وروستي:

د پاريس بريد لوېديځوال بيا د اسلام په اړه حيران کړل

عبدالحق حماد/

کله ناکله يوه پېښه  هغه وخت دردوونکې او ځوروونکې وي؛ خو وروسته  پرې الله جل جلاله فوائد مرتب کړي، په لوېديځه نړۍ کې چې کله مسلمانانو د الله د دين لپاره قرباني ورکړې ده، په ښکاره يې پايلي ښې نه وي؛ خو هغه پېښه د دې سبب شوې وي چې ډېر نور نا خبره خلک هم د هغه څه په اړه مطالعه او پلټنه وکړي چې مسلمان پرې سر قربانوي، په پايله کې ډېرو خلکو ته حقيقت ښکاره شي او زرګونه انسانان په اسلام کې داخل شي.

د يوولسم سپتمبر د پېښو پر وخت ګومان دا وو چې له دې وروسته به په لوېديځ کې د اسلام خپرېدل په ټپه ودرېږي؛ خو داسې ونه شول بلکې له هغې پېښې وروسته چې د څو کلونو په لړ کې په لويديځ کې څومره خلک مسلمانان شول، په تېرو څو لسيزو کې دومره نه وو مسلمانان شوي.

د اسلام دښمنان که هر څومره د دي دين د مخنيوي هڅې کوي، ناکام دي؛ ځکه چې له دې دين سره د الله مرسته مله ده او الله يې د پوره کولو ژمنه کړې ده: يُرِيدُونَ لِيُطْفِؤُوا نُورَ اللَّهِ بِأَفْوَاهِهِمْ وَاللَّهُ مُتِمُّ نُورِهِ وَلَوْ كَرِهَ الْكَافِرُونَ [الصف: ۸]

ژباړه: هغوى غواړي چې په خپلو خولو سره د الله (د دين) رڼا مړه كړي او الله د خپلې رڼا پوره كونكى دى، كه څه هم كافران يې بده وګني.

د فرانسې چارلي ابدو مجلې پر دفتر بريد او بيا په لويه کچه د هغه غندنې او په پاريس کې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د سلګونو زره عيسايانو، يهودانو او منافقينو يو ځای کېدل له يوې خوا د اسلام دښمنان ښکاره کړل او مسلمانانو ته يې دا څرګنده کړه چې ټول کفر د اسلام په وړاندې يو ملت دی، له بلې خوا هغو خلکو چې الله ورته د هدايت اراده کړې ده، د دې دين په اړه څېړنې او مطالعې پيل کړي او په دې لټه کې دي چې معلومه کړي، مسلمانان ولې د خپلو ديني ارزښتونو لپاره له سر او مال څخه تېرېږي؟

مفکرة الاسلام عربي ويب پاڼي نن يو خبر خپور کړ چې د چارلي ابدو پر دفتر له بريد وروسته په لوېديځ کې ډېرو خلکو د اسلام په اړه مطالعه پيل کړې ده، د ويب پاڼي په راپور کې راغلي چې له دې بريد يوازې څو ورځې وروسته پرون د فرانسې د سينما يوې مشهورې ممثلي «ازابيل ماتيک» د اسلام راوړلو اعلان وکړ او فرانسويان يې وهڅول چې د اسلام د تاريخ او احکامو په اړه مطالعه وکړي؛ نو ورته جوته به شي چې دا دين د بشريت لپاره يوازنی کافي او له هر اړخيزه ښېګڼو ډک دی.