وروستي:

په دين کې افراط کول (5)

 حامد افغان/

د نېکانو انځورونه ساتل

    مخکي د بخاري په روایت کې تېر شول چې د نوح علیه السلام په قوم کې د نېکانو او صالحو خلکو د تصویرونو بدعت پیل شوی و او پایله یې د نېکانو بوت جوړول او بیا یې د بوتانو نمانځنه شوه، او له هماغه ځایه شرک او بوتنمانځنه راپیل شوه، نو همدا وجه ده چې په اسلامي شریعت کې د انځور ایستلو په حرمت ډېر ټینګار شوی ده او په دې اړه ګڼ شمیر حدیثونه راغلي دي، څو یې دلته رااخلم: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: انځورګران به د قیامت په ورځ تر ټولو خلکو په سخت عذاب کې وي.  قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: إن أشد الناس عذاباً يوم القيامة المصورون.  رواه البخاري (5950)، ومسلم (2109).

     له عبد الله بن عباس رضي الله عنهما نه روایت شوی ده چې ده ته یو سړی راغی ورته ویې ویل: زه انځورګر یم د انځورونو په اړه فتوا  راکړه، هغه ورته وویل: له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه مې اوریدلي ویل یې: هر انځورګر به په اور کې وي، ده چې څومره انځورونه ایستلي د هغو له هر یوه نه به نفس جوړیږي او هغه ته به په جهنم کې عذاب ورکوي.  او ابن عباس رضي الله عنه ورته وویل: که خامخا دا کار نه پریږدې نو د ونو او هغو شیانو انځورونه جوړوه چې ساه نه لري. عن ابن عباس – رضي الله عنهما – أنه أتاه رجل فقال: إني رجل أصور هذه الصور، فأفتني فيها، فقال له: سمعت رسول الله صلى الله عليه وسلم يقول: كل مصور في النار، يجعل له بكل صورة صورها نفساً فتعذبه في جهنم. رواه مسلم (2110). وقال: إن كنت لابد فاعلاً فاصنع الشجر وما لا نفس له.

داراز په روایت کې راغلي چې څلرم راشد خلیفه علي بن ابي طالب رضي الله عنه ابوالهیاج الاسدي نومي کس ته وویل: زه دي د هغه کار ترسره کولو ته ونه لیږم چې رسول الله صلی الله علیه وسلم زه د هغه کار د ترسره کولو له پاره لیږلی وم؟ او هغه دا چې هر ځای انځور او تصویر پیدا کوې ختموه یې، او که لوړ قبر پیدا کوې برابروه یې. وثبت عن الخليفة الراشد علي بن أبي طالب رضي الله عنه أنه قال لأبي الهياج الأسدي: ألا أبعثك على ما بعثني عليه رسول الله صلى الله عليه وسلم؟ أن لا تدع صورة إلا طمستها، ولا قبراً مشرفاً إلا سويته. رواه مسلم (969).

    په ټولیزه توګه زموږ په ټولنه کې د انځورونو په اړه په شرعي لحاظ ډېره بې اتیاتي کیږي د خپلو مشرانو، پوهانو او نېکانو انځورونه په ښایسته چوکاټونو کې بند په دیوالونو راځړول کیږي او د “یادګار”  په پوچه پلمه دا لوی ناروا کار لکه روا او په اساني سره کوي!، خبره تر دې ځایه لا رسیدلې ده یوه کره سړي راته ویل چې د تصوف د لارې له یوه مرید سره مې د هغه د مشر پیر عکسونه ولیدل ما ورته وویل دا څه کوې؟ راته کړه یې: کله چې وظیفه او اوراد کوم نو دا عکس مخته راته کېږدم او په دې توګه مې وظیفې او اوراد ډېر ښه پخیږي!!، العیاذ بالله دا کټمټ هغه د نوح علیه السلام د قوم د نېکانو (وَد، یعوق، نسر)  د کیسې تکرار نه ده نو څه دي.