وروستي:

د امريکا الاسکا ايالت کې د لومړني مسجد ودانۍ بشپړه شوه

افغان بنسټ ويب پاڼه – عبدالحق حماد

[پنجشنبه د مرغومي ۱۱مه] هلته چې د ځمکو بيې ډېرې ګرانې دي هم مسلمانان له مسجدونو پرته ژوند نه کوی، د امريکا الاسکا ايالت مسلمانانو تر اوسه کوم رسمي مسجد نه درلود او په يوه عارضي ودانۍ کې به د لمانځه لپاره را جمع کېدل؛ خو هغوی له څه مودې راهيسې د يو داسې مسجد جوړولو په تکل کې وو چې د سلګونو مسلمانانو د لمانځه لپاره بسنه وکړي، د هغوی دا ارمان نژدې پوره کېدونکی دی او اوس د الاسکا ايالت لومړنی مسجد پرانستې ته شيبې شماري، پر دې مسجد څه باندې ۳ ميليونه امريکايي ډالر لګښت شوی چې ټولې د مسلمانانو بسپنه ده.

ټاکل شوې ده چې دا مسجد به د يو لړ مراسمو او دعا په ترڅ کې په لنډو شپو کې افتتاح کېږي.