د دیني مدرسو نصاب د وړتیا او نيمګړتيا په تله کې )دولسمه برخه)
حامد افغان/
یادونه: په معذرت سره دا لړۍ څه موده وځنډیله اوس یې بیا پیل کوو او د دې رسالې پاتې برخه به په څو برخو کې درته پوره کړو. ان شاء الله تعالي.
ـــــــــــــــ
صرف اونحو
علم صرف اونحو ډېر غوره او خورا مهم او ضروري علوم دي او د قرآن او حديثو د مقصد او مفاهيمو د ترلاسه کولو له پاره اساسي شرط ده علماء وايي چې: د علم نحو دا عظمت او شرف کافي ده چې دا د اجتهاد په اساسي شرطونو کې راځي او دامت ټول علماء په دې متفق دي چې د علم نحو زده کړه د اجتهاد له پاره شرط ده. که يو عالم ټول علوم ترلاسه کړي وي او په نحو نه پوهېږي هغه نشي کولاى داجتهاد دنده پرمخ بوځي.
د علومو او نويو انکشافاتو په لړ کې ځينې داسې علوم شته چې د هغو د رامنځته کولو وياړ له مسلمان امت سره خوندي ده او د لويديځ ډېرو پوهانو دا اعتراف کړى دى، لکه علم اسماء الرجال او اصول فقه اوداسې نور او علم نحو هم له هغو فنونو اوعلومو څخه ده چې د دې د ايجاد او ودې وياړ د مسلمانانو او عربو په برخه ده، يولويدځوال پوهه (ډى بور) په خپل کتاب (تاريخ الفلسفه فى الاسلام) کې وايي: علم نحو د عربي عقل يوښکلى اثر ده او عرب حق لري چې په نحو ووياړي.
زموږ په ديني مدارسو کې د نحو او صرف تدريسي کتابونه ډېر زاړه اوڅو سوه کاله د هغو تجديد يانويو ميتودونو ته چاتوجه نده کړې او متاسفانه چې د دې فنونو تدريسي طرز بيخي ناچله، بې ګټې اوبيخي دوخت ضياع ده بايد ووايم چې متاسفانه نن سبا دا فن او د هغه تدريسي طرز ډېره برخه د علمي او دماغي لذت د اشباع له پاره ويل کېږي اوله دې فن څخه چې کومه موخه او هدف ده هغه تقريباً ٨٥% په سلو کې شاته غورځول شوي دي . دلته په دې فن کې د عربي ژبي زده کړه او په هغې ګړېدل مطلب او مقصد ده خو زموږ تدريسي کړۍ دا ډېره اوږده موده په “انقېل اوقلنا” کی داسی مست تللى دى چې اصلي هدف ته د راستنېدلو نوم هم په خوله نه اخلي او نه په دې اړه دکوم نوښت او ابتکار د رامنځ ته کوونکو خبرې ته غوږ نيسي.