عزت يوازې په اسلام کې دی
طارق بن شهاب رحمه الله وايي: موږ حضرت ابوعبيده بن جراح رضي الله عنه سره په شام کې و چې خبر شوو حضرت عمر رضي الله عنه را روان دی؛ نو ورته را ووتو چې ومو کتل نوموړی په اوښه سپور و او يوې ويالې ته چې را ورسېد ښکته شو پڼې يې له پښو ووېستلې او شاته يې واچولې، بيايې د خپلې اوښې مهار ونيو او په ويالې را ګډ شو؛ نو ابوعبيده رضي الله عنه ورته وويل: اې اميرالمؤمنين! داڅه کوې؟! زه نه غواړم چې ددې ښار خلک تا په داسې حالت کې وويني چې لوڅې پښې پڼې په شا او دخپلې سپرلۍ مهار دې نيولی په ويالې را پورېوځې، حضرت عمر رضي الله عنه ورته وويل: ښه؟! بيا يې ورته وويل: که دا خبره بل چا راته کړې وه نو ما به داسې جزا ورکړې وه چې دمحمد صلی الله عليه وسلم ټول امت ته به عبرت و، بيايې وويل: خدای پآک موږ ته د اسلام له امله عزت راکړی اوکه موږ له اسلام پرته په بل څه کې عزت ولټوو؛ نو خدای پاک به مو ذليل کړي.([1])
نوموړی په يو بل روايت کې وايي: حضرت عمر رضي الله عنه چې کله شام ته راغی ټول لښکر يې هركلي ته ور ووت چې ويې ليد نوموړي لنګ وهلی، پڼې په پښو او لونګۍ پر سر وه او دخپلې سپرلۍ مهار يې نيولی و په اوبو راپورېووت؛ نو يوتن ورته وويل: اې اميرالمؤمنين! دشام ټول قومندانان او عام خلک دې ليدنې ته راوتلي دي او ته په داسې (ساده) حال کې را روان يې!؟ حضرت عمر رضي الله عنه ورته وويل: موږ ته خدای پاک د اسلام له امله عزت راکړی؛ ځکه په بل څه کې عزت نه لټوو.([2])
په بل روايت کې وايي چې ابوعبيده بن جراح رضي الله عنه ورته وويل: اې اميرالمؤمنين! ددې ځای خلک داسې کار ته په ښه سترګه نه ګوري، تا پڼې وېستلي او داوښې مهار دې نيولی په اوبو کې را روان يې!! په دې خبره حضرت عمر رضي الله عنه نوموړی په سينه وواهه او ورته ويې ويل: که دا خبره بل چا کړې وه نو تا به کتل چې ما څنګه جزا ورکوله! بيايې ورته وويل: تاسو يو وخت دنړۍ لږکي او ترټولو کمزوري خلک وئ خدای پاک د اسلام له امله عزت درکړ؛ نو اوس که تاسو له اسلام نه پرته په بل څه کې خپل عزت لټوئ الله به مو ذليل کړي.([3])
قيس رحمه الله وايي: حضرت عمر رضي الله عنه چې شام ته راغی ټول خلک يې هرکلي ته را ووتل، هغه په اوښ سپور و؛ نو يوچا ورته وويل: اې اميرالمؤمنين! دلته ډېر خلک تاسره ويني؛ نو د اوښ پر ځای که په يو ترکي اس سپور شوی وای ښه به و، حضرت عمر رضي الله عنه اسمان ته اشاره وکړه او ويې ويل: عزت دلته نه، هلته دی، د اوښ مخه پريږدئ!!([4])
ابوالغاليه شامي رحمه الله وايي: حضرت عمر رضي الله عنه دبيت المقدس په لاره “جابيه” ته را روان و، په خړ اوښ سپور و او دسر هغه برخه يې لمر ته پړکېدله چې وېښته ورڅخه توی شوي وو، نه يې خولۍ پر سر وه او نه لونګۍ، د رکاب نه لرلو له امله يې دواړه پښې د ځين يوې او بلې خواته ښورولې او د “انبجان” ښار جوړ يو برګ وړوکی څادر يې پر اوښ اچولی و هغه چې دناستې پر وخت به يې پر ځمکه هم اوارولو، په يوه کڅوړه کې يې دخورما پاڼې اچولې وې او چې ښکته به شو هغه به يې تکيه وه، کرباسي برګ کميس يې چې يوه څنډه يې شکېدلې وه، اغوستی و او چې سيمې ته ورسېد پوښتنه يې وکړه چې ددې ځای مشر چيرې دی؟ هغه چې راغی حضرت عمر رضي الله عنه ورته وويل: زما کميس شليدلی او خيرن شوی دی؛ نو دا راته ووينځئ او يو بل کميس ياڅادر د امانت په ډول له يو چانه راته را واخلئ، هغوی ورته د کتان کميس راوړ حضرت عمر رضي الله عنه پوښتنه وکړه چې دا څنګه ټوکر دی؟ هغوی ورته وويل: دا کتان دی، وېل: کتان څه ته وايي؟ هغوی ور وپېژانده؛ نو خپل کميس يې ويوست او هغه يې واغوست، له وينځلو او ګنډلو وروسته چې يې کميس ورته راوړل شو، هغه مشر (پادري) ورته وويل: ته دټولو عربو مشر يې او داسې جامې اغوندې چې ددې ځای خلک ورته په ښه سترګه نه ګوري، ته بايد دلوړې بيې جامې واغوندې او په ترکي اس سپور يې ترڅو د روميانو په وړاندې دروند ښکاره شې، حضرت عمر رضي الله عنه ورته وويل: موږ ته خدای پاک د اسلام په سر عزت راکړی؛ نو ځکه له اسلام پرته په بل څه کې عزت نه لټوو، راوي وايي: لږ وروسته ورته يو ترکی آس راوستل شو چې نه پرې ځين او نه کجاوه تړل شوې وه او يوازې يو غټ څادر پرې هوار و، حضرت عمر رضي الله عنه چې ور وخوت او روان شو سمدلاسه يې خلکو ته وويل: ويې دروئ! ويې دروئ! دا خو لکه پر شيطان مو چې سپور کړی يم، له اس نه را کوز شو او بېرته خپل اوښ ته وخوت. ([5])
ژباړه او راټولونه: مولوي عبدالحق حماد
[1] : اخرجه الحاكم [1/61] قال الحاكم: هذا حديث صحيح على شرط الشيخين ولم يخرجاه، ووافقه الذهبي، فقال: على شرطهما.
[2] : عنده ايضا[1/62]
[3] : عندالحاكم ايضا[2/82] واخرجه ابونعيم في الحلية [1/47] عن طارق نحوه وابن المبارك وهناد والبيهقي في شعب الايمان عنه نحوه كمافي منتخب الكنز[4/400].
[4] : عند ابي نعيم ايضافي الحلية [1/471].
[5] : آخرجه ابن ابي الدنيا كذافي البداية[7/60].