د لقمان حکیم نصیحتونه خپل بچي ته
تلوسه
1- اې بچیه! هېڅوک او یا هېڅ شی له الله سره مه شریکوه.
2- له مور او پلار سره نېک چلند کوه.
3- پوه شه چې هېڅ شی له الله ج نه پټ نه دی.
4- لمونځ هغه قسم چې ښائي ادا کړه.
5- د نورو نصیحتونه او مشورې مه هېروه.
6- له بدکارو نه هېڅ وخت د نېکۍ او ځوانۍ طمعه مه کوه.
7- له نورو سره په کبر او غرور رفتار مه کوه.
8- په لاره تللو کې درمیانه اوسېږه.
9- په نورو باندې مه په غصه کېږه او ورسره په نرمۍ خبرې کوه.
10- په هغه څه چې نورو ته یې نصیحت کوې خپله پرې زر عمل کوه.
11- لږ خبرې کوه.
12- خپل رازونه دې فقط له ځانه سره وساته.
13- هغه دوست ته دوست ووایه چې په سختۍ کې در په کار شوی وي.
14- له بدانو او جاهلو سره بنډار مه کوه.
15- له عالمانو او هوښیارو خلکو سره تعلقات وساته.
16- په کاروبار او نېک کار کې جدي اوسه.
17- د ځلمیتوب ورځې دې غنیمت وشمېره.
18- د دوستانو احترام کوه.
19- د مور او پلار وجود غنمیت وشمېره.
20- ښوونکی د مور او پلار په څېر وگڼه.
21- په ټولو کارونو کې میانه حاله واوسه.
22- اولاد ته دې اسلام او دینداري ور وښایه.
23- په لږ ویلو، لږ خوړلو او لږ ویده کېدلو ځان عادت کړه.
24- د نورو کومک او یاري ته مه منتظرېږه.
25- هېڅ کار مخکې له مکمل پلان لرلو نه مه کوه.
26- د نن کار سبا ته مه پرېږده.
27- له مشرانو سره اوږدې خبرې مه کوه.
28- محتاجان له خپل مال او دارایي نه مه محروموه.
29- تېره شوې دعوه او دشمني مه تازه کوه.
30- د نورو نېک کار په خپل ځانه مه تپه.
31- له خپلوانو سره خپلوي مه پرې کوه.
32- د ولاړو خلکو په حضور کې مه کېنه.
33- هېڅوک د چا په مخکې مه رسوا کوه.
34- ویل شوې خبره بار بار مه تکراروه.
35- د زنانه یي خوي او لباس نه ډډه وکړه.
36- په بدکارۍ کې له چاسره لاس مه یو کوه.
37- په هېڅ کار کې عجله مه کوه.
38- د خبرو په وخت کې د نورو خبرې مه پرې کوه.
39- د خلکو په اصلاح کې یوه زره سستي هم مه کوه.
40- ادب او عاجزي هېڅکله هم مه هېروه.
41- له الله ج سره صادق او له خلکو سره په انصاف چلېږه.
42- د مشرانو احترام او په کشرانو نرمي کوه.
43- د نورو مال او مقام ته طمعه مه کوه.
44- عمر او روزي په حساب او کتاب ده، نو له هېچا نه مه ډارېږه او مه ترې طمع کوه.
45- عمر د عبادت او بنده گۍ لپاره غنیمت وشماره.
46- هغه څه چې الله ج درکړي پرې خوښ اوسه.
47- له نېکو او ایماندارو خلکو سره مشوره کوه.
48- مصرف دې له پیداوار نه کم ساته.
49- هر څومره چې کولای شې میلمه سره مهربانه اوسه.
50- د ښځې او اولاد د بې ځایه غوښتنو پیروې مه کوه.