وروستي:

روسیه.. په بخاري شریف لګیدلي بندیزونه لرې شول

نن ټکی اسیا (سه شنبه، سلواغې ۲۱مه ۱۳۹۳ل): د روسیې د تاتارستان جمهوریت چارواکو د نبوي احادیثو په ستر کتاب «صحیح البخاري» لګیدلي بندیزونه بیرته اخیستي دي.

له دې وړاندې د تاتارستان لوی څارنوال په ستره محکمه کې د بخاري شریف پر خلاف دوسیه جوړه کړې وه، چې پر اساس یې دغه کتاب د ممنوع کتاب په توګه اعلان شوی وه.

دغې پریکړې د تاتارستان د مسلمانانو سخت غبرګونونه راوپارول، چې بالاخره تاتاري چارواکي اړ شول په بخاري شریف لګیدلي بندیزونه بیرته لرې کړي.

د تاتارستان لویي څارنوالۍ ویلي چې له دې وروسته به بخاري شریف ممنوع کتاب نه وي او د دې هیواد هر مسلمان وګړی کولای شي له دغه کتاب څخه استفاده وکړي.

مخکې د روسیې د تاتارستان چارواکو په بخاري شریف د بندیزونو لامل دا په ګوته کړی وه چې په دې کتاب کې «ترهګریز او سخت دریځي مطالب» لیکل شوي دي. د چارواکو دغې پریکړې په کورنۍ او بهرنۍ کچه د مسلمانانو توند غبرګونونه راوپارول او دا پریکړه یې د بخاري شریف په اړه د چارواکو کم علمي وګڼله.

د روسیې د تاتارستان جمهوریت ویلي وه چې د بخاري شریف احادیث په خلکو کې توکمیزې او مذهبي شخړې راپاروي، خو د اسلامي نړۍ یو شمیر علماوو دا پریکړه په کلکه غندلې وه او ویلي یې وه چې که د تاتارستان د لویې څارنوالۍ او سترې محکمې قاضیان وپوهیږي چې په بخاري شریف کې د یوې ټولنې د پرمختګ څومره رازونه نغښتي دي، نو دا کتاب به خپلو ژبو ته وژباړي او په ښوونځیو کې به یې تدریس لازمي وګرځوي.

د یادونې وړ ده چې د اسلامي کتابونو د بندیز په لړ کې روسیې د تیر کال په ډیسمبر میاشت کې له بخاري شریف وروسته په «حصن المسلم» نومي کتاب هم بندیز ولګاوه. دغه کتاب د ماثوره دعاګانو او اذکارو ټولګه ده، خو روسي چارواکي یې سخت دریځی او ترهګرۍ ته بلونکی کتاب بولي.

روسي چارواکو له ګوګل کمپنۍ څخه غوښتنه کړې چې له ټولو روسي ویب پاڼو څخه د حصن المسلم کتاب حذف کړې او ټاکل شوې چې د ګوګل کمپنۍ به یې په نږدې وخت کې دغه غوښتنه عملي کړي.

د روسي چارواکو لخوا د ممنوعو اسلامي کتابونو شمیر ۳۰۰ ته رسیږي.

ریاض الصالحین، الاربعین النوویة، او رحیق المختوم هم د هغو کتابونو په ډله کې دي چې د روسیې تر واک لاندې جمهوریتونو کې ورباندې بندیز لګیدلی.

د روسیې امنیتي ځواکونه د دغو کتابونو د موندلو په موخه په کورونو چاپې اچوې او خلک تالاشي کوي.

د روسیې تر واک لاندې جمهوریتونو مسلمانان د روسانو هدف له اسلامي کلتور او ثقافت څخه د مسلمانانو لرې ساتل او د هغوی اسلامي هویت له مینځه وړل په ګوته کوي.

په روسیه کې د (امت) په نامه د دیني علماوو د ټولنې یو غړی «سعید اسماعیلوف» د روسي چارواکو دغه کړنې د هغو ظلمونو امتداد ګڼي چې روسانو له پخوا څخه د مظلومو مسلمانو ولسونو پر خلاف ترسره کړي دي.

له نن ټکي آسيا ويب پاڼي څخه په مننه