د مسجد حرام نوی تعمير پرانستل کېږي
جنائل
د العربية ويب پاڼې د راپور له مخې، د سعودي نوي پاچا سلمان بن عبدالعزيز د لمونځ کوونکو او عمره کوونکو شمېر زياتېدلو ته په پام سره مکه مکرمه کې د مسجد حرام د نوي جوړ شوي تعمير د پرانستلو لارښوونه کړې ده.
د سعودي عربستان پخواني پاچا عبدالله بن عبدالعزيز د مکي حرم د پراختيا په موخه نوي ځايونه په حرم کې شامل کړل چې اوسمهال ورباندې د حرم وداني جوړه شوې ده، چې له دې وروسته به پنځه سوه زره لمونځ کوونکي په کې يو مهال لمونځ کولای شي.
د حرام او نبوي مسجدونو د مشرتابه پلاوي مشر شيخ عبدالرحمن السدين وويل: (د پاچا سلمان بن عبدالعزيز د حرام مسجد هغه برخه چې ودانيزي چارې يې بشپړې شوې دي د لمونځ کوونکو پر مخ د پرانيستلو لارښوونه کړې ده، په دې سره به ټولو عمره کوونکو او زيارت کوونکو ته اسانتيا پيدا شي، د مطاف درېيمه برخه چې د پراختيا په موخه تر کار لاندې وه، هغه به هم پرانيستل شي، وړاندې عمره کوونکي په مطاف کې د ځای د تنګوالي له کبله تکليف وو، اوس به په اسانۍ سره طواف کولای شي. )
ياده دي وي چې د سعودي پخواني پاچا عبدالله بن عبدالعزيز د مسجد حرام پراختيايي برخه د اتيا اربه ريالو په کچه پيل کړې وه، د پراختيايي برخې د ودانيزو چارو له بشپړېدو وروسته به هممهاله په مسجد حرام کې تر شل لکو تنو پورې لمونځ کوونکي لمونځ کولای شي او د مطاف له پراختيا سره به په يوه ساعت کې يو لک او دېرش زره طواف کوونکي له کعبې څخه طواف کولای شي.
له پورته لارښوونو سره سم خادم الحرمين الشريفین سلمان بن عبدالعزیز دا لارښوونه هم کړې چې په حرام او نبوي مسجدونو کې د جمعمې او نورې خطبې دي په ترکي او هاوسا ژبو ژباړل کېږي، له دې وړاندې د جمعې خطبې انګليسي، فرانسوي، اردو او مالي ژبو باندې په ژوندۍ بڼه ژباړل کېدلې.