وروستي:

د څلورمې ميرمنې له طلاق وروسته بله مېرمن تر څو ځله روا ده؟

فتوی شمېره: ۱۰۵

د افغان بنسټ محترم مفتي صاحب ته!

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته

یو مسلمان په یوه وخت کی تر څلورو میرمنو پوری اجازه لری چی په نکاح یی کړی،که چیری یوه میرمن مړه شی یایی طلاقه کړی له هغی نه وروسته یی بیا څلورمه میرمن وکړه هروخت دڅلورمی له مړینی وروسته دی بله میرمن کوی اوس پوښتنه دادی چی دغه سړی ترڅو میرمنو اجازه لری چی په نکاح یی کړی؟

اسدالله ، کارته نو، کابل.

ځواب

حامدا ومصلیا:

هروخت دڅلورمې مېرمنې له مړینې یا طلاق او عدت  څخه وروسته، بلې څلورمې مېرمنې سره نکاح کولای شي او  وروستۍ ځانګړې شمېره  یې  شرعا نه ده ټاکل شوې.

۱-وفي الفقه الاسلامي وأدلته  ط: 1 \170 دار الفكر بیروت.

لا يجوز للرجل في مذهب أهل السنة أن يتزوج اكثر من اربع زوجات في عصمته في وقت واحد ولو في عدة مطلقة فإن أراد أن يتزوج بخامسة فعليه ان يطلق  إحدی  زوجاته الأربع وينتظر حتي تنقضي عدتها ثم يتزوج بمن أراد لأن النص القرآني لا يبيح للرجل أن يجمع بين أكثر من أربع في وقت واحد وهو قوله تعالي : وإن خفتم ألا تقسطوا في اليتمي فا نكحوا ما طاب لكم من النساء مثني وثلث وربع فإن خفتم ألا تعدلوا فواحدة أو ما ملكت أيمنكم ذلك أدني ألا تعولوا.(النساء اية 3).

۲-وفي الهندية 1 \305  ط :دار الكتب العلمية.

أما الجمع بين الاجنبيات : فإنه لايحل للرجل أن يجمع بين أكثر من أربع نسوة كذا في محيط السر خسي.

 ۳-وفي بدائع الصنائع 3 |443 (دار الكتب العلمية)

لا يجوز للحر أن يتزوج أكثر من أربع زوجات من الحرائر والإماء عند عامة العلماء.

 والله أعلم بالصواب

كتبه : عبدالروف

   14 ربيع الاول 1434

الجواب صحیح

مفتي:عبدالحق حقاني