نبوي اخلاق – ټوکې
ليکنه: مولانامحمديوسف کاندهلوي
ژباړه: عبدالحق حماد
درسول الله صلی الله عليه وسلم ټوكې
ابوهريره رضي الله عنه وايي: صحابه ووپوښتنه وكړه يارسول الله ! تاسو مونږ سره ټوكې هم كوئ؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وويل: هو! خوزه كله هم ناسمه خبره نه كوم (۳)
يوسړي ابن عباس رضي الله عنه نه پوښتنه وكړه چې رسول الله صلی الله عليه وسلم به ټوكې كولې ؟ هغه ورته وويل: هو! ويل: څه ډول ټوكې به يې كولې؟ ابن عباس رضي الله عنه ورته وويل: يوه ورځ رسول الله صلی الله عليه وسلم خپلې يوې بي بي ته پرانستى رخت وركړ او ورته ويې ويل:داواغونده الله ته شكروباسه اوګرځه دنوي ناوې په ډول يې لمن كشكوه!(۴)
حضرت انس رضي الله عنه وايي: درسول الله صلی الله عليه وسلم اخلاق ترهرچالوړو،دابوعميرپه نوم زمايووړوكى ورور و چې نوى له پيو جلاشوى و،رسول الله صلی الله عليه وسلم چې به زمونږ كورته راغى اوهغه به يې وليد؛نو ورته ويل به يي: اى اباعميرڅه وشول په نُغير؟انس رضي الله عنه وايي: كله ناكله به دنفل لمانځه وخت راغى اورسول الله صلی الله عليه وسلم به زمونږ كره و؛ نومونږ ته به يې وويل: دغه پوزى چې لاندې اواردى لږ يې وڅنډئ او اوبه پرې وشيندئ! مونږ به همداسې وكړل اوبيابه رسول الله صلی الله عليه وسلم وړاندې شو جمعه به يې راكړه ،هغه پوزى دكجوروله پاڼوڅخه جوړو (۱)
انس بن مالك رضي الله عنه په يوبل روايت كې وايي: رسول الله صلی الله عليه وسلم دطلحه رضي الله عنه كورته راغى اودهغه يووړوكى زوى ابوعميريې وليدچې غمجن ناست دى
هغه صلی الله عليه وسلم به هروخت ابوعميرسره ټوكې كولې داځل يې پوښتنه وكړه چې ابوعميرولې خپه دى؟ كوروالاوو ورته وويل: نُغيرمرغۍ چې ده به لوبې ورسره كولې مړه شوې ده ځكه خپه دى، رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وويل: اى اباعميرڅه وشول په نغير؟ (۲)
انس ابن مالك رضي الله عنه وايي: يوسړى راغى رسول الله صلی الله عليه وسلم نه يې سپرلي وغوښته رسول الله صلی الله[1] عليه وسلم ورته وويل: داوښې بچى به دركړم، هغه وويل: يارسول الله ! زه به داوښې بچى څه كړم؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وويل: ولې هر اوښ داوښې بچى نه وي؟ (۳)
حضرت انس رضي الله عنه وايي: يوه ورځ رسول الله صلی الله عليه وسلم په ټوكوكې راته وويل: اى ددوه غوږونو والا! (۴)
حضرت انس رضي الله عنه وايي: دزاهرپه نوم يواطرافي سړى وپيغمبرته به يې كليوالي شيان په تحفه كې راوړل او بيابه چې بيرته تللو،رسول الله صلی الله عليه وسلم به دښارشيان په تحفه كې وركول رسول الله صلی الله عليه وسلم به ويل: زاهرزمونږ لپاره كلى دى اومونږ دهغه لپاره ښاريو، نوموړى له رنګه تور و او درسول الله صلی الله عليه وسلم ورسره ډيره مينه وه،يوه ورځ يې په كوڅه كې سوداخرڅوله چې ناڅاپه يې رسول الله صلی الله عليه وسلم دشاله خواسترګې پټې كړې اوسينې ته يې جوخت کړ،زاهر رضي الله عنه ويل: څوك يې؟ پرې مې ږده! خوچې رسول الله صلی الله عليه وسلم يې وليد؛نوشايې درسول الله صلی الله عليه وسلم سينې ته نوره هم ورجوخته كړه، رسول الله صلی الله عليه وسلم په ټوكوكې وويل: داغلام څوك اخلي؟ زاهر رضي الله عنه وويل: يارسول الله! كه ماخرڅ كړئ؛ نوچندان بيه به ونه كړم، رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وويل: داسې نه ده! ته د الله په نزد ډيره ګرانه بيه لرې (۱)
نعمان بن بشير رضي الله عنه وايي: ابوبكرصديق رضي الله عنه دپيغمبر صلی الله عليه وسلم په دروازه كې دورتللواجازه وغوښته خوچې غوږ يې ونيوحضرت عائشه رضي الله عنها له پيغمبر صلی الله عليه وسلم سره په زوره زوره غږيږي؛ نوورغى حضرت عائشه رضي الله عنها يې لاسه ونيوه ورته ويې ويل:درسول الله صلی الله عليه وسلم په وړاندې دومره په زوره خبرې كوې؟ اوبيايې غوښتل چې په څپيړه يې ووهي؛ خورسول الله صلی الله عليه وسلم پرې نښود ابوبكرصديق رضي الله عنه همداسې په غصه كې بيرته ووت؛ نورسول الله صلی الله عليه وسلم حضرت عائشې رضي الله عنها ته وويل: څنګه مې ترې خلاصه كړې! څوورځې وروسته چې بياابوبكرصديق رضي الله عنه راغى اوويې كتل چې رسول الله صلی الله عليه وسلم اوحضرت عائشه رضي الله عنها يوځاى ناست دي؛ نوويې ويل: تاسوچې زه په شخړه كې شريك كړى وم نن به مې په سوله كې هم شريكوئ، پيغمبر صلی الله عليه وسلم ورته وويل: ته موشريك كړې ته مو شريك كړې(۲)
حضرت عائشه رضي الله عنها وايي: يو وخت چې زه وړه وم اوبدن مې سپک و په يوسفر كې رسول الله صلی الله عليه وسلم سره ملګرې وم، په لاره يوځاى رسول الله صلی الله عليه وسلم خلكوته وويل: تاسوټول وړاندې ځئ مونږ درپسې يو ، خلك چې وړاندې لاړل رسول الله صلی الله عليه وسلم راته وويل: راځه چې په ځغاسته كې سيالي وكړو! ماويل: سمه ده؛ خوچې منډه موكړه زه ترې وړاندې شوم؛ نورسول الله صلی الله عليه وسلم چپ ودريد، ډيره موده وروسته چې بيازمابدن يوڅه دروندشوبيا رسول الله صلی الله عليه وسلم سره په يوسفركې روانه وم اوهغه پخوانۍ كيسه رانه هيره وه،رسول الله صلی الله عليه وسلم بيا خلكو ته وويل: تاسووړاندې ځئ مونږ درپسې يو، خلك چې وړاندې لاړل راته يې وويل: راځه چې ځغاسته كې سيالي وكړو؛خوچې منډه موكړه رسول الله صلی الله عليه وسلم رانه وړاندې شو؛نوويې خندل او ويې ويل:دادهغه پخوانۍ سيالۍ بدله شوه ( چې ته رانه وړاندې شوې وې)(۱)
حضرت انس رضي الله عنه وايي: رسول الله صلی الله عليه وسلم په يوسفرکې له خپلوبيبيانوسره يوځاى روان واويواوازويونكي داوښانومخ ته اوازونه ويل چې ښه مزل وكړي؛ نورسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وويل: انجشه! پام كوه باريكې ښيښې ماتې نكړې!(۲)
حضرت انس رضي الله عنه په يوبل روايت كې وايي: رسول الله صلی الله عليه وسلم خپلوبيبيانوته راغى اومهارنيونكي ته يې وويل:ښيښې په كراره بيايه!دی وايي:په بيبيانوكې ام سُليم رضي الله عنها هم وه((۳)
حسن رضي الله عنه وايي: يوه بوډۍ ميرمن راغله رسول الله صلی الله عليه وسلم ته يې وويل: يارسول الله! ماته دعا وكړه چې خداى پاک مې جنت ته بوزي، رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وويل: بوډۍ ګانې به جنت ته نه ځي، هغه په ژړا اوبيرته روانه شوه،رسول الله صلی الله عليه وسلم وويل: دې ته ووايئ چې بوډۍ ګانې به جنت ته په بوډۍ توب كې نه ځي ځكه چې خداى پاک فرمايي:
إِنَّا أَنشَأْنَاهُنَّ إِنشَاءً . فَجَعَلْنَاهُنَّ أَبْكَارًا [الواقعة ۳۶-۳۵]
ژباړه:يقيناموږ هغوى په يوخاص پيدايښت سره پيداكړي اوهغوى مو( تل ) پيغلې ګرځولي (۵
دصحابه وو ټوكې :
عوف بن مالك اشجعي رضي الله عنه وايي: دتبوك په غزاكې رسول الله صلی الله عليه وسلم دڅرمنې په يوه وړه خيمه كې ناست و زه ورغلم سلام مې ورته وكړ رسول الله صلی الله عليه وسلم دسلام ځواب راكړ ا وراته ويې ويل: راځه! ماويل: ټول درشم؟ ويل: هو! ټول راشه! وليدبن عثمان بن ابو العاليه وايي: عوف رضي الله عنه داخبره دخيمې دتنګوالي له امله كړې وه (۱)
ابن ابي مُليكه رضي الله عنه وايي: حضرت عائشې رضي الله عنها رسول الله صلی الله عليه وسلم سره يوه ټوكه وكړه؛نودحضرت عائشې رضي الله عنها موررسول الله صلی الله عليه وسلم ته وويل: زموږ ځينې ټوكې دكنانه قبيلې ټوكې دي، رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وويل: داكورنۍ زمونږ دټوكو يوه برخه ده (۲)
ابوالهيثم رحمه الله ته يوصحابي كيسه كوله چې ماپخپله واوريدل چې ابوسفيان رضي الله عنه دخپلې لورام حبيبه رضي الله عنها په كوركې رسول الله صلی الله عليه وسلم ته په ټوكوكې وويل: ماچې جنګ درسره بسكړټولوعربوبس كړ،كه نه؛ نوستاله امله ښكرورو اوبې ښكرو،ټول يوله بل سره په جنګ اخته وو، رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته مسكى شو او ويې ويل:ابوحنظله ! ته هم داخبرې كوې؟ (۳)
بكربن عبدالله رضي الله عنه وايي:درسول الله صلی الله عليه وسلم ملګروبه په ټوكوكې يوبل دخټكيوپه پوستكو ويشتل؛خوچې درښتياميدان به راغى بيا به هريودهرميدان زمرى و (۴)
قره رحمه الله وايي: له ابن سيرين رحمه الله نه مې پوښتنه وكړه چې درسول الله صلی الله عليه وسلم ملګروبه يوله بل سره ټوكې كولې؟ راته يې وويل: هو! خودعاموخلكوپه ډول ټوكې به يې نه كولې لكه ابن عمر رضي الله عنه په ټوكوكې داشعرولوست ( يحب الخمرمن مال الندامي = ويكره ان تفارقه الفلوس ) اودملګروله مال څخه شراب خوړل غواړي؛خودانه خوښوي چې شتمني له لاسه ورکړي(۵)
ام سلمه رضي الله عنها وايي: ابوبكرصديق رضي الله عنه له دوه بدري صحابه وو، نعيمان اوسويبط رضي الله عنهما سره دتجارت په موخه دشام بصرې ښارته ولاړ، هلته يې سويبط رضي الله عنه دخوراكي شيانو مسؤل مقرركړ اونعيمان رضي الله عنه يې همكارو،نعيمان رضي الله عنه ډيرټوكي و،يوه ورځ يې سويبط رضي الله عنه ته وويل: نن خو څه راباندې وخوره ! هغه ورته وويل: ابوبكرصديق رضي الله عنه بازارته تللى چې راشي بيابه يې درباندې وخورم، ددوى له ځاى سره نږدې خلكوڅاروي څرول، نعيمان رضي الله عنه ورغى هغهخلکوته يې وويل: زمايوچوست اوتكړه عربي غلام دى كه يې اخلئ، هغوى ورته وويل: سمه ده اخلويې،نعيمان رضي الله عنه ورته وويل:هغه ډيرې خبرې كوي اوكيداى شي تاسوته داهم ووايي چې زه ازادسړى يم اوغلام نه يم؛خوكه بيايې راپريږدئ؛نوښه داده چې له اوس نه راته ووايآست چې نه يې اخلو، هغوى ورته وويل: نه! ته يې يوځل پرمونږ خرڅ كړه بياته خلاص يې؛نو دلسوتكړه اوښانوپه بدل كې يې خبره وكړه، نعيمان رضي الله عنه اوښان راوستل اوخلك راغلل سويبط رضي الله عنه يې له لاسه ونيو، هغه ورته وويل: نعيمان غلط وايي زه يوازادسړى يم غلام نه يم، هغوى ورته وويل: مونږ له وړاندې نه خبريو چې ته به همد اخبرېكوې؛خومونږ يې نه منو، په غاړه كې يې رسۍ ورواچوله اوپه زوره يې بوتلو، ابوبكرصديق رضي الله عنه چې راغى نعيمان رضي الله عنه له پيښې خبرکړ اوبيادواړه خلكوته ورغلل اوټوله كيسه يې ورته وكړه چې ماټوكې كولې اوښان يې بيرته وروسپارل اوسويبط رضي الله عنه يې راوست، راوي وآيي: دوى چې بيرته مدينې منورې ته راغلل رسول الله صلی الله عليه وسلم ته يې كيسه وكړه؛ نورسول الله صلی الله عليه وسلم اوصحابه ووچې به هروخت داپېښه يادوله؛ نوخندل به يې (۱)
ربيعه بن عثمان رضي الله عنه وايي: يوكليوال سړى راغى دنبوي جومات مخ ته يې خپله اوښه كښينوله اورسول الله صلی الله عليه وسلم ته ورغى، نعيمان بن عمرو انصاري رضي الله عنه ته ځينو صحابه وو وويل: نعيمانه! نن موغوښې ته ډيرزړه شوى دى كه دا اوښه راته حلال كړې ډيرخوندبه وكړي رسول الله صلی الله عليه وسلم به يې بيا څښتن ته تاوان وركړي، نعيمان رضي الله عنه ورغى اوښه يې حلال كړه؛نوچې څښتن يې له جوماته راووت او ويې وليده چيغې يې كړې: اى محمده! دې خلكو خوزما اوښه حلاله كړه! رسول الله صلی الله عليه وسلم په منډه دباندې راووت وېل:داچا؟ صحابه وووويل: نعيمان! خوهغه نه و؛ نو رسول الله صلی الله عليه وسلم ورپسې ورغى،نوموړى دضباعه بنت زبيربن عبدالمطلب رضي الله عنها كوركې په يوه كنده كې پټ و او پرځان يې دكجوروپاڼې اوښاخونه را اچولي وو،يوسړي رسول الله صلی الله عليه وسلم ته په لوړغږ ورنارې كړل:يارسول الله! مانه دى ليدلى؛خوپه ګوته يې اشاره ورته وكړه چې هالته پټ دى! رسول الله صلی الله عليه وسلم ورغى نوموړى يې له هغه ځايه راپورته کړ مخ يې دخاوروخځلوله امله تغيرخوړلى و، پوښتنه يې ترې وكړه چې ولې دې داسې وكړل؟ نعيمان رضي الله عنه ورته وويل: يارسول الله! كوموخلكوچې زه دروښودلم همدغوراته ويلي وچې زمونږ غوښې ته زړه شوى رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته موسكى شومخ يې ورپاك كړاوبيايې داوښې څښتن ته تاوان وركړ (۱)
عبدالله بن معصب رحمه الله وايي: په مدينه منوره كې دمخرمه بن نوفل بن اُهيب زهري رضي الله عنه په نامه يوبوډاصحابي و چې عمريې خواوشا يوسل اوپنځلس كاله و اوپه دواړو سترګوړوندو،يوه ورځ په جومات كې متيازوپه تنګ كړ؛ نونعيمان رضي الله عنه ورغى له لاسه يې ونيودجومات يوكونج ته يې بوت اوورته ويې ويل: دغه ځاى دى،بوډايې هلته كښيناوه اودى ترې ولاړ؛خوچې هغه راولاړشوخلكو ورچيغې کړې: داخودې په جومات كې متيازې وكړي! بوډا وويل: زه چادلته راوستى وم؟ خلكوورته وويل: نعيمان، ويل: دى دې خداى داسې داسې كړي! كه ماته په لاس راغى په دې امسابه يې داسې ووهم چې بياهرڅه پرې وشول، راوي وايي: له دې پيښې ډيرې ورځې تيرې شوې اومخرمه رضي الله عنه نه داخبره هيره شوه بله ورځ دجومات په كونج كې حضرت عثمان رضي الله عنه په لمانځه ولاړو اودنوموړي داعادت و چې لمونځ به يې په ډيره توجه سرهكاوه اويوې اوبلې خواته به يې فكرنه كاوه، دغه وخت مخرمه رضي الله عنه هم په جومات كې و؛ نو نعيمان رضي الله عنه ورغى ورته ويې ويل: نعيمان راغلى دى نه يې وهې؟ هغه ويل: کوم دى؟ ده ورته وويل: ته راځه چې ور دې ولم، له لاسه يې ونيواوسيده يې ور وست حضرت عثمان رضي الله عنه ته يې ودراوه او ورو يې په غوږكې ورته وويل: همدغه دى وهه يې، مخرمه رضي الله عنه په دواړولاسوامساپورته كړه اوحضرت عثمان رضي الله عنه يې دومره كلك وواهه چې زخمي شو،خلكوورنارې کړې: داخودې اميرالمؤمنين وواهه! دمخرمه رضي الله عنه خپلوان چې خبرشول ټول راټول شول؛خوحضرت عثمان رضي الله عنه ورته وويل: نعيمان دې خداى ووهي! خوڅه ورته مه واياست ځكه چې بدري صحابي دى (۱)
۳: اخرجه الترمذي في الشمائل ۱۷ او اخرجه البخاري في الادب ۴۱ عن ابى هريره > مثله
۴: اخرجه ابن عساكروضعفه كذافي كنزالعمال ۴/۴۳
۱: اخرجه احمد وقدرواه الجماعة الااباداؤ دمن طرق عن انس بنحوه كذافي البدايه ۶/۳۸ واخرجه البخارى في الادب مختصرا ۲ ۴: وهكذا لفظ الترمذى
۲: عند ابن سعد ۳/۵۰۶
۳:اخرجه احمدورواه ابوداؤدوالترمذي وقال الترمذي صحيح غريب كذافيالبدايه۶/۲۲۴عن محمدبن قيس بمعناه الاانه جعل السائلة ام ايمن
۴ :اخرجه ابوداؤدكذافي البدايه۶/۳۶والترمذي في الشمائل۱۶وقال قال ابواسامة يعنى يمازحه واخرجه ابونعيم وابن عساكركذافي المنتخب۵/۱۴۲
۱: اخرجه احمد وهذا اسنادرجاله كلهم ثقات على شرط الشيخين ولم يروه الاالترمذى في الشمائل ورواه ابن حبان في صحيحه كذافي البداية ۶/۳۶ واخرجه ايضا ابويعلى والبزارقال الهيثمي ورجال احمد رجال الصحيح واخرجه البزاروالطبرانى عن سالم ابى الجعدعن رجل من اشجع يقال زاهر بن حرام الاشجعى رجل بدوى وكان لا يزال ياتى النبى بطرفة اوهدية فذكربمعنهاه قال الهيثمي ۹/۳۶۹ رواه البزاروالطبرانى ورجاله موثقون
۲: اخرجه ابوداؤد كذافي البدايه ۶/۳۶
۱: اخرجه احمد كذافي صفة الصفوة ۱/۶۸
۲:اخرجه احمد وفي الصحين نحوه عن انس كما في البدايه ۶/ ۴۷
۳ :عندالبخاري في الادب ۴۱
۵ :اخرجه ابوداؤدكمافي البدايه ۶/۳۶
۱ : اخرجه ابوداؤد كمافي البدايه ۶/۳۶ اخرجه البخاري في الادب ۴۱
۲ : اخرجه البخارى في الا دب ۴۱
۳ : اخرجه الزبيربن بكاروابن عساكركذافي الكنز۴/۴۳
۴ : اخرجه البخارى في الادب ۴۱
۵ : ذكره الهيثمي ۸/۸۹ هكذا ذكره الهيثمي بلااسنادو سقط ذكرمخرجه
۱: اخرجه احمد واخرجه ابوداؤد والطيالسي والرديانى وقداخرجه ابن ماجه فقلبه جعل المازح سويبط والمبتاع نعيمان ورورى الزبيربن بكارفي كتاب الفكاهة هذالقصة من طريق اخرى عن ام سلمة الاانه سماه سليط بن حرملة واظنه تصحيفا وقدتعفبه ابن عبدالبروغيره كذافي الاصابة۲/۹۸وقداخرجه ابن عبدالبرفي الاستيعاب ۲/۲۶ – ۳/۵۷۳ حديث ام سلمة من طرق
۱ :اخرجه ابن عبدالبرفي الا ستيعاب ۳/۵۷۵ وهكذا ذكره في الا صابه ۳/۵۷۰ عن الزبيربن بكارعن ربيعه بن عثمان >
۱ :اخرجه الزبيرعن عمه مصعب بن عبدالله عن جده كذافي الاستيعاب ۳/۵۷۷ وهكذا ذكره في الاصابة ۳/۵۷۰ زبيربن بكار