دمسلمانانو ترمنځ دبېلتون لامل
ليکنه : محمد بن عبدالله
دمسلمانانو یواځې شتون هم د ورور ولۍ او یووالي نښه ده چې دامت يادونه وشي دیووالي يادونه پخپله ورسره کيږي ځکه دا دواړه له یوبل سره لازم او تړلي دي؛ البته دحالاتو دبدلون له امله دې ته اړيو چې دمسلمانانو په یووالي څو کرښې وکاږو.
قرآن دپخوانیو امتونو دیووالي او بېلتون ځانګړې یادونه کړې او ورسره يې دې ته هم اشاره کړې چې بېلتون دالله جل جلاله دناخوښۍ او سزا لامل ګرځي؛الله جل جلاله وايي :
فاختلف الاحزاب من بينهم فويل للذين کفروا من مشهد یوم عظيم .(مريم/۳۷)
ژباړه : بیا(اهل کتابو)ډلو پخپلو کې اختلاف وکړ، څوک چې کافران شول هغو ته په لویه ورځ هلاکت دی .
په سورة یونس کې فرمايي :
وماکان الناس الا امة واحدة فاختلفوا ولولا کلمة سبقت من ربک لقضی بينهم فيما فيه يختلفون (یونس/۱۹)
ژباړه : او دا خلك په پيل كې صرف يو امت وو خو بيا وروسته سره مختلف شول، او كه ستا د رب له خوا لاړومبى يوه خبره نه وى فيصله شوې نو اوس به د هغه څه پرېكړه شوې وه چې دوى پكې اختلاف كوي .
قرآن دتېرو امتونو ترمنځ داختلاف درې بنسټيز لاملونه بیان کړي دي :
۱- لکه څنګه چې دانساني ژوند پیل دالهي وحي پر بنسټ شوی او الهي وحي دیووالي درس ورکوي نوله همدې کبله دټولنيز ژوند پیل له یووالي څخه وشوخو کله چې انسانانو له الهي پيغام څخه سرغړونه وکړه نو له اختلاف او بېلتون سره مخ شول .
الله جل جلاله وايي : وأن هذا صراطي مستقيما فاتبعوه ولا تتبعوا السبل فتفرق بکم عن سبيله .(الانعام/۱۵۳)
ژباړه : اوبې شکه دغه زما نېغه لار ده نوپیروي يې وکړئ او دنورو لارو پیروي مه کوئ چې له نېغې لارې مو اړوي .
مالومه شوه چې له الهي وحي څخه سرغړونه داختلاف او بېلتون لامل ګرځي .
۲- کومو خلکو چې دبېلتون بنسټ کېښود هغو دناپوهۍ له امله داسې ونه کړل بلکې دضد او بغاوت له امله يې وکړل، هغوی په الهي وحي پوه ول البته د ضد او ځان چارۍ له کبله يې له ځان سره نور انسانان هم دبېلتون کندې ته ټېل وهل .
۳- الله جل جلاله چې مسلمانانو ته کومه لارښوونه کړې دهغې له امله دوی له بېلتون څخه ساتل شوي او الله هغه چاته لارښوونه کوي چې خوښ يې شي؛ نودچا په زړه کې چې دبېلتون راوستو هوډونه وي په خپل ايمان دې ووريږي .
الله جل جلاله وايي :
ان الدين عندالله الاسلام وما اختلف الذين اوتوا الکتب الا من بعد ما جاء هم العلم بغيا بينهم ومن يکفر بآیات الله فان الله سريع الحساب .(آل عمران/۱۹)
ژباړه : يقيناً الله ته منلى دين اسلام دى او د اهل كتابو مخالفت خو دخپل منځي ضد له امله يوازې له هغه وروسته ؤ چې علم ورته راغى او څوك چې د الله له اّيتونو منكرشى نو بى شكه الله ډېرژر حساب والا دى .
الله جل جلاله څرګنده کړه چې دالهي علم او دالله کتاب په شتون کې اختلاف کول دناپوهۍ له امله نه دی بلکې دسرکښۍ او بغاوت له امله دی ځکه الله جل جلاله دبغیا بينهم توری کارولی.
زموږ عادت ګرځېدلی چې دهرې نيمګړتیا لامل له موږ نه په وتلي خلکو کې لټوو حالانکه دامرض په موږ کې دننه دی دقرآن اصول دي چې انسان له خپل لاس څخه هم ناکاميږي او هم بریالی کيږي .
الله جل جلاله وايي : وما اصابک من سیئة فمن نفسک .
همداراز چې داحد په میدان کې یوځل مسلمانانو ته شکست په برخه شوالله جل جلاله مسلمانان ملامت کړل او دحنين په غزا کې هم داسې وشول چې مسلمانان تر شا شول نو الله جل جلاله مسلمانان ملامت کړل چې داهرڅه ستاسې له امله وشول تاسې په الله جل جلاله باور ونه کړ بلکې پخپل ډېروالي مو تکيه وکړه نو له شکست سره مخ شوئ .
اوس هم داسې ده چې په الله او شريعت بې باوره يواو په دنیا او مادیاتو مو ډډه ده چې له بېلتون سره مو سر دی، ناکامۍ سره مخ یو او خپل حقوق مو له لاسه ورکړي .
دټولنې دبيا رغونې ترټولو ستر لامل فکري یووالی دی، ددې فکري یووالي درې بنسټونه دي، الهي توحيد، رسالت او اسلامي ورورولي؛ دمسلمانانو دیووالي لپاره همدا درې بنسټونه بس ول خو رسول الله صلی الله علیه وسلم په دې بسنه ونه کړه بلکې دلازياتې پاملرنې په پار يې لنډه او بشپړه وينا وکړه :
ایاکم والظن فان الظن اکذب الحديث ولاتحسسوا ولا تجسسوا ولاتناجشوا ولاتحاسدوا ولاتباغضوا ولاتدابروا وکونوا عباد الله اخوانا .(بخاري ح شمېره/۸۹۶)
ژباړه : له بدګمانۍ څخه ډډه وکړئ، بې شکه ګمان درغترينه خبره ده، دچابدي مه ښکاره کوئ، جاسوسي مه کوئ، دبیې لوړولو په موخه بولي مه ورکوئ، یوله بل سره حسد مه کوئ، یوله بل څخه بد مه وړئ، یوله بله سرغړونه مه کوئ او دالله بندګانو ورونه اوسئ .
ځار له داسې رسول او داسې وینا چې په څوټکو کې يې دټوليز ژوند تېرولو واړه اصول راونغاړل .
امت ته د یووالي او ورور ولۍ په هيله