د هېواد په مطبوعاتو کې د عالمانو ونډه/ اوومه برخه
ليکنه: مفتي حبيب الله قاسمي
د ديني علمومو مدرس او څېړونکی
دسراج الاخبار دوهمه دوره :
د((سراج الاخبار))دوهمه دوره د زيارکښو دردمنو پوهانو اوپه ځانګړي ډول دديني عالمانو دهڅواوهلوځلو له برکته له شپږکلن ځنډ وروسته بيا پيل شوه او د۱۲۸۹ل په مرغومي کې چې د ۱۹۱۱م کال دجنوري مياشت وه ددوهمې دورې لومړنۍ ګڼه يې په کابل کې چاپ شوه .
عالمانود((سراج الاخبار)) دبېرته فعاليدا له پاره ځکه زيار يوست چې هغوی دمطبوعاتوله ارزښت اواغېزڅخه خبر و، لکه چې اوس داسلام دښمنان دمسلمانانوپرخلاف دهمدې مطبوعاتو اورسنيو له لارې دعامه ذهنيت خرابولو له پاره څومره کار کوي ! هغه دومره زيات اغېزمن او موثر دی چې زه يې تعبير نه شم کولای ، ځکه خو بايد دمطبوعاتو او رسنيو اغېزاوارزښت له پامه ونه غورځوو .
همدې رسنيو زموږ نوی نسل په ډيره ناوړه لاره روان کړی دی، استاد حبيبي له نن نه پنځوس کاله دمخه دمطبوعاتو اوجرايدو په ارزښت او اغېز ډيره ارزښناکه ليکنه په ((طلوع افغان)) جريده کې خپره کړې چې دلته يې يوڅه اقتباسونه دموضوع ارزښت ته په پام سره را اخلو او بيا بېرته خپلې موضوع ته ورګرځو.
استاد حبيبي مرحوم ليکي : (( عزيز هموطنان پوهيږي چې جرايد په اوسنۍ دنيا کې څومره اهميت لري ؟ اوڅومره دروند انډۍ دمسؤليت په جامعه کې پراوږو دليکونکو پروت دی ؟ که وويل شي چې يومهم اولوی عامل داجتماعي اوسياسي اواصلاحي نهضتونو اوانقلابونو داوسني دنيا جرايد دي له حقيقه به لېرې نه وي . ….. داښکاره ده چې مهمه وسيله اوصحيحه ذريعه دپاره دداسې اصلاحي تبليغاتو جرايد اومطبوعات دهغه مملکت دي اوبس …. هغومره ولوله اوها هوی چې جرايد او مطبوعات يې په اطراف کې ديوې چارې اچوي په بله ذريعه نه ميسريږی …. خلاصه يوه لويه وسيله دوېښتوب اونهضت اوپوهنې د ملتو همدغه مطبوعات اوجرايد دي. ))[1]
[1] دغه مضمون استاد حبيبي د طلوع افغان دکالنۍ ۱۳۲۱ل په ګڼه کې خپورشوی و او ښاغلي زرين انځوردخپل کتاب د((ژورناليزم مخکښان)) ۲۷۷مخ کې خوندي کړی