وروستي:

د رسول د توهين کوونکو سزا- تحقيقي ليکنه(۱)

الحمد لله وکفی و الصلاة والسلام علی محمد المصطفی وعلی آله وأصحابه وسلم، وبعد:

الله جل جلاله د انسان لاروښوونې لپاره د انبياوو او رسولانو لړۍ پيل کړې ده څو د ژوند په هره برخه کې ورته لارښوونه وکړي، د دې لړۍ تر ټولو لومړۍ کړۍ ادم عليه السلام او ترټولو وروستۍ کړۍ يې محمد صلی الله عليه وسلم دی، انبياء او رسولان الله جل جلاله په عامه توګه په هغه وخت کې راليږي چې بشريت او انسانيت د ژوند لاره ورکه کړې وي او انساني ټولنه د جهالت په تيارو کې د مرګ په وروستۍ سلګۍ کې وي، يوه ايت کې الله جل جلاله وايي: لَقَدْ مَنَّ اللّٰهُ عَلَي الْمُؤْمِنِيْنَ اِذْ بَعَثَ فِيْھِمْ رَسُوْلًا مِّنْ اَنْفُسِھِمْ يَتْلُوْا عَلَيْھِمْ اٰيٰتِھٖ وَيُزَكِّيْھِمْ وَيُعَلِّمُھُمُ الْكِتٰبَ وَالْحِكْمَةَ  ۚ وَاِنْ كَانُوْا مِنْ قَبْلُ لَفِيْ ضَلٰلٍ مُّبِيْنٍ    ١٦٤ . ( ال عمران)

ژباړه: بېشکه الله پر مؤمنانو پېرزوينه وکړه چې پکې يې له هغوی څخه يو رسول واستاوه، پرې د هغه (الله) اياتونه لولي، پاکوي يې او کتاب او حکمت ورښيي، که څه هم له ترې مخکې هغوی په څرګنده لارورکۍ کې وو.

په دې ايت کې له رسول صلی الله عليه وسلم څخه مخکې حالت ته اشاره شوې ده او هغه دا چې ترې مخکې خلک په څرګنده لارروکۍ کې وو:

دغه لارورکۍ د ژوند په هره برخه کې وه، عبادت يې داسې و چې ابو رجاء العطاردي رضی الله عنه وايي: كنا نعبد الحجر، فإذا وجدنا حجرًا هو خير منه ألقيناه وأخذنا الآخر، فإذا لم نجد حجرًا جمعنا جُثْوَةً من تراب، ثم جئنا بالشاة فحلبناه عليه، ثم طفنا به.

ژباړه: موږ د ډبرو عبادت کاوه؛ نو کله چې به مو له هغې ښه ډبره وموندله لومړنۍ ډبره به مو وغورځوله او د دويمې عبادت مو کاوه او که ډبره به مو نه موندله نو خاوره به مو واخيسته او اوزه به مو راوسته او پرې و به لوشله بیا به مو عبادت او طواف يې پيل کړ.

(الجامع الصحيح للبخاري، ټوک ۲، مخ ۱۱۸۰، حديث شمېره: ۴۳۷۶، مکتبة الطاف، کراچي)

بې حيايي، بدکاري او زنا دومره عامه چې د رنډيو په کورونو به بيرغونه ځړېدل، حرام خوري، لارشکونه يې د ژوند برخه وه، هغه مال ورته ترټولو زيات خوښ و چې په زوره به يې له چا اخيستی و، قوم پرستي او عصبيت ترټولو وروستي بريد ته رسېدلي وو، د حرمت وړ مياشتو (ذو القعده، ذو الحجه، محرم او رجب) پرته يې د وېرې له امله سفر نشو کولای، لوڼې چا په خپل کور کې نشوې زغملی او ژوندۍ يې ښخولې، الله جل جلاله يې په اړه وايي: وَاِذَا بُشِّرَ اَحَدُهُمْ بِالْاُنْثٰى ظَلَّ وَجْهُهٗ مُسْوَدًّا وَّهُوَ كَظِيْمٌ    58؀ۚ يَتَوَارٰى مِنَ الْقَوْمِ مِنْ سُوْۗءِ مَا بُشِّرَ بِهٖ  ۭ اَيُمْسِكُهٗ عَلٰي هُوْنٍ اَمْ يَدُسُّهٗ فِي التُّرَابِ  ۭ اَلَا سَاۗءَ مَا يَحْكُمُوْنَ    59 (النحل)

ژباړه: او کله چې له هغوی يوه تن ته د لور زېری ورکړل شي، مخ يې تک تور اوړي او هغه غوسه څکي، د هغه بد زېري له امله له خلکو پټېږي چې ورکړل شوی دی، يا به هغه په شرم پالي يا به يې خاوره کې ننباسي، خبر اوسئ! ډېر بد دي هغه څه چې هغوی يې پرېکړه کوي.

 په داسې حال کې الله جل جلاله په ټول انسانيت او بشريت د رسول ستره پېرزوينه او لورونه وکړه، وايي: وَمَآ اَرْسَلْنٰكَ اِلَّا رَحْمَةً لِّلْعٰلَمِيْنَ   ١٠٧ (الأنبياء)

ژباړه: او ته مو ټولو کائناتو ته يوازې د لورونې په توګه استولی يې.

لورونه بېلابېلې مرتبې لري، دا هم لورونه ده چې داسې تن ته لار ور وښيې چې لار يې ورکه کړې وي، دا هم لورونه ده چې يو تن ته خوراک، څښاک او کالي ورکړې، دا هم لورونه ده چې چا سره په کار کې مرسته وکړې.

د لورونې بله مرتبه دا ده يو تن چې يوازې يو زوی لري، دا زوی يې ناروغه شي او د مرګ په سلګيو کې دی، داسې مهال يو تن د طبيب په توګه راشي او په خوله کې يې دوه څاڅکي درمل اچوي او هغه پرې روغ رمټ شي.

يا يو تن په سمندر کې ډوب دی، تر خولې له اوبو ډک شوی دی او نژدې دی چې مړ شي، ناڅاپه يو تن راځي او د سمندر له څپو يې ژغوري.

يا يو تن ځنګل کې په داسې حالت کې دی چې زمريان پرې چاپېر شوي دي او نژدې ده چې څېرې يې کړي او و يې خوري، ناببره يو تن يې مرستې ته راځي او له دې کړاو څخه يې ژغوري.

ايا په دغه صورتونو کې به هغه ژغورل شوی تن د ژغورونکي ښېګڼه هېره کړي؟؟؟؟

هيڅکله نه! بلکې په ټول عمر کې به ترې خوشاله او منندوی به يې وي او له هغه سره په مرسته کې به ترټولو مخکښ وي، دغه راز خپلوان يې او هغه ټول خلک چې ورسره خواخوږي لري، د ژغورونکي ښېګڼه هېره نه کړي.

خو دا د لورونې ستره درجه نه ده، ځکه چې دغه کړاو يوازې موقت او له دنيا سره تړلی دی او کړاو چې څومره سخت وي او موده يې کمه وي، هغه د زغم وړ او اسانه وي.

خو هغه کړاو چې په دنيا او اخرت دواړو کې وي، موقت نه، بلکې تلپاتې وي، د مخلوق د لاس سزا نه، بلکې د خالق سزا وي، نو که له داسې کړاوونو چې مو څوک وژغوري، هغه مو تر ټولو لوی خير غوښتونکی او راته تر ټولو ستره لورونه ده او د داسې ژغورونکي ښېګڼه انساني عقل څخه هيڅکله نه وځي، که په رښتيا جسد عقل ولري.

رسول الله صلی الله عليه وسلم هغه وخت بشريت او انسانيت وژغوره چې هغه د مرګ په سلګيو کې و او د دنيا او اخرت له کړاوونو يې خوندي کړ.

د داسې ښېګڼه کوونکي بايد شکر وايستل شي او ترې مننه وشي چې دا د عقل او نقل غوښتنه ده: حديث کې راځي: لا يُؤْمِنُ أَحَدُكُمْ حَتّى أَكُونَ أَحَبَّ إِلَيْهِ مِنْ والِدِهِ وَوَلَدِهِ وَالنَّاسِ أَجْمَعينَ.

(بخاري، ټوک ۱، مخ ۱۰، حدیث شمېره: ۱۵، عن انس رضی الله عنه، مکتبة الطاف، کراچي)

ژباړه: تر هغه له تاسې يو تن نشي مؤمن کېدای چې زه ورته له پلار او مور، اولاد او ټولو خلکو زيات خوښ نه شم.

يعنې که له رسول الله صلی الله عليه وسلم سره په مينه کې پلار، مور، زوی، لور، ښځه، خپلوان، ملګري او يا کوم بل تن خنډ ګرځي؛ نو د ايمان غوښتنه دا ده چې هغه له منځه يوړل شي، همدا خبره موږ د صحابه وو په سيرت کې په ډاګه وينو چې د محمد صلی الله عليه وسلم په مينه کې صحابه وو خپل وروڼو، پلرونو، خپلوانو، دوستانو او قوميانو سره جنګېدلي دي او له منځه يې وړي دي.

بل لور ته که څوک د رسول الله صلی الله عليه وسلم ناشکري وکړي داسې چې ګستاخي يې وکړي يا ورته بد او رد، سپکې سپورې، ښکنځل وکړي؛ نو د سختې سزا وړ دی، دا سزا راته الله جل جلاله په ايت کې داسې بيانوي: اِنَّ الَّذِيْنَ يُؤْذُوْنَ اللّٰهَ وَرَسُوْلَهٗ لَعَنَهُمُ اللّٰهُ فِي الدُّنْيَا وَالْاٰخِرَةِ وَاَعَدَّ لَهُمْ عَذَابًا مُّهِيْنًا  57 (الأحزاب)

 ژباړه: بېشکه هغه کسان چې الله او د هغه رسول ته ازار ورکوي، الله په دنيا او اخرت کې ورباندې لعنت ويلی دی او هغوی لره يې سپکوونکې سزا چمتو کړې ده.

د دې ايت په تفسير کې قاضي ثناء الله پاني پتي ليکي: د رسول الله صلی الله عليه وسلم پر شخصيت، دين، نسب يا يې په کوم صفت نيوکه کول، يا په ډاګه، کناية، اشارة يا د تعريض په توګه اعتراض کول يا پکې کوم عيب لټول، کفر دي، او پر داسې تن په دنيا او اخرت کې لعنت دی او الله ورته شرموونکې سزا چمتو کړې ده.

تفسيرمظهري، ټوک ۹، مخ ۲۹۰، مکتبة: در الاشاعت، کراچي او معارف القران، ټوک ۷، مخ ۲۲۹، مکتبة: معارف القران، کراچي)

ابن الهمام رحمه الله وايي: څوک چې له رسول الله صلی الله عليه وسلم سره په زړه کې نفرت ولري، مرتد دی او محمد صلی الله عليه وسلم ته بد او رد، سپکې سپورې ويل خو ترې ستر ارتداد دی، د داسې تن سزا وژل دي، دا سزا به هرومرو ورکول کېږي، که څه هم په خپل کار پښېمانه شي او توبه وباسي، يا له خپل جرم نټه وکړي، وړاندې د علماوو په حواله ليکي: الله مه کړه که د نشې په حال کې دا جرم ترسره کړي هم به وژل کېږي، بيا د امام خطابي وينا يادوي چې هغه وايي: د داسې ګستاخ په وژنه کې هيچا اختلاف نه دی کړی.

(فتح القدير، ټوک ۶، مخ ۹۱، مکتبة: دار الکتب العلمیة)

دغه راز الله جل جلاله په خپله له هغه چا غچ اخيستی دی چې د هغه د رسول ګستاخي يې کړې ده:

۱: کله چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم زوی ابراهيم وفات شو؛ نو مشرکانو رسول الله صلی الله عليه وسلم ته د “ابتر” (بې نسله)  پېغور ورکړ، الله جل جلاله دا و نشو زغمی او الکوثر سورت کې يې تر قيامته خلکواعلان وکړ: اِنَّ شَانِئَكَ هُوَ الْاَبْتَرُ، ستا دښمنان بې نسله دي، په رښتيا اوس مهال د رسول الله صلی الله عليه وسلم د دښمنانو يادونه څوک نه کوي، نسل يې ترې بې زاره دی او که څوک يې يادوي، يوازې په بد نوم يې يادوي، خو الله جل جلاله د رسول الله صلی الله عليه وسلم نسل له فاطمې رضی الله عنها څخه روان کړ او د پيروانو نسل يې داسې زيات کړ چې تر قيامته به شتون لري. (معارف القران، ټوک ۸، مخ ۸۲۸، مکتبة: معارف القران، کراچي)

۲: کله چې وَاَنْذِرْ عَشِيْرَتَكَ الْاَقْرَبِيْنَ     ٢١٤ۙ  ايت نازل شو، رسول الله صلی الله علیه وسلم د خپلې کورنۍ غړي را وبلل او صفا غونډۍ ته وخوت، هغوی يې اسلام ته را وبلل خو په پای کې ابو لهب ورته وويل: تبًّا لك سائر اليوم، ألهذا جمعتنا؟ ټوله ورځ دې درلره تباهي وي، د همدې لپاره دې را غونډ کړي وو؟

په غچ کې يې الله جل جلاله بشپړ سورت نازل کړ او د بدر له پېښې اوه ورځې وروسته ابولهب داسې تباه شو چې کورنۍيې ترې ګوښه شوه او درې ورځو پورې يې جسد همداسې پروت و، د بوی له امله چا نشو پورته کولای او بيا د مزدورانو پر مټ يوه کنده کې واچول شو. (الرحيق المختوم، مخ ۹۹، مکتبة: دار ابن حزم)

۳: دغه راز ام جمیله اروی چې د ابولهب مېرمن وه، د نبي کریم صلی الله علیه وسلم په لار کې به یې اغزي اچول او تکلیف به يې ورته رساوه، الله جل جلاله په هغې رسۍ زندۍ کړه چې په مرسته به يې اغزي راوړل. (معارف القران، ټوک ۸، مخ ۸۴۱، مکتبة: معارف القران، کراچي)

۴:  عتيبة بن أبي لهب يوه ورځ رسول الله صلی الله عليه وسلم ته سپکې سپورې وويل، رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته داسې ښېرې وکړې: اللهم سلط عليه كلبًا من كلابك! له دې وروسته عتيبة د قریشو له يوې قافلې سره شام ته ووت، کله چې يې زرقاء نومي سيمې ته ورسېد، د شپې لخوا يې یو زمری وليد، ويې ويل: په الله لوړه! دا ما خوري څرنګه چې راته محمد صلی الله علیه وسلم ښېرې کړي دي، و يې وژلم په داسې حال کې چې زه په شام کې او محمد په مکه کې دی، له دې وروسته يې د قافلې توکي له ځانه چاپېر کړل او قافله والو ته يې وويل چې پیره يې وکړي.

له دې سره سره زمری راغی او له ټولو ور واوښت او د هغه سر يې وخوړ.

الرحيق المختوم، مخ ۱۲۰، مکتبة: دار ابن حزم

نور بيا

ليکنه: مفتي عبدالحق حقاني