تهران کې د سُنیانو مرکزي جومات مهرولاک شو
[افغان بنسټ/د مرغومي۲۸مه] بي بي سي ته عیني شاهدانو ویلي، د شنبې په ورځ ګهیځ د ښاروالۍ مامورین د تهران پونک سیمه کې د سُنیانو د لمانځه ځای ته ورغلي او د جومات ټولې دروازې یې ولډینګ کړې او تړلې دي.
په لندن کې د بلوچستان د تحقیقاتي مرکز مشر عبدالستار دوشوکي بي بي سي ته ومنله، چې د ښاروالۍ کارکوونکو د سُنیانو ددغه جومات له ملا امام سره ناوړه چلند کړی او آن د هغه ځینې شخصي توکي یې هم له ځانه سره وړي دي.
هغه وویل، په سیمه کې ځینو حاضر کسان هم د څو ساعتونو لپاره په توقیف کې ساتل شوي.
ښاغلی دوشوکي وايي: ”اهل سُنّت په رسمي توګه په تهران کې د لمانځه لپاره ځانګړی ځای نه لري، خو د تېرو کلونو په اوږدو کې یې د لمانځه لپاره یو سالون په اجاره نیولی و، ایران ډېر کله له سنیانو سره دا ډول چلند کړی دی.”
هغه وايي، په زیاترو مواردو کې د لمانځه لپاره دا ځای پرانیستی وي، او تهران مېشتي اهل سنت له دغه ځای نه د لمانځه د مرکزي ځای په توګه ګټه اخلي.
څو ورځې وړاندې هم ویل شوي وو چې دغه جومات کې د سنیانو د وتلي عالم مولانا عبالحمید په امامت لمانځه ته اجازه نه وه ورکړل شوې.
د العربيه ويب پاڼي د راپور له مخې په ايران کې سني وګړي له خپلو بنسټيزو حقونو بې برخې دي او د بلوچستان ايالت -چېرې چې د سنيانو اکثريت دی- په ګډون د هېواد په ډېرو برخو کې سنيانو ته ډېر کم قونه ورکول کېږي، را پور کاږي چې سني زده کوونکي او طالبان هر چېرې د چارواکو له خوا نيول کېږي او ځورول کېږي، په ځانګړې توګه زاهدان ښار ته د ننوتلو پر مهال.
په يو جلا راپور کې چې تېر کال رسنيو خپور کړی و ويل شوي و چې په تهران کې سني مسلمانانو ته د مسجد جوړولو اجازه نه ورکول کېږي په داسې حال کې چې هلته يهود او عيسويان په سلګونو عبادتځايونه لري.
دغه راز په تېرو کلونو کې د ايران د حکومت له لورې د اهل سنت يو شمېر لوی علماء او پوهان په ډېره ناوړه توګه اعدام شوي دي.
د ايران دغه توپيري چلند او په سيمه کې د سني مسلمانو په وړاندې پټ او ښکاره پلانونه جوړول د شعيه ګانو پرضد نفرتونه را پارولي چې اوس يې د عربي نړۍ ډېرو هېوادونو ته ريښې غځېدلي دي.
عبدالحق حماد