د ژوند راز- موخه
حامد افغان/
جاپان په كال 1931 م كي د چين په شمال ختيځه برخه منجوريا باندي خپله ولكه ټينګه كړه او هوري يې د خپلي خوښي حكومت جوړكړ له دې وروسته د چين او جاپان اړيكي خرابي شوي په 7 د جولائي كال 1937م كي په بيجينګ كي د ماركوبولو د برج پېښه رامنځته شوه دې پيښي ناستي جذبې را وپارولي او د دواړو هيوادونو تر منځ پوځي ټكر رامنځته شو چي تر دوويمي نړيوالې جګړې پوري يي ځان ورساوه تر هغه مهاله راهيسي د چين او جاپان ترمنځ نفرت او كركه موجوده وه، څو كاله مخكي د چين او جاپان تر منځ يوه معاهده وشوه له دې معاهدي سره سم به جاپان په چين كې يو د اسټيل ميل جوړاوه خو د معاهدي له تكميل وروسته د چين حكومت په ناڅاپي توګه دا معاهده منسوخه كړه .
د چين نوي لومړي وزير دينګ زاپينګ deng Xiaoping همدا اوس كمونستي سرټمبګي پاي ته ورسوله او د پرانستي دروازي open door پاليسي يې غوره كړي ده نو دا مهال جاپان ته د دويم ځل له پاره موكه برابره شوه، اوس جاپانيان په چين باندي يومخ ور ووريدل كه ته وغواړي له جاپان نه چين ته ولاړ شې نو د هوايي جهاز ټيكټ به درۍ مياشتي مخكي بك كوي او له جاپان نه چين ته د تلونكي الوتكي يو سيټ هم تش نه وي.
په چين كي د تجارت خورا زيات امكانات شتون لري جاپان غواړي له دې تجارتي امكاناتو ګټه پورته كړي د دې موخي له پاره جاپان په خواني ټول ترخه يادونه يومخ هير كړي دي د يوه ټوريسټ په وينا جاپان پريكړه كړي ده چي هغه د چين له خوا هرډول ستونزي او ضرر رسول pinpricks په يو اړخيزه توګه وزغمي، نوموړي ټوريسټ ليكلي دي چي زه به كال 1985 م كي په بيجينګ كي اوسيدلم هغه مهال د بيجينګ راډيو اعلان وكړ چې چين به يو ميوزيم جوړوي چې د انځورونو په توګه به دا جوتوي چې په تير وخت كي جاپانيانو په چينايانو باندي څومره ظلمونه كړى دي، د دې موزيم پيل به په كال 1987 م كې كيږي چي په دې نيټه د ماركوبولو د پيښي 50 كاله پوره كيږي. جاپانيانو ته چې په دې خبر باندي د تبصري له پاره وويل شول هغوی چوپتيا غوره كړه كله چې په هغوی ټينګار وشو نو هغوی په ځواب كي وويل : زمونږ چينايي وروڼه غواړي زمونږ ضمير متوجه كړي .
د جاپان په وړاندي يوه موخه وه چې هغه خپل تجارت پر مخ بيول او هغه ته وده وركول و دې موخي په جاپانيانو كي د كار وړتيا پيدا كړه د دوی موخي او هدف دوي ته پوهه ، زغم ، مخ اړول او د اړتيا په اندازه د ګړيدلو چل وروښود دوی ته خپلي موخي داخبره ورزدكړه چي هغوی دي خپله ماضي هيره كړي او تيري جګړې او ستونزي دي په يو اړخيزه توګه هيري كړي څو دوي ته هدف ته د رسيدلو لاره هواره شي . د موخه لرونكي ډلي روحيات او روان تل همداسي وي برابره خبره ده چې د هغوی په وړاندي تجارتي موخي پرتي وي او كه نوري موخي وي او كه كومه ډله دا وړتيا له لاسه وركړي نو دا معنا وركوي چي دې ډلي موخه لرل او هغې ته رسيدل له لاسه وركړي دي ځكه د دوی په وړاندي كومه موخه نشته نو د كار وړتيا هم له لاسه وركوي .
په موجوده وخت كې زمونږ د قوم ترټولو لويه نيمګړتيا داده چې هغوی د كار وړتيا نه لري تاسو په هر ډګر كې دا تجربه كولی شئ او سمدستي به درته معلومه شي چې كومو خلكو د كار وړتيا له لاسه وركړې وي هغوی نه شي كولی كوم منظم كار پر مخ بوځي، كله هم چي له هغوی نه د كار اخيستلو تكل وشي هغوی د كچه خښتو په څير وخيږي او د ديواله له پاره د پخو خښتو په څير نه شي كيدلي .
د دې نيمګړتيا اساسي لامل دا دی چې نن زمونږ قوم د موخي شعور بايللی دی هغوی د يوې بې موخي ډلي په څير ګرځيدلي دي د دوی په وړاندي نه د دنيا د جوړولو نښي شته او نه د اخرت او دا د دوی اساسي نيمګړتيا ده، كه په خلكو كې يو ځل بيا د موخي شعور ژوندی كړل شي نو يوځل بيا به هغوی ژوندی قوم وګرځي هغوی به بيا داسي قوم شي چي د كار وړتيا به لري لكه مخكي چي دوي دا وړتيا لره، كله چې په کوم قوم كې د موخي شعور پيداكړل شي نو ګواكي په دوی كې هرڅه پيدا شول موخه د انسان پټ ځواكونه رابيداروي او له هغه نه نوی انسان جوړوي.