تېر ګناهونه هېر کړئ!!
مفتي ابوسعيد راشد/
دوه چینایي راهبان(مذهبي مشران ) پر سړک اوښتل په دې وخت کې یوې بوډۍ مېرمنې هم هڅه کوله چې تر سړک بلې خوا واوړي ، خو د لارې په منځ کې راپرېوته ، یو راهب په منډه دهغې خواته ورغی ، راپور ته يې کړه او ترسړک يې واړوله.
دوه ساعته وروسته يې ملګري راهب ورته ووېل:
څنګه دې هغه مېرمن راپورته کړه ؟
موږ(راهبان) خو مېرمنو ته له لاس وروړلو منعه شوي یو؟
تا ولې هغه پرخپله اوږه پورته او تر سړک دې واړوله؟
مرسته کوونکي راهب په ځواب کې ووېل:
ماخو دوه ساعته وړاندې هغه له خپلې اوږې کوزه کړه ، او ته يې تر اوسه په څټ کې ګرزوې.
(دوکتور ابراهیم الفقی ـ قوة الحب و التسامح)
يادونه:
د تېرمهال هرډول ناخوالې باید هېرې کړو، او د راتلونکي د سوکالي او پرمختګ له پاره کار وکړو، ډېر ځله داسې شوي چې څوکلونه وړاندې تېره شوې پېښه رایاده کړو او داسې يې ګڼو لکه چې اوس پېښه شوې وي، غصه شو، و دردیږو او يو ځل بیا مو ړزه شين شي . سره له دې چې انسان د ناخوالو یادولو له پاره نه بلکې په دنیا او اخرت کې د ښه او ښېرازه راتلونکې جوړولو له پاره پیداشوی. نوکه کومه دردونکې خبره راباندې تېره شوې وي باید صبر وکړو، او که ګناه راڅخه شوې وي هغه باید د توبې په مټ د زړه او ذهن له تختې لرې کړو، ترڅو په راتلکونکي کې کار کولو ته وزګار شو.