نفسي بيمارۍ، لاملونه او درملنه يې
دانسان حقيقت دادی چې له بدن او روح دواړو څخه مرکب دی او دروح علاج هم دومره اړين دی څومره چې دبدن علاج ضرور دی؛ لکه څنګه چې دانسان بدن دغذا او بدني مشق په وسيله پوره کيږي همدا راز روح په تزکيې او ښو اخلاقو په تدريج سره بشپړيږي، لکه څنګه چې دبدني بيماریو علاج په متضادو څيزونو کيږي همداراز دروحي بيماریو علاج په متضادو څيزونو کيږي، دبدني بيماریو له منځه وړلو لپاره ځيني مهال ترخه توکي کاريږي او له خوښو څيزونو څخه ډډه کيږي همداراز ناپوهي په پوهه، بخيلي په سخاوت، غرور او تکبر په عاجزي، حرص او تمه په قناعت او استغناء، بېګانګي او دښمني په ورور ولۍ او مينې او له دې پرته واړه روحي بيمارۍ په خپلو متضادو له منځه ځي .
دنفسي بيماریو پلټنه
علامه ابن جوزي رحمه الله دنفسي بيماریو په نښه کولو لپاره څلور لارې بیان کړي دي :
۱- انسان دکوم بشپړ مرشد په وړاندې کيني چې عيبونه او بیمارۍ يې ورته په ګوته کړي .
۲- یو ديندار، پوه او نېک نيتی دځان دوست کړي او پخپل نفس يې نګران وټاکي څو په نفسي بیماریو يې خبر کړي؛ عمر ابن الخطاب رضی الله عنه به ويل: الله جل جلاله دې په هغه چا ورحميږي چې موږ ته زموږ عيبونه را وښيي او هغه ورځ چې یوې ښځې دمهر په هکله نيوکه پرې وکړه او په دليل کې يې دقرآن آیت بیان کړ؛ نو دالله ستاينه يې بیان کړه چې دامت په ښځو کې يې دعمر لارښوونکې پيدا کړه .
۳- دخپلو دښمنانو له ژبې دې خپل عيبونه ولټوي ځکه ددښمن سترګې همېشه په عیبونو پرتې وي .
ددې به دوه ګټې وي یوخو به دنفس علاج وشي او بل به دښمن هم دوست وګرځي .
۴- په خلکو کې دې ننوځي او دهغو له ناخوښو خویونو دې ځان وژغوري .(منهاج القاصدين۲/ ۲۵).
دنفسي بيماریو اصل لامل خو له الله جل جلاله څخه نه وېرېدل دي ځکه دانسان سمه اصلاح له الله جل جلاله سره په ښې اړيکې کيږي اودا دواړه څيزونه دعبادت او ډېر الله یادونې سره رامنځ ته کيږي .
توبه او استغفار دنفس علاج دی
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي : زه ځيني مهال په خپل زړه کې خیره احساسوم او هره ورځ له الله جل جلاله څخه سل ځله بښنه غواړم، ددې وينا له مخې ښايي چې زیاته بښنه وغوښتل شي؛ له هر لمانځه وروسته چې شل ځله استغفار ولوستل شي نو په ورځ کې سل ځله بښنه نبوي سنت په ځای کيږي .
دسزا او حساب په وسیله دنفس علاج
امام غزالي رحمه الله وايي : که دنفس له حساب څخه غافل شئ نو هغه به تريالی شي او بیايې نيول ډېر سختيږي؛ نو دنفس حساب او سزا ضروري ده .(احياء علوم الدين۳/ ۱۰)
په اصل کې نفس داسې جوړ دی چې له نېکۍ تښتي او له بدۍ سره نښلي؛ په طبيعت کې يې شهوت پالي ده نو له خپل طبیعت څخه يې راګرځول او په سمه لار روانول ډېر اړين دي په همدې کې دانسان ازمايښت دی؛ ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم ویل: ان اعدا عدوک عدوک بین جنبيک . بې شکه ستا ترټول لوی دښمن ستا په څنګ کې دی . يعني نفس .
نو له دې څو ټکو مالومه شوه چې انسان بايد دخپلي بدني تربيې تر څنګ په دې څو طريقو خپله روحي تربیه هم وکړي ځکه له روحي تربيې پرته یواځې بدني تربیه نيمګړې ده او که داسې ونه شي نو شخصيت يې کمزوری پاتې کيږي .