دروغژنې وعدې
حامد افغان/
«ماشوم» له پلاره څه شی وغوښتل، پلار یې ورته وویل: خدای به خیر کړي، د پلار په دې خبره ماشوم په ژړا شو، کله یې چې ژړا زیاته شوه مور یې ورته وویل: زویه ولې ژاړې؟ ماشوم ورته وویل: کله چې له مشر ورور نه کوم شی وغواړم هغه راته ووایي: خدای به خیر کړي .. یعني نه یې درته راوړم.
د ماشوم پوهه فطري وي، خدای به خیر کړي، ډېره خوندوره خبره ده کله چې ماشوم خپل مشر ورور لیدلی و چې له دې خبرې وروسته له ده سره په وعده کې دروغژن ختلی و نو د هغه فطرت ته دا خبره ورسیدله چې ورور یې په سپیڅلې اصطلاح (خدای به خیر کړي) ملنډي وهي او وعده یې دروغژنه ده، نو د پلار له خولې یې چې هماغه د ورور خبره واوریدله پوه شو چې د ده وعده هم دروغ ده، ځکه د ماشوم په ذهن کې د ” خدای به خیر کړي ” جملې معنا انکار وه او دا چې ده غوښتلی شی نه ورته راوړي.
عرب متل کوي: الصراحة راحة، یعني سپینه خبر ارامتیا ده، څه ضرورت لرو چې خلکو ته په سپیڅلیو جملو سره دروغژنې وعدې ورکوو؟! که یو کار مو له وسه نه کیږي باید په ډاګه حقیقت ووایو، او که څوک دا پلمه کوي چې په انکار سره خلک خپه کیږي .. زه وایم په دروغژنه وعده ډېر خپه کیږي، او په سپیڅلې اصطلاح ملنډي یې سرباری، کله موږ له چا نه وعده اخلو یا د یوه کار ورته وایو هغه راته کړي: ان شاء الله، له بده مرغه له دې سپیڅلې جملې سره هم خلک سم چلند نه کوي او هغه مسئله یې اوریدلې وي چې د وعدې په وخت ان شاء الله ویل د وعدې پوره کولو لزوم ختموي، خو دلته یې دوی د اثبات په توګه کاروي او عام خلک له دې باریکي او هغې مسئلې څه خبر وي.
په ځانکړې توګه له خپلو کوروالو، ماشومانو او ملګرو سره دروغژنه وعده خورا بد اغېز لري، دا په ماشومانو ببخي ناوړه اغیز کوي او هغوی په دې توګه له ماشومتوب نه لا له دروغژنو وعدو او دروغو سره روږدي کیږي، او بل په دروغژنه وعده سره د کوروالو او ماشومانو په مخ کې د مشر حیثیت او مقام خرابیږي او هغوی د خپل مشر د کره توب او آن ښه سړیتوب په اړه شکمن کیږي او په کورني ژوند کې دا ډول شکونه بدې پایلې رامنځته کوي.