د ۱۳۹۴لمريز کال د کانکور پايلې اعلان شوې
نن د 1393 لمريز د کب د مياشتې په 26 نېټه د کانکور پايلې د لوړو زده کړو وزارت د استازو له لورې د يوې خبرې ناستې په ترڅ کې اعلان شوې،د پژواک خبري اژانس د ولسي جرګې د يو غړي محمد علي اخلاقي له فيسبوک پاڼې ليکلي دي ( سږکال له ټولټال 246229 تنو څخه 219145 تنو د کانکور په ازموينه کې برخه اخيستې وه، له دې شمېرې څخه 54737 تنه لوړو زده کړو ته او 36750 تنه نيمه لوړو زده کړو ته بريالي شوي دي، ياده وي چې 27000 تنه به شخصي پوهنتونونو او د لوړو زده کړو مؤسسو ته وروپېژندل شي، د کانکور په ازموينه کې 30٪ سلنه نجونو او 70٪ هلکانو برخه اخيستې وه).
شونه ده چې په راتلونکو درې يا څلور ساعتونو کې تاسو د لوړو زده کړو وزارت د ويب پاڼې او يا هم د لاندې لينک له لارې خپلې پايلې وګورئ. که چېرته ويب پاڼه سمه نه خلاصېده، بيا بيا د (F5)تڼۍ ووهئ. لاندې پنځه تنه په لومړۍ کچه بريالي شوي دي.
1. محمد قاسم د محمد رضا زوی، (354.34) نمرې اخيستې دي، زده کړه يې له هېواده دباندې کړي دي.
2. شبیر احمدد نواب شاه زوی (352.83) نمرې اخيستې دي، د کابل ولايت اوسېدونکی.
3. عبدالله د سمیع الله زوی، (352.63) نمرې اخیستې دي، زده کړه يې له هېواده دباندې کړي دي.
4. جواد د خدايداد زوی د ډايکنډي ولايت اوسېدونکی دی.
5. عبدالحسین د یوسف زوی د بلخ ولايت اوسېدونکی دی.
د لوړو زده وزارت رسمي ویب پاڼه