کينيا کې ۴ ديني عالمان وژل شوي
شبکة الالوکة – حماد
د کينيا د مسلمانانو د ټولنې عمومي مشر ادان واشو خبر ورکړی چې د تېرې شنبې په ورځ د امبو ښار په منځ کې د يو مسلمان عالم مړی موندل شوی.
ښاغلي واشو وويل: زه له پوليسو او د مسلمانانو د ټولنې له رئيس سره په اړيکه کې يم، هغوی ماته خبر راکړ چې وژل شوی تن شيخ محمد علي خير نومېږي چې د هېواد د لوېديځ ګاريسا ايالت يو مشهور عالم و.
د نوموړي عالم د شهادت لامل نه دی څرګند شوی؛ خو ځينو مسلمانانو سيميز پوليس تورن کړي چې د ارواښاد خير په وژنه کې لاس لري، دوی تور لګولی چې شيخ محمد علي تېره پنجشنبه له امبو ښاره ۴۰۰ کيلو متره لېرې په ګاريسا ښار کې د پوليسو له خوا نيول شوی او له کوم تور او محکمې پرته په شهادت رسول شوی.
په کينيا کې يوولس ميليونه مسلمانان ژوند کوي او د تېرو کلونو په لړ کې يو شمېر مسلمانان په ځانګړې توګه علماء د نامعلومو کسانو له لورې وژل شوي دي.
۲۰۱۴ کال په کينيا کې څلور تنه ديني عالمان وژل شوي دي: امام مارنجي (په نومبر مياشت کې)، د کينيا د امامانو او مبلغينو مشر شيخ محمد ادريس (په جون کې)، شيخ ابوبکر شريف (په اپريل کې) دغه درې تنه د هېواد په دويم لوی ښار مومباسا کې شوي دي او شيخ محمد علي خير يې څلورم عالم دی چې په امبو ښار کې په شهادت رسېږي.