وروستي:

اردوګان صوماليا کې د مسجد د پرانستي اذان پخپله وکړ

 [افغان بنسټ/ د سلواغې ۶مه] د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوګان په هغه مسجد کې لومړنی اذان پخپله وکړ چې د نوموړي له خوا د صوماليې په مرکز مقديشو کې ودان شو.

ښاغلی اردوګان پرون (يکشنبه) د سختو امنيتي تدابيرو په لړ کې د صوماليې پلازمينې مقديشو ته ولاړ، دا د نوموړي له خوا د يو شمېر افريقايي هېوادونو د سفر وروستی تم ځای و.

د مقديشو په هوايي ‌ډګر د صوماليې ولسمشر حسن شيخ محمود د ښاغلي اردګان هرکلی وکړ.

د مسجد له پرانستي وروسته اردوګان يو ۲۰۰ بستريز روغتون هم پرانست چې د ترکيې د حکومت په مالي لګښت جوړ شوی و. 

طيب اردوګان د اوږدې مودې سيکولر ځپلي هېواد اسلامپال ولسمشر دی، غواړي د اسلامي نړۍ په کچه د يو ښه مشر په توګه ځان وړاندې کړي، په همدې لړ کې نوموړی له هغو هېوادونو ليدنې کوي چې مسلمانان پکې ځورول کېږي.

يو کال وړاندې ښاغلی اردوګان برما ته ولاړ او د هغه ځای له مظلومو مسلمانانو سره يې وليدل او مرستې يې ورسره وکړې.

عبدالحق حماد