اذان یو تلپاته آواز
نثار احمد صمد
سرچینه : قرآنی ریاضی
کله چي رسول الله (ص) د مکې مکرمې څخه مدينې منورې ته هجرت وکړ نو لومړنی کار يې دا و، چي يو مسجد يې جوړ کړ. دا هماغه مسجد دئ چي د قرآنکريم د التوبه سورت ۱۰۸ نمبر آيت يې په هکله داسي فرمايي: “په دې کي هغه خلک دي چي غواړي ښه پاکوالی وساتي”. د دې مسجد د جوړولو سره سم د ټوليز عبادت بهير هم راپيل سو او په جماعت سره د لمانځه اداء کول منځته راغله. کله چي دغه (نبوي مسجد) جوړ سو نو دا پوښتنه راپورته سوه، چي لمونځ کوونکو ته به څنګه خبر ورکول کېږي. دا مهال رسول الله (ص) د اصحابو سره سلا مشورې کولې. ځينو اصحابو وړانديز وکړ چي د لمانځه د وخت په رارسېدو سره دي ښکر وږغول سي، تر څو خلک خبر سي او لمانځه ته ځانونه راورسوي. خو رسول الله (ص) وفرمايل، چي ښکر ږغول د عيسويانو کار دئ. دا مهال ځينو اصحابو د (بوق) ږغولو مشوره ورکړه، خو د هغه په اړه رسول الله (ص) وفرمايل، چي دا بيا د يهودو کار دئ. ځينو نورو اصحابو دا نظر ورکړ، چي د لمانځه د وخت د رارسېدو پر مهال دې اور بل کړه سي تر څو خلک د هغه دود وويني او مسجد ته راسي غوره به وي. خو څنګه چي مجوسي (آتش پرستان) د اور نمانځونکي وو، نو دا وړانديز هم ونه منل سو. ځينو اصحابو تر غور او فکر وروسته عرض وکړ، چي د لمانځه د خبر ورکولو لپاره دي د مسجد پر بام بيرغ ورپول سي تر څو خلک د هغه په ليدو سره مسجد ته راسي. خو دا نظر هم قانع کوونکی نه و.
مهمه خبره خو دا وه، څنګه چي د اسلام دين د نورو دينونو د کړو وړو څخه بالکل جدا و، نو له همدې امله دا ټول وړانديزونه ونه منل سول او غونډه هم بې نتيجې پای ته ورسېده. ټولو اصحابو د دې مسئلې د حل لپاره غور او فکر کاوه. له دې جملې نه يو اصحابي عبدالله بن زيد (رض)و، چي ټوله شپه په سوچونو او چورتونو کي ډوب و. ابن سعد روايت کوي، چي هغه په خوب کي آذان وليد. بلخوا، حضرت عمر (رض) هم يو خوب وليدی، چي يوه ملايکه آذان او اقامت ورکوي. دا بل سهار دغه دواړه اصحاب د رسول الله (ص) په حضور مشرف سول. عبدالله بن زيد (رض) عرض ورته وکړ، چي ما په خوب کي د آذان ږغ واورېدی. حضرت عمر (رض) عرض وکړ، چي ما هم کټ مټ خوب ليدی او د آذان سره مي اقامت هم واورېد. رسول الله (ص) ته چي کله دغو دوو لويو اصحابو شاهدي ورکړه، نو حضرت بلال (رض) يې راوغوښت او هدايت يې ورته وکړ، چي د حضرت عمر (رض) څخه آذان زده کړي او د لمانځه د وخت په رارسېدو سره هغه په لوړ ږغ واوروي.
هو! په دې ډول آذان او د لمانځه اقامت راپيل سو او دا څه معمولي پېښه نه بلکي د الهي عبادت لپاره د مسلمانانو د رابللو تلپاته خبرتيا ثابته سوه. په بل عبارت آذان د مسلمانانو لپاره د خپلو فرايضو د اداء کولو د رابللو الفاظ دي. د لمانځه د پر ځای کولو لپاره آذان ويل کېږي او دا عمل هره ورځ پنځه واره تکرارېږي.
که آذان د ساينسي پلوه مطالعه کړو نو وبه ګورو چي هغه مسلمانانو ته يو روحياتي سکون او هڅونه ور عطاء کوي. اسلامي امت د هغه رب العالمين يوازينی مخلوق دئ چي د خپل رب سترتيا، وحدانيت، د هغه پر وروستي رسول او پيغمبر حضرت محمد (ص) باندي شاهدي، د هغه ذات د عبادت بلنه او د دين او دنيا ښېګڼي او سمون ته مراجعه د همدې آذان سره تړي او دا کار هغوی قلباً، روحاً او جسماً فعالوي.
راسئ چي آذان د بلي زاويې څخه هم وڅېړو. موږ پوهېږو چي لمر تل د ختيځ څخه په اصطلاح راپورته کېږي او په لوېديځ کي لوېږي. اوس که موږ د نړۍ نقشې ته ښه ځير سو نو د اسلامي هيوادونو ختيځ ترين ګوټ يا ليري ختيځ هماغه د اندونيزيا هيواد دئ. اندونيزيا د سلګونو غټو او کوچنيو ټاپوګانو لکه جاوا، سوماترا، بورينو، سايبل او نورو څخه جوړ سوی دئ. که د سهار آذان په نظر کي ونيسو نو لومړی د سيمه ييز وخت مطابق پر پنځه نيمو بجو د هيواد په ختيځو ټاپوګانو کي د زرګونو مسجدونو د منارو څخه د سهار آذان راپيلېږي. دا مهال هغه مسلسل لوېديځو ټاپوګانو ته پسې راتېرېږي. په څه باندي یو ساعت کي جاګارتا، سايبل او سوماترا ته رسېږي او ټوله مغربي اندونيزيا د آذانونو په څپو کي لاهو کېږي. بايد وويل سي چي کله په ختيځه اندونيزيا کي د سهار پنځه نيمي بجې وي او آذانونه جاري وي نو هلته د بنګله دېش په مرکز ډاکه کي د شپې دوه نيمي بجې وي. کله چي د لوېديځي اندونيزيا څخه د سهار د آذان څپې د وتلو په حال کي وي نو هلته د ماليزيا سهار راپيلېږي او دا ملکوتي ږغونه د دې هيواد بېلابېلو ښارونو ته درومي. د ماليزيا څخه د دې انګازو د وتلو سره سم هغه مالي او برما ته ور تېرېږي. د جاګارتا څخه تر درو ساعتو وروسته د الهي وحدانيت د شعارونو دا ستره څپه ډاکې ته رسېږي او د بنګله دېش په سلګونو زره مسجدونه دا مشعل اخلي او ټول بنګله دېش ته يې رسوي. د بنګله دېش څخه دا ستره څپه لوېديځ هند ته ور اوړي او کلکته په دې نور سره روښانه کېږي او بېله ځنډه کشمير او نورو برخو ته درومي. بلخوا، ممبی او ټول هندوستان ته خپرېږي او سمدلاسه د پاکستان شمال ته پسې ور اوړي. د سيالکوټ څخه تر کوئټې، کراچي، ګوادر پوري څلوېښت دقيقې فرق دئ. په دې موده کي د سهارنيو آذانونو دا ستر توپان ټول پاکستان په بر کي نيسي او ډېر ژر افغانستان ته را تېرېږي څو چي نيم ساعت دا هيواد منور کوي. په منځنۍ آسيا، اېران، مسقط کي د آذانونو لړۍ يو په بل پسې راپيلېږي. د مسقط څخه تر بغداد پوري يو ساعت فرق دئ او په دې موده کي د دې دوو ښارونو تر منځ د زرګونو جوماتونو له منارو څخه د سهار آذان فضا ته خپرېږي. دا مهال په سعودي عربستان، يمن، متحد عربي اماراتو، کويټ او عراق کي د آذانونو ستر موج ټوله سيمه تدريجاً پر سر اخلي څو چي د مصر سکندريې ته رسېږي. د بغداد او سکندريې تر منځ يو ساعت فرق دئ او په دې موده کي د آذانونو دا عظيمه څپه مصر، سوريې، فلسطين، لبنان، سوماليې او سوډان ته ځي او د زرګونو مسجدونو څخه انعکاس مومي. بلخوا، د مصر سکندريه، او د ترکيې استانبول پر يو طول البلد واقع دي. د ختيځي ترکيې او لوېديځي ترکيې تر منځ يو نيم ساعت فرق دئ او په دې موده کي د توحيد دغه ږغ د زرګونو مسجدونو د منارو څخه خپرېږي. هلته د سکندريې څخه د ليبيا تر مرکز طرابليس پوري يو ساعت فرق دئ او دا مهال په شمالي افريقا کي د توحيد او رسالت ازانګې د زرګونو مسجدونو څخه د هوا څپو ته خپرېږي. په الجزاير کي لا د آذانونو دا لړۍ ختمه سوې نه وي چي نايجريا، مراکش، موريتانيا او سنيګال ته ورتېرېږي.
که د مځکي په دې څه باندي نيمه کره کي هر مسجد له بل نه لس کيلومتره ليري وبولو او هر آذان پنځه دقيقې په بر کي ونيسي، نو د لومړني مسجد آذان به لا پای ته نه وي رسېدلی چي د دوهم جومات آذان به پيل سي. په دې حساب د آذانونو دا لړۍ هيڅ ختمېدونکې نه ده او هره شېبه بېله کومي وقفې څخه مسلسل جريان لري.
هو! د اندونيزيا څخه چي د (الصلاة خيراً من النوم) دا ستره او پراخه څپه راپيل سوې وه، څه نا څه نهه نيم ساعته وروسته د بحر الکاهل ختيځو سيمو ته رسېږي، له دې ځايه لا هغه اروپا او بيا شمالي امريکا ته نه وي رسېدلې چي هلته په اندونيزيا کي د ماپښين آذان راپيلېږي. دا ستره څپه پر عين هماغه خط السير باندي پايښت مومي او تر همدې نقطې لا نه وي رسېدلې چي د اندونيزيا د مازيګر آذان شروع کېږي. هغه پر نيمايي لاره وي چي شا ته (په اندونيزيا کي) د ماښام آذان را پيلېږي. هغه هم نيمه لاره نه وي طی کړې (يعني تر ختيځ بحر الکاهل او شمالي افريقا پوري نه وي رسېدلی) چي په اندونيزيا کي د ماخستن آذان شروع کېږي. تر څو چي د ماخستن د آذانونو دا لويه څپه افريقا ته رسېږي هلته د ختيځي اندونيزيا د جوماتونو له منارو څخه يو ځل بيا د سهار د آذانونو چمتوينه نيول کېږي.
که موږ دغه دوراني لړۍ ته ښه غور وکړو، نو معلومه به سي چي د مځکي د کرې پر مخ هيڅ داسي دقيقه، ثانيه او شېبه نسته چي د هغه په ترڅ کي په سلګونو زره مؤذنان پر يو وخت د (الله اکبر) او (اشهدان لااله الا الله) اغېزمن الفاظ د هوا په څپو کي خپاره نه کړي.
د آذان د ستري څپې دا بهير خو صرف د اندونيزيا څخه د شمالي افريقا تر سواحلو پوري و، چي موږ وڅېړی. که اروپا او شمالي امريکا هم پر ور زيات کړو نوانسان به د حيرانۍ له مخي اعتراف وکړي، چي د مځکي د کرې په هره برخه کي ۲۴ ساعته هره ثانيه د (الله اکبر) ملکوتي ږغ پرله پسې جريان لري. هو! دا لړۍ چي ۱۴۰۰ کاله پخوا راپيل سوې، تر قيامته به نوره هم مضبوطه پسې تکرار او غبرګېږي.
منبع : د لیکوال اثر ( قرآنی ریاضی ؛ ۲۰۰۹ )؛ ۱۲۴ ـ ۱۲۷ مخونه .