وروستي:

سوريه.. د رژيم په ړانده بمبار کې ۵۰ ولسي وګړي شهيدان شوي

[افغان بنسټ/ شنبه د سلواغې ۴مه] دبشارالاسد درژیم اړوند جنګي الوتکي ددمشق دختیځي غوطې په حمورية ښارګوټي دوه توغندي ويشتلي دي، چي په ترڅ کي يې دښځو ماشومانو په ګډون ۵۰ تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

دسیمه ييزي همکارۍ کمېټې ویلي، چي درژیم الوتکو په حموریة ښار کي دملکي خلکو ساحه په داسي مهال په نښه کړه، چي خلک دجمعې له لمانځه څخه راوتل.

ددغه هوايي برید په ترڅ کي ټپیان شوي کسان نږدې روغتونونو ته لیږدول شوي دي.

ختیځه غوطه درژيم دمخالفینو له قوي مرکزونو څخه ګڼل کیږي، چي درژیم له لوري له تير یوه کال راهیسي کلابنده ده.

ددمشق ختیځي غوطې ته غذايي مواد، درمل او نور اړين توکي نه پرېښول کیږي او دبشارالاسدرژيم له دغه ډول بنديزونو څخه دوسلې په توګه کار اخلي.

درژیم جنګي الوتکي په دوام داره توګه په ختیځه غوطه دبېلري بمونو بمباري کوي، چي تراوسه پکي سلګونه ولسی وګړي وژل شوي دي.

راپورونه وايي، دحمص په حوله ښارګوټي درژیم جنګي الوتکو بېلري بمونه غورځولي دي، چي لږترلږه ۴ تنه پکي وژل شوي او یوشمېر نور ټپیان شوي دي، دغه هوايي بریدونه په داسي مهال شوي چي تیره ورځ خلک دجمعې له لمانځه څخه راوتل.

ددرعا ولایت په داعل ښارګوټي کي هم درژیم په هوايي بمباري کي دیوې ماشومي په ګډون ۶ تنه ولسي وګړي وژل شوي.

درژیم اړوند جنګي الوتکي په پيوسته توګه هغه سیمي ترخپلي بمبارۍ لاندي راولي، چي درژیم دمخالفينو په ولکه کي وي.

څلور ورځي وړاندي دسوريې دحسکه ولایت په ختیځ کي دخنساء کلي ته څېرمه په یوه ګنج دبشارالاسد درژیم چورلکو بېلري بمونه وغورځول، چي په ترڅ کي يې تر۸۰ زیات ولسي وګړي ووژل شول او تر۱۵۰ زیات ټپیان شول.

دیادوني وړ ده ، چي دسوريې درژیم له لوري ددغو عام وژنو په ترسره کولو ملګري ملتونه دبشري حقونو مدعیان لويديځ او ټوله نړۍ غلې ده.