د پاريس له غچ وروسته… لندن مو خوږ نبي ستايي
فرانسه کې پر چارلي ابدو توهين کوونکي مجلې له بريد وروسته تېره ورځ په ټولنيزو شبکو کې داسې انځورونه خپاره شول چې د لندن ښار د لويو بسونو پر مخ د رسول الله صلی الله عليه وسلم نوم او د ستاينې توري ليکل شوي دي.
په انځور کې ښکاري چې د لندن ښار يو بس پر ښيښه ليکل شوي چې:
“prophet Muhammad.. The light of lives.. Teacher of the truth.. A blessing for the believers”
محمد صلی الله عليه وسلم د ژوند رڼا ده
د حق ښوونکی او مومنانو ته رحمت دی.
که څه هم تېره ورځ په فرانسه کې زرګونه خلکو د چارلي ابدو پېښه وغندله؛ خو ډېری اروپايان په دې باور دي، چې د داسې پېښو د مخنيوي يوازينۍ لار د خلکو د مقدساتو درناوی دی، او که څوک د ازادۍ په نوم د چا د عقيدې توهين کوي هرو مرو له داسې پېښو سره مخ کېږي؛ ځکه چې عقيده د انسان له ويني ور هاخوا په روح کې نغښتې ده، ځکه وينه هم ترې قربانوي.
عبدالحق حماد