وروستي:

د کمکي په غوږ کې د مبايل له لارې اذان کول

فتوی شمېره: ۹۵

محترم مفتي صاحب

السلام علیكم ورحمة الله وبركاته

وروسته له سلام نه غواړم چې وپوښتم  كه څوك دماشوم په غوږكې دموبایل په واسطه اذان او اقامت داسې وكړي، چې یوكس له لرې څخه موبایل كې اذان وكړي او بل موبایل دماشوم په غوږ كې كېږدي، نوایا پدي سره د اذان سنت اداكیږي اوكه نه ، دقران اوحدیث په رڼا كې یې جواب راكړی.

میرویس خان  كابل

ځواب

حامدا ومصلیا

پوښتل شوې مسئله كې غوره داده چې دماشوم په غوږكې په مستقیمه توګه پرته له كومې واسطې (ټیلیفون، موبایل اوداسې نور) څخه اذان اواقامت وشي، ځكه چې د ټیلیفون اویاموبایل په واسطه دماشوم په غوږكې داذان اواقامت كولوپروخت داذان اواقامت دټولو ادابورعایت ناممكن دی لكه اذان كونكی ماشوم په خپلو دواړو لاسونو پورته كړي، قبلې لوري ته ودریږي، په ښي غوږ كې يې اذان او په چپ غوږ كې یې اقامت وكړي، پرحي علی الصلاة باندې ښي لوري ته اوپه حي علی الفلاح باندې چپ لوري ته خپل مخ وګرځوي، نوځكه ددغوالاتوپه واسطه دماشوم په غوږكې اذان اواقامت كول مناسب نه ده، بیا هم كه ددغوالاتوپه واسطه دكوم ماشوم په غوږ كې اذان اواقامت شوی وي، نویوازې داذان اواقامت سنت پرې اداكیږي.

۱-عن أبي رافع رضي الله عنه قال: رأیت رسول الله صلی الله علیه وسلم أذن في أذن الحسن بن علي حین ولدته فاطمة بالصلاة. هذا حدیث صحیح والعمل علیه

الجامع الترمذي۲۷۸/۱

۲-كذا في سنن ابي داود۳۴۹/۲       

۳-وكذافي مشكاة المصابیح۳۶۳

۴-قال العلامة الحصكفي رحمه الله

ویلتفت فیه یمینا وشمالالصلاة وفلاح ولو وحده أولمولودلانه سنة الاذان مطلقا وفي الشامیة، وفي البحرعن السراج أنه سنن الاذان فلایخل المنفرد بشی منها حتی قالوا في الذي یؤذن للمولود ینبغي أن یحول. الدرالختار۳۸۷/۱

۵-كذافي البحر۵۱۲/۱ داراحیاءالتراث العربي بیروت

۶-وكذافي الهندیة۵۶/۱

۷-وكذا في المحیط البرهاني۸۹/۲ ادارةالقران

۸-قال السندي فیرفع المولودعندالولادة مستقبل القبلة ویؤذن في أذنه الیمنی ویقیم في الیسری ویلتفت فیهما بالصلاة لجهة الیمنی وبالفلاح لجهة الیسری وفائدة الاذان في أذنه انه یدفع أم الصبیان عنه.التقریرات الرافعي ۴۵/۱

۹-وفي آلات جدیده كې شرعي احكام ۱۷۰

إن الذي یسمع من الكلام بواسطة الرادیوهوكلام المتكلم وصوت القاري ولیس صدی كلامات كالذي یسمع في الجبال والصحاری وغیرهما وعلی هذایكون المسموع من الرادیوقرأنا حقیقة.

۱۰-وفیه ایضا: وأماإذاكان واسطة الفعل شیئا غیرذي شعورفلاینسب الفعل إلی الواسطة بل إلي أصل المحرك.

والله أعلم وعلمه أتم وأحكم

سطره عبدالحق(حقاني)

۱۳۳۴/۱/۲۷هـ