د مړ نوزېږدي جنازه
فتوی شمېره: ۱۰۰
د افغان بنسټ محترم مفتي صاحب ته!
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته
که يو ماشوم مړ پيدا شي او يا د پيدايښت په وخت کې مړ شي ایا غسل او جنازه يې کېږي او که نه؟
مستفتي: عبدالله، کابل
ځواب
الحمدلله والصلاة والسلام علی رسول الله .
كه له پيدايښت وروسته يې د ژوند کوم اثر ښکاره شو، لکه ويې ژړل يا وخوځېد او وروسته مړ شو بياغسل ورکول کیږي او جنازه پرې هم کيږي اوکه يې ونه ژړل او نه وخوځېد؛ نو معلومه شوه چې له پيدايښت نه وړاندې مړ شوی دی،بیایې جنازه نه کیږي بلکې غسل دې ورکړشي اوپه يوه پاکه ټوټه کې دې تاو او دفن کړل شي.
که د پيدايښت په حالت کې مړ شو؛ نو بيا دې وکتل شي که د مرګ پر وخت يې د بدن ډېره برخه بهر وه، غسل، کفن اوجنازه دې پرې وشي او که دبدن کمه برخه یې بهر وه نو غسل،کفن دې ورکړشي اوجنازې ته یې اړتيا نشته.
1- لمافي الترمذي،کتاب الجنائز،باب ماجاء في ترک الصلاة علی الطفل حتی یستهل حدیث رقم:۱۰۳۲
عن جابر عن النبي صلی الله عليه وسلم قال : الطفل لايصلی عليه ولا يرث و لا يورث حتی يستهل.
2- وفي تنويرالأبصار مع شرحه الدرالمختار۱/۶۵۴ ط:مکتبة حنفیة
(و من ولد فمات يغسل ويصلي عليه) ويرث ويورث ويسمى (إن إستهل) بالبناء للفاعل اى وجد منه ما يدل على حياته بعد خروج أكثره … (والا) یستهل (غسل وسمی)عند الثانی وهو الاصح فیفتی به علی خلاف ظاهر الروایة اکراما لبنی ادم کما فی ملتقی البحار وفی النهر عن الظهیریة واذا استبان بعض خلقه غسل وحشر هو المختار وادرج في خرقة ودفن ولم یصل علیه.
وقال الشامي تحته ( والا یستهل غسل وسمی) شمل ما تم خلقه ولا خلاف في غسله ومالم یتم وفیه خلاف والمختار یغسل ویلف في خرقة ولایصلی علیه کما في المعراج والفتح والخانیة والبزازیة والظهیریة.
۳-وفي الهدایة ۱/۴۲۱ ط: البشری
ومن استهل بعد الولادة : سمي وغسل وصلي علیه لقوله صلی الله علیه وسلم اذا استهل المولودصلي علیه وان لم یستهل لم یصل علیه ، ولان الاستهلال دلالة الحیاة فتحقق في حقه سنة الموتی ، ومن لم یستهل ادرج في خرقة کرامة لبني ادم ، ولم یصل علیه؛ ولم یصل علیه لماروینا، ویغسل في غیر ظاهر من الروایة ؛ لانه نفس من وجه، وهو المختار.
۴-وفي الهندیة ۱/۱۷۴ ط: دارالکتب العلمیة
ومن استهل بعد الولادة سمي وغسل وصلي علیه وان لم یستهل ادرج في خرقة ولم یصل علیه ویغسل في غیر ظاهر من الروایة وهو المختار کذا في الهدایة ، والاستهلال مایعرف به حیاة الولد من صوت اوحرک
۵-و في البحرالرایق ۲/۳۲۹ ط: مکتبه رشیدیة .
(ومن استهل صلى عليه و إلا لا) وفی البحر الرایق تحت قوله (والا لا) انه اذا لم یستهل لا یصلی علیه ویلزم منه ان لایغسل ولایرث ولایورث ولایسمی ، واتفقوا علی ما عدا الغسل والتسمیة ، واختلفوا فیهما فظاهر الروایة عدمهما ، وروی الطحاوي فعلهما، وفی الهدایة انه المختار لانه نفس من وجه ، و فی شرح المجمع للمصنف اذا وضع المولود سقطا تام الخلقة قال ابویوسف رحمه الله یغسل اکراما لبنی ادم وقالا : یدرج فی خلقة ولا یغسل والصحیح قول ابی یوسف.
۶-وکذا في التاتارخانية 1/608 ط: دارالکتب العلمية بيروت
والله سبحانه وتعالی أعلم
كتبه : عبدالحق حماد
۶/۴/۱۴۳۴هـ
الجواب صحيح
مفتي:عبدالحق حقاني