وروستي:

په فرانسه كې د مسلمانانو ګوند جوړ شو

په فرانسه كې د «ديموكراتيكو فرانسوي مسلمانانو د ټولنې» په نامه سياسي ګوند په فعاليت پيل وكړ. تمه كيږي چې دا ګوند به د مارچ په مياشت كې په فرانسه كې په سيمه ايزو ټاكنو كې هم ګدون وكړي.

د اسپانوي خبري رسنيو د خبر په اساس د ديموكراتيكو فرانسوي مسلمانانو د ټولنې ګوند (UDMF) چې پدې هېواد كې د مسلمانو لږه كيو لخوا جوړ شوى دى په پام كې لري چې د مارچ د مياشتې په سيمه ايزو ټاكنو كې ګډون وكړي. ددې ګوند د تاسيس په اساسنامه كې راغلي دي چې په اروپا كې د مسلمانانو ترڅنګ د نورو لږه كيو د حقونو د ساتنې په موخه به مبارزه وكړي. همداراز د ګوند د بهرني سياست په ډګر كې د فلسطين دعوا مهم ځاى لري. په اساسنامه كې د اروپايانو نه غوښتنه شوې ده چې د فلسطين نه خپل ملاتړ ته دوام وركړي. سربېره پر دې ګوند، په اروپايي ټولنه كې د تركيې د غړيتوب نه هم ملاتړ كوي. 

د بنسټپالو ښي اړخو غبرګون 

په فرانسه كې د لومړني مسلمان ګوند د جوړېدو د اعلان نه وروسته يو شمېر بنسټالو ښي اړخو فرانسويانو يې پر وړاندې سخت غبرګون وښود. د دوى په وينا “دا ګوند هڅه كوي چې په فرانسه كې اسلامي شعاير عملي كړي.“ 

د بله پلوه د ديموكراتيكو فرانسوي مسلمانانو د ګوند مشر امير مغربي بيا خبريالانو ته وويل چې د فرانسې د قوانينو په رڼا كې به فعاليت وكړي. نوموړي زياته كړه چې اوسمهال په فرانسه او اروپا كې يو زيات شمېر ګوندونه شته دى چې د `عيسوي` كلمه پكې كارول شوې ده. د جرمني د عيسوي ديموكرات ګوند چې اوسمهال يې د اقتدار واګي هم په لاس كې دې ددې ښه بېلګه ده. 

دا ګوند په پام كې لري چې د ولسمشرۍ په راتلونكو ټاكنو كې د پارلمان د ۵۰۰ وكيلانو د لاسليكونو په ترلاسه كولو سره د فرانسې د ولسمشرۍ د چوكۍ لپاره خپل نوماند معرفي كړي. 

سرچينه: TRT