د رسول الله صلی الله عليه وسلم توهين کوونکو ته د صحابه وو مرګونې جزا
کعب بن علقمه رحمه الله وايي: غرفه بن حارث کندي رضي الله عنه د رسول الله صلی الله عليه وسلم صحابي و، يو ورځ يې په وړاندې يو نصراني د رسول الله صلی الله عليه وسلم په اړه ناسم توري وکارول؛ نو غرفه رضي الله عنه سمدستي ورپاڅيد دومره يې وډبوه چې پوزه يې پرې ماته کړه، دا دوسيه عمرو بن العاص رضي الله عنه ته وړاندې شوه، هغه غرفه رضي الله عنه وغوښت او ورته ويې ويل: مونږ خودوى ته د امن ورکولو ژمنه کړې ده!! غرفه رضي الله عنه ورته وويل: له خدايه پناه! داڅنګه کيداى شي چې دوى دې د رسول الله صلی الله عليه وسلم په شان کې ګستاخي کوي او مونږ به ورته هيڅ نه وايو؟ مونږ خو له دوى سره يوازې ددې ژمنه کړې ده چې ددوى عبادتخانوته به څه نه وايو، دوى چې په خپلو عبادتخانوکې څه کوي کولاى يې شي، پردوى به ددوى له وس څخه زيات بوج نه راولو، که دښمن پرې حمله وکړي مونږ به يې دفاع کوو، ددوى په ديني چارو کې به لاسوهنه نه کوو،که دوى زمونږ ددين د لارښوونو له مخې پرېکړه غواړي مونږ به يې د خداى او رسول دلارښوونو له مخې پرېکړه ورکوو او که دوى غواړي په خپلو پرېکړو کې له مونږ نه بيخي جلاوي؛ نو مونږ به ورته هيڅ نه وايو. عمرو بن العاص رضي الله عنه ورته وويل : ته رښتياوايي! ([1]).
کعب بن علقمه رحمه الله وايي: غرفه بن حارث رضي الله عنه يومصري عيسايي ته د اسلام بلنه ورکړه، هغه د رسول الله صلی الله عليه وسلم په شان کې سپکې خبرې وکړې؛ نو غرفه رضي الله عنه را ونيو او مړ يې کړ، دا دوسيه عمرو ابن العاص رضي الله عنه ته ورغله، هغه غرفه رضي الله عنه ته وويل: داخلک خو زمونږ له لورې د ژمنې له امله په امن کې وو! غرفه رضي الله عنه ورته وويل : مونږ له دوى سره په دې خبره د امن ژمنه نه ده کړې چې دوى دې د الله او رسول صلی الله عليه وسلم په هکله مونږ ځوروي ([2]).
د رسول الله صلی الله عليه وسلم مينه له خپلې مينې وړاندې ګڼل
ابن عمر رضي الله عنه وايي : د مکې د فتح په ورځ ابوبکرصديق رضي الله عنه خپل پلار ابوقحافه -چې په دواړو سترګو ړوند اوډېر بوډا شوی و- له لاسه نيولى و رسول الله صلی الله عليه وسلم ته يې راوست چې ايمان راوړي، رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وويل: داخو بوډا سړى دى زه به پخپله دده کورته ورغلى وم، ابوبکرصديق رضي الله عنه وويل: يارسول الله ! ماويل چې خداى پاک ده ته ثواب ورکړي او زه چې د خپل پلار په اسلام راوړلو څومره خوشحاليږم له دېنه زيات به په دې خوشحاله وم که ابو طالب ايمان راوړى واى؛ ځکه چې په هغه به ستا سترګې يخې شوي وې اوستادسترګويخيدل زمادژوند ارمان دى، رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وويل: ته رښتيا وايې ([3]).
حضرت انس رضي الله عنه وايي: ابوقحافه رضي الله عنه چې رسول الله صلی الله عليه وسلم ته د بيعت لپاره لاسونه وړاندې کړل ابوبکرصديق رضي الله عنه په ژړا شو، رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وويل: ولې ژاړې؟ هغه وويل: يارسول الله! که نن زما دپلار پر ځاى ستاسو کاکا دلته په اسلام بيعت کولاى او ستاسو سترګې پرې خداى پاک يخي کړي واى زه به ډېرخوشحاله وم ([4]).
ابن عمر رضي الله عنه وايي: د بدر په غزا کې چې مسلمانانو کوم بنديان نيولي وو په هغو کې درسول الله صلی الله عليه وسلم کاکا عباس هم و، هغه د انصارو له يو ډلې سره بندي و او هغوى ويلي و چې مونږ به عباس وژنو، رسول الله صلی الله عليه وسلم چې خبر شو ډېر بې تابه شو؛ نو سهار يې حضرت عمر رضي الله عنه ته وويل: بيګا شپه مې ډيره ناارامه تيره کړه ځکه چې انصارو ويلي دي چې دوى به عباس وژني، حضرت عمر رضي الله عنه وويل: زه انصارو ته ورنشم؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وويل: سمه ده! ته ورشه! حضرت عمر رضي الله عنه ورغى او انصارو ته يې وويل: عباس پريږدئ، هغوى ورته وويل: قسم دى که يې پرېږدو! حضرت عمر رضي الله عنه ورته وويل: که دده په خوشي کيدو الله او د هغه رسول صلی الله عليه وسلم خوشحاليږي نو بيا؟ هغوى ورته وويل: چې داسې ده نو بيا يې بوزه ! حضرت عمر رضي الله عنه عباس له ځان سره را روان کړ او په لاره يې ورته وويل: اى عباسه! اسلام راوړه! په الله قسم ! ستاپه مسلمانيدو زه د خپل پلار (خطاب) له مسلمان کيدو ډېر خوشحاليږم؛ ځکه چې ستا په مسلمانيدو رسول الله صلی الله عليه وسلم ډېر خوشحاليږي ([5]).
ابن عباس رضي الله عنه وايي : حضرت عمر رضي الله عنه زما پلار ته وويل: اسلام راوړه ! ستا په اسلام راوړلو زه د خپل پلار له اسلام نه هم ډېر خوشحاليږم اودايوازې له دې امله چې رسول الله صلی الله عليه وسلم غواړي ته په اسلام کې وړاندي والى تر لاسه کړې ([6]).
شعبي رحمه الله وايي: د حضرت عمر رضي الله عنه په خلافت کې حضرت عباس رضي الله عنه حضرت عمر رضي الله عنه ته د يوکار په اړه ډېر ټينګار کاوه او ورته ويې ويل: اى امير المؤمنين ! دا راته و وايه چې که نن د موسىا کاکا مسلمان واى او تاته راغلى واى نو تابه ورسره څه کړي و؟ حضرت عمر رضي الله عنه ورته وويل: مابه يې ډېر درناوى کړى و، عباس رضي الله عنه ورته وويل: زه درسول الله صلی الله عليه وسلم کاکايم، حضرت عمر رضي الله عنه ورته وويل: اى ابوالفضل! په الله قسم! ستا پلار پرما له خپل پلارنه ډېر ګران دى، عباس رضي الله عنه ورته وويل: رښتيا؟ حضرت عمر رضي الله عنه ورته وويل: هو! اوداځکه چې رسول الله صلی الله عليه وسلم ته زما له پلار نه ستا پلار ډېر ګران و او زه د رسول الله صلی الله عليه وسلم مينې ته پر خپله مينه لومړيتوب ورکوم ([7]).
ابوسعيدخدري رضي الله عنه وايي: رسول الله صلی الله عليه وسلم چې مدينې منورې ته راکډه شو؛ نو په لومړي سر کې زمونږ عادت دا و چې د کوم صحابي به ځنکدن و؛ نو سمدستي به مو رسول الله صلی الله عليه وسلم ته خبر ورکړ، هغه صلی الله عليه وسلم به راغى او ترڅو به چې هغه صحابي سا ورکوله رسول الله صلی الله عليه وسلم به ورسره ناست و او دعاګانې به يې ورته کولې، بيابه چې هغه وفات شو نو رسول الله صلی الله عليه وسلم به يا بيرته خپل کورته ستون شو او يا به تر کفن او دفن پوري ايسار و، په همدې ډول به د رسول الله صلی الله عليه وسلم ډېر وخت ضايع کيده؛ نو صحابه وو مشوره وکړه چې که مونږ د يو چا له مړينې وروسته رسول الله صلی الله عليه وسلم يوازې د جنازې لپاره خبروو دابه ډېره ښه وي ځکه چې رسول الله صلی الله عليه وسلم ته تکليف وي، له دې وروسته به مو همداسې کول؛ خوبيامومشوره وکړه چې داهم رسول الله صلی الله عليه وسلم ته تکليف دى؛ نوپرېکړه مو وکړه چې له دې وروسته څوک وفات کيږ ي؛ نو جنازه به يې د رسول الله صلی الله عليه وسلم دکور څنګ ته راوړو او بيا به رسول الله صلی الله عليه وسلم خبروو په داسې سره به هغه صلی الله عليه وسلم ته ډېره اسانتياوي([8])
محمدبن عمر رضي الله عنه وايي : بيابه هغه ځای ته د جنازې ځاى ويل کيدل او تر ننه همدا لړۍ روانه ده خلک همدلته جنازه راوړي او لمونځ پرې کوي ([9]).
اسلم رحمه الله وايي : حضرت عمر رضي الله عنه د رسول الله صلی الله عليه وسلم د لور فاطمې رضي الله عنها کورته ورغى ورته ويې ويل: اى فاطمې! په الله قسم! ماداسې څوک ونه ليدل چې رسول الله صلی الله عليه وسلم ورسره ستانه ډېره مينه ولري؛ نو ځکه زماهم تا سره ډېره مينه ده ([10]).
[1] (اخرجه ابن المبارك كذا في الاستيعاب ٣ / ١٩٣ و البخارى في تاريخه كما في الاصابه ٣ / ١٩٥).
[2] (عند ابن عساكر).
[3] (عند الطبرانى و البزاز).
[4] (اخرجه عمر ابن شيبه و ابو يعلى كذا في الاصابه ٤ /١١٦).
[5] (اخرجه ابن مردويه والحاكم كذا في البدايه ٣ / ٢٩٨).
[6] (ابن عساكر كذا في الكنز ٧/٢٩).
[7] (عند ابى سعد ٤ /٢٠).
[8] (عند سعد ٤ / ١٤).
[9] (ابن سعد ١ / ٢٥٧).
[10] (الحاكم كذا في الكنز ٧ /١١١).