ځان ژغورنه
د حامد افغان ژباړه
یو بې پروا سړی په یوه داسې لاره روان دی چې هلته د ونو ډیرې ازغنی لښتي او غني پرتې دي، دی له ځانه او خپلو جامو سره اتیات نه کوي او بې پروا روان دی، په تېرو ازغو یې جامې بزه او څیري شوې، په بدن کې یې د ازغو تیرې لشې خښي شوې، خپل هدف ته ناوخته ورسید ، او ذهنی ارام یی له لاسه ورکړ .
اوس باید دا سړۍ څه وکړی؟ ایا دی د ازغیو پر خلاف یو کنفرانس راوبولی او د ازغیو په باره کې تېزي او تندي خبرې او تروشي ویناوې وکړي، له خپل حکومت نه په جدي توګه غوښتنه وکړي چې د هیواد وړې او لويې لارې باید خامخا له ازغیو پاکي کړي او له ملګرو ملتونو په ټینګه غوښتنه وکړي چې د نړۍ له ټولو ونو باید ازغي ختم کړل شي څو په راتلونکي کې مسافر د ازغیو له ستونزي بې غمه شي او ټوله نړۍ پسته او نرمه وګرځی.
یو هوښیار او عاقل انسان داسي نه کوي بلکي هغه د دې پرخلاف یواځی دومره کولی شي چې دخپلي بې اتیاتي احساس وکړي، هغه به له کنفرانس رابللو تیریږي بلکي ځان ته به مخاطب کیږی او ځان ته به وایي: تا ته خدای دووه سترګې نه دي درکړې؟! تا ولې په ازغنه لاره په اتیات سره تګ نه کاوه ؟ تا به خپله لمن ټوله نیولې وه او په اتیات سره به پر ازغنه لاره تلې په دې توګه به دي بدن او جامې له ازغیو ژغورلې وې او خپل مزله ته به هم په خپل وخت رسیدلی وې.
د ونو او ازغیو په منځ کې د تګ او سفر له دې بېلګې نه موږ ددنیا د ژوند په سفر کی د انسانانو په منځ کی د تګ له پاره ډېر څه ترلاسه کولی شو خو داسې مالومیږي چې دالله جل جلاله په دې نړۍ کې چا دې بېلګې ته توجه نه ده کړې او دالله له دې نښانې نه چا د عبرت درسونه نه دي ترلاسه کړي. نن داسې ګڼ شمیر خلک شتون لري چې د انساني ازغیو په منځ کې په بې اتیاتي سره سفر کوي او کله چې یې کوم انساني ازغی پر بدن خښ شي او تکلیف ورکړي نو له سوچ او فکر پرته ازغیو ته په بدو او ردو سر شي خپله کم عقلي پر نورو وتپي او بې ګټي هڅې پیل کړي .
هر څوک باید په دې خبر ښه ځان پوهه کړي: څرنګه چې له نړۍ نه ازغي او ازغنې ونې نه شي ختمیدلی داراز د دنیا له ټولنیز ژوند نه ازغن انسانان نه شي ختمیدلی تر څو چې قیامت نه وي راغلی په دې نړۍ کې به د ازغیو په څیر ضرر رسوونکی انسان خامخا شتون لري، نو په دې نړۍ کې خوندي لاره او د بریالي ژوند راز په دې کې ده چې له انساني ازغیو نه ځان وژغورل شي له دې پرته بله هره لاره د بربادي لاره ده.