دګاونډي حقونه
الحمدلله نحمده ونستعينه ونستغفره ونؤمن به ونتوكل عليه ونعوذ بالله من شرورانفسنا ومن سيّئات اعمالنا من يهده الله فلامضل له ومن يضلله فلاهادي له ونشهدان لااله الاالله وحده لاشريك له ونشهدانّ سيّدنا وسندنا ونبينا ومولانا محمدا عبده ورسوله صلى الله تعالى عليه وعلى آله واصحابه وبارك وسلم تسليما كثيرا كثيرا
امابعد!
فاعوذبالله من الشيطن الرجيم بسم الله الرحمن الرحيم
وَاعْبُدُوا اللَّهَ وَلَا تُشْرِكُوا بِهِ شَيْئًا وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَانًا وَبِذِي الْقُرْبَى وَالْيَتَامَى وَالْمَسَاكِينِ وَالْجَارِ ذِي الْقُرْبَى وَالْجَارِ الْجُنُبِ وَالصَّاحِبِ بِالْجَنْبِ وَابْنِ السَّبِيلِ وَمَا مَلَكَتْ أَيْمَانُكُمْ [النساء:36]
ژباړه: اويوازې الله ولمانځئ اوهيڅ شی مه ورسره شريکوئ، مور و پلار سره ښېګړه کوئ، خپلوانوسره، يتيمانو، مسکينانو، خپلوان ګاونډي، پردي ګاونډي، دڅنګ ملګري، مسافر او له هغو سره چې ستاسو په واک کې وي.
ددې مبارک ايت مهمه موضوع دګاونډيانو حقونه دي اودا خبره څوځله وړاندې شوې ده چې دين دژوند دهرې برخې اوحالاتو موافق حکمونو ټولګه ده يوازې په لمانځه ادا کولو او روژې نيولو سره ددين ټولې غوښتنې نه بشپړيږي؛ بلکې دبندګانو حقونه هم ددين يوه مهمه څانګه ده او له هغو څانګو يوه هم د ګاونډي حقونه دي.
دګاونډي درجه:
پيغمبرصلی الله عليه وسلم په ډېرو مبارکو حديثونو کې دګاونډيانو حقونه بيان کړي دي؛ خونن سبا خلکو دټولو شيانو ارزښتونه بدل کړي دي داسې چې يوبل ته ډېر نږدې اوسيږي؛ خوپه کلونو-کلونوله يو بل سره نه ويني اونه هم سره پېژني، پيغمبرصلی الله عليه وسلم فرمايي: جبرائل عليه السلام به ماته دګاونډيانوپه هکله دومره حکمونه راوړل تردې چې ما فکر وکړ چې ګاونډی به په ميراث کې راسره شريک کړي. ([1])
په ميراث کې دګاونډي شريکېدل په دې معنا چې کله ديوچا له مړينې وروسته دهغه نږدې خپلوان دنوموړي ميراث وړي؛ نوله دوی سره به دګاونډيانو برخه هم وټاکل شي؛ خو له بده مرغه موږ نن دګاونډي حقونه او دهغه شرعي حکمونه هيرکړي دي اوهيڅ پاملرنه ورته نه کوو.
د ايت څېړنه: ددې مبارک ايت ترتيب الله تعالی په خوراښه بڼه ايښی دی: لومړی يې دخپل عبادت لارښوونه کړې ده، بيايې له موروپلارسره دښه چلندلارښوونه کړېده ځکه چې له الله جل جلاله وروسته په ټولوکائناتوکې ترټولوزيات حق دمور و پلاردی، ګواکې له مور و پلارسره بد چلنديادهغوی حقونه ترپښولاندې کول له شرک نه وروسته تر ټولوستره ګناه ده، عالمانوتردې ويلي دي چې د مور و پلارنه منونکي ته به دمرګ پر مهال کلمه نه ورپه برخه کيږي. (معاذالله)
له مور و پلار وروسته يې له خپلوانوسره دښه چلند لارښوونه کړېده ،بيايې له يتيمانوسره دښه چلند لارښوونه کړې ده ،اوبيايې له نېستمنواوبې وزله خلکو سره دښه چلندامر کړی دی او په پای کې يې دګاونډيانو پر حقونو ټينګار کړی.
دګاونډي ډولونه :
په تېرايت کې راغلي و: (وَالْجَارِ ذِي الْقُرْبَى وَالْجَارِ الْجُنُبِ وَالصَّاحِبِ بِالْجَنْبِ) خپلوان ګاونډي، پردي ګاونډي، دڅنګ ملګری.
په دې مبارک ايت کې د ګاونډيانو لپاره درې الفاظ کارول شوي دي؛ خو دا چې اردو يا پښتو ژبه دعربي په پرتله ډېره معياري نه ده؛ نو په دې ژبو کې درې واړو ته يو توری کاروي (ګاونډی)؛ خو دقرانکريم په اصطلاح کې دا هر يو جلا جلا نوم لري .
لومړی ډول :
دګاونډي لومړی ډول (الْجَارِ ذِي الْقُرْبَى) خپلوان ګاونډی يعنې هغه ګاونډی چې په خپلولۍ کې ترنورو نږدې وي، دا ډول ګاوندی تر ټولو لومړی دی.
دوهم ډول :
(وَالْجَارِ الْجُنُبِ) پردی ګاونډی، يعنې هغه ګاونډی چې خپلوان يې نه وي؛ خو کور يې ورسره نږدې وي.
درېم ډول :
(وَالصَّاحِبِ بِالْجَنْبِ) دڅنګ ملګری، يعنې هغه چې دلنډ وخت لپاره ګاونډی شوی وي، لکه دسفرملګری، يا ور سره يوځای پرسيټ ناست ملګری، دغه راز هغه څوک هم ګاونډی ګڼل کيږي چې په يوه غونډه کې څنګ په څنګ سره ناست وي .
د دې درې واړو له جلا جلا ذکرکولو داڅرګنديږي چې ددوی حقونه ځان ځانته دي، اوس د هر يوه تفصيل بيانوو.
د “الجارذي القربی” ګڼې معناوې :
لومړی ډول ګاونډي (الْجَارِ ذِي الْقُرْبَى) د دې مشهور تفسير دا دی چې له دې څخه مراد هغه ګاونډی دی چې دېوال په دېوال وي، د داسې ګاونډي حق دومره زيات دی چې پيغمبرصلی الله عليه وسلم ويلي دي: که يوڅوک خپله ځمکه پلوري نو لومړی به دغه ګاونډي ته وايي چې زه ځمکه پلورم که تاسويې پېرئ نوويې پېرئ ځکه چې لومړی حق ستاسودی اوکه له وينا پرته هغه ځمکه وپلورل شي او وروسته يې دغه نږدې ګاونډي غواړي نودشفعې دعوه کولای شي چې داځمکه زه پېرم اوپه دې سره لومړی معامله پای ته رسيږي.
د (الْجَارِ ذِي الْقُرْبَى) يوه بله معنا دا ده چې له دې څخه مراد خپلوان ګاونډی دی او د (الجارالجنب) نه مراد هغه څوک دی چې ګاونډي وي؛ خوخپل يې نه وي .
د(الْجَارِ ذِي الْقُرْبَى) يوتفسيرداهم شوی دی چې له دې نه مرادمسلمان ګاونډی اوله (وَالْجَارِ الْجُنُبِ) نه مرادنامسلمان ګاونډي دی.
پيغمبرصلی الله عليه وسلم ويلي دي چې ځينې ګاونډيان داسې دي چې پر انسان يې درې حقونه دي: يودمسلمانۍ، دوهم دخپلوۍ اودرېم دګاونډيتوب. اوځينې ګاونډي هغه دي چې دوه حقونه لري: يو دمسلمانۍ اوبل دګاونډيتوب، اوځينې بياداسې دي چې يوازې يوحق لري: هغه چې نه مسلمان او نه خپلوان وي ؛ خوګاونډي وي.
دنامسلمان ګاونډي حق :
پام مو وي چې نامسلمان ګاونډی هم حق لري، په غم او ښادۍ کې ورسره ګډون کول، له فکر او عقيدې څخه يې نفرت کول؛ خو له ذات څخه يې کرکه نه کول: لکه دناروغي څخه نفرت کول، نه له ناروغ څخه .