نابرابر حالات
حامد افغان
سر والټر اسكاټ (1832م – 1771م) دانګليسي ادب له نوماندو څيرو نه يوه وتلې څيره ده خو ده دا لوړ مقام په يوه مامولي حيثيت سره ترلاسه كړی دی دا مامولي حيثيت د ده له پاره هغه ځينه شوه چې دی دې لور مقام ته پرې وخوت، والټر اسكاټ تر خپل پاخه عمره پوري د يوې مامولي وړتيا لرونكی انسان پيژندل كيدی د ده حيثيت يواځي د دريم پوړ په شاعرانو كي راتلو له دې وروسته داسي پيښه شوه چې دی له قرضو او پورونو لاندي شو ده په خپله شاعري سره دومره څه نشوی ګټلی چې دا پورونه يې پرې پريكړي وای بلاخر د ده حالات ډېر سخت شول دې سختو حالاتو د ده شخصيت ونښتيځه پايله يې دا شوه چې په والټر اسكاټ كې يو نوی انسان وپنځيدی او د ده ذهني الوت د كار له پاره يو نوی ډګر بياموند .
اوس ده نوي نوي كتابونه ولوستل تر دې پوري چې ده دا ځواك تر لاسه كړ چې د ميني تاريخي داستانونه وليكي او د ميني تاريخي داستانونه يي د ناول په ګاڼه پسولل پيل كړل، د پور پريكولو ليوالتيا دی وهڅاوه څو په دې ډګر كې ښې خوارۍ وكړي ده تر څو كلونو پوري په دې لاره كې خپل ټول ځواك ولګاوه ده بايد خپلي كيسې په بازار كې په ښه بيه پلورلې وی او دا كار هلته شونی و چې د ده كيسې دومره ژوندۍ او جالبي وی چې لوستوال يي پرځان رامات كړي وای.
او همداسي وشول د والټر اسكاټ زياتي هڅي د دې وړ شوې څو د ده كيسو ته مقبوليت وروبښي د ده كيسې په دومره زيات شمير كې وپلورل شوې چي ده وكولای شول خپل ټول پورونه پريكړي كه والټر اسكاټ د پور له ستونزو سره نه وای مخ شوی نو ده نه شوی كولی په ځان كې هغه ځواك پيدا كړي چې د هغه په بركت يې دا كيسې وليكلې او ده ته يې په انګليسي ادب كي خورا لوړ مقام ورپه برخه كړ .
له دې وروسته والټر اسكاټ ته د (سر) اعزازي لقب وركړل شو د والټر اسكاټ له پاره د پور ستونزه خورا بوږنوونكي ستونزه وه كه دا بوږنوونكي ستونزه نه وی والټر اسكاټ به سر والټر اسكاټ نه وشوی.