وروستي:

بيلجيم.. د چارلي ايبدو له پېښې وروسته د قرآن کريم او نورو اسلامي کتابونو غوښتنه ډېره شوې

حماد

له هغه وروسته چې تېره مياشت په پاريس کې د چارلي ايبدو پر دفتر دوو فدايي مسلمانانو بريد وکړ، په اروپا کې ډېرو خلکو د اسلام او اسلامي احکامو په اړه مطالعې او څېړنې ته مخه کړې ده.

بيلجيم کې د ديني کتابونو لويې کتاب پلونځي «بروکسل» رسنيو ته ويلي چې له تېرې مياشتې راهيسې د قرآن کريم، د قرآن کريم ژباړې او هغو کتابونو غوښتنه څو ځله ډېره شوې چې د اسلام د تشريح او پېژندنې په اړه ليکل شوي دي.

يو تن مشتري (۲۶ کلن جون) وويل: زه غواړم قرآن کريم تر لاسه کړم، چې په اړه يې خپل فکر جوړ کړم، دی وايي: موږ د اسلام په اړه ډېرې خبرې کوو په ځانګړې توګه د چارلي ايبدو له بريد وروسته؛ خو زه د خلکو په خبرو باور نه لرم او غواړم په رښتونې توګه اسلام وپېژنم. 

سرچينه: الالوکة