وروستي:

د زړه صله – ملا عبدالسلام ضعيف

زړه مي نه غواړي خنداخوخوله خنداکړي :: دا نادانه سوه چې عکس دژړاکړي

ماته وړاندي ټول رغونه ازغن ښکاري :: دغلیم قاصد له ورایه تماشا کړي

په ويرناست خلک به ژاړی زه به خاندم :: دا به څنګه د هدف لاره صفا کړي

د بنیان مرصوص مصداق به صادق نسي :: چې مؤمن له بل مؤمن لاره جدا کړي

صله نسي د رحمونو په کوروکې :: چې یو وږی بل دډک نسه شکوا کړي

دمؤمن د ورورګلوی څخه  بیرون درومي  :: چې غلیم ته ځان د قتل رهنماکړي

محبت د دنیالاره دشيطان ده :: ګواخراب سوه چې رهبردځان ګمرا کړي

دګبین په سريښوسټک سوه په داموکې :: جاهلان چې دخپل دین لاره خطاکړي

دالله په دښمني کي ګرفتارسول :: دښمني چې څوک د دین او د ملا کړی

عقل نه لري سرونه بي مغرودي :: چې ډاډه باوردکفر په وفاکړي

ټوله ګټه د دنیا د خسران لار ده :: چې ضمیرد بدو خوښه دهواکړي

صداقت دسادګۍ  په معنانه دی :: صفازړونه به دغمه ځان پناکړي

دفيشن موډونه غوره ليلی نه کړي :: دسباورځي سختۍ به ټول رسواکړي

د مؤمن صبر به سوړ د نمرود اور کړي :: توره شپه به حوصلې خپله صباکړي

 د ضعيف   د زړه ارمان که پوره نسي :: هرافغان دې رب په خپل فضل هوساکړي