د ابودرداء حکمت
حامد افغان/
ابودرداء رضی الله عنه یوه ډله خلک ولیدل چې یوسړی یې نیولی و او واهه یې، اوسپکې خبرې یې ورته کولې، ده ورته وویل: څه چل ده ولې داسړی وهئ اوښکنځئ؟ هغوی وویل: ده لویه ګناه کړې ده. ابودرداء ورته وویل: که داکس په یوه ژورکوهي کې لویدلی وی تاسو به را ایستی کنه؟ هغوی وویل: ولې نه.
هغه ورته وویل چې اوس یې وهئ او ښکنځئ مه، نصیحت ورته وکړئ اوپوه یې کړئ، اودالله حمد ووایئ چې تاسو په دې ګناه نه یئ اخته.
هغو خلکو ابودرداء ته وویل: ایاته له ده نه نفرت نه کوې؟ ده ورته وویل: نه زه له ده نه نفرت نه کوم زه د ده له ګناه نه نفرت کوم، دی چې داګناه پریږدي زما ورور دی.
هغه ګناهګار په هغه ځای غوږونه ونیول اوتوبه یې وایستله!.
ابودرداء رضی الله عنه مشهور صحابي دی او د حکیم الامة لقب ور کړل شوی ده، که زموږ واعظان اوداعیان دګناهګارو دسمولو له پاره داسې حکیمانه او نرمې لارې چارې غوره کړي، فکرکوم په اسانې سره به ډیرکاږه اوبیلارې خلک سم او په لارشي، خومتاسفانه په موږکې متل ده چې ډب نه وي ادب نه وي.