وروستي:

راپور:۲۰۱۴ کال سوريه کې تر۷۶ زره ډېر وګړي وژل شوي

د قطر «الشرق» ورځپاڼې په راپور کې راغلي چې ۲۰۱۴ کال د سوريې لپاره تر ټولو خونړی کال و، چې په ترڅ کې يې تر ۷۶ زره تنو ډېر انسانان وژل شوي دي.

د دې ورځپاڼې مدير جابر الجرمي په خپل ټويټر کې ليکلي چې د ۲۰۱۱ کال له پاڅون وروسته په سوريه کې تر ۲۰۰ زرو ډېر کسان وژل شوي دي چې ډېری يې ولسي وګړي دي.

په راپور کې راغلي چې ۲۰۱۱ کال کې د مړو شمېر پنځه زره تنه و، په ۲۰۱۲ کې دا شمېره پنځوس زرو ته وختله، په ۲۰۱۳ کې ۷۳ زره تنه ووژل شول او ۲۰۱۴ کال د مړو شمېر تر دې هم لوړ شو او ۷۶ زره تنو ته وخوت.

راپور کاږي چې د دې شمېرې زياتره قربانيان ولسي وګړي دي چې د بشارالاسد د ړندو بمباريو او چپاوونو په نتيجه کې وژل شوي دي.

ورځپاڼه ليکي: د هغو زرګونو سوريايانو برخليک لا هم نه دی معلوم چې د بشارالاسد په زندانونو کې تر سختو شکنجو لاندې دي، ويل کېږي چې زياتره بنديان د شکنجو په ترڅ کې وژل شوي دي؛ خو کره شمېر يې نه دی معلوم.

د سوريې د کړکېچ پيل

۲۰۱۱ کال د مارچ مياشتې په اتلسمه نېټه د سوريې په يو شمېر ښارونو کې حکومت ضد مظاهرې پيل شوې، مظاهره کوونکو د بشارالاسد د استعفاء غوښتنه کوله او تور يې لګاوه چې نوموړی له سنيانو سره چې د سوريې د وګړو اکثريت (۹۱ سلنه) دي ناوړه چلند کوي، د هغوی حقونه يې تر پښو لاندې کړي او هڅه کوي چې په سوريه کې شعيه ګانو ته وده ورکړي او سنيان له منځه يوسي.

دا مظاهرې په سوليز ډول روانې وې؛ خو  هغه وخت په شخړو بدلې شوې چې د بشارالاسد ځواکونو پرې د وسلو خولې را خلاصې کړې او لسګونه مظاهره کوونکي يې شهيدان کړل، د بشارالاسد د ځواکونو مسلح غبرګون د پارېدلو مظاهره چيانو مخه ونه نيوله او ورځ تر بلې يې شمېر په زياتېدو و، بشارالاسد د دې پر ځای چې له مظاهره کوونکو سره خبرې وکړي او ستونزه د خبرو له لارې حل کړي، د ايران په اشاره يې د هغوی پر وړاندې د سخت غبرګون اعلان وکړ، هغه ټولې سيمې يې کلابندي کړې چې مظاهرې پکې روانې وې، خوراکي توکي او درمل يې پرې بند کړل او يوازې ګرمې مرمۍ يې ورلېږلې، دې پېښو اووه مياشتې دوام وکړ او د سوريې په نورو سيمو کې هم د سنيانو پر ضد د حکومت چلند سخت شو،  بالاخره مظاهرې په مسلح پاڅون بدلې شوې، زرګونه سنيان د پوځ له ليکو را ووتل او د حکومت پر ضد يې  وسلې پورته کړې او د «جيش السوري الحر» په نوم يې لومړنۍ مقاومتي ډله اعلان کړه. په دې لړ کې يو شمېر هېوادونو د دواړو غاړو تر منځ د سولې هڅې وکړې؛ خو بشارالاسد له هر ډول تنزل څخه انکار وکړ او د ايران او روسيې په مرسته يې د سنيانو ټولوژنې ته ملا وتړله او آن د کيميايي وسلو په کارولو يې هم درېغ ونه کړ او تر اوسه يې له دوو لکو ډېر بې ګناه وګړي شهيدان کړي.

عبدالحق حماد