د ناروغ د پوښتنې ثواب او اداب
حامد افغان/
د ناروغ پوښتنه د هغه حق ده او د ناروغ پوښتنه لوی عبادت دی، په دې اړه یو څه تفصیل ته ښکته کیږو او د ناروغ د پوښتنې ثواب او اداب د حدیثو په رڼا کې را اخلو، ناروغي طبعاً انسان کمزوری کوي او خپه کوي په داسي حالت کې د هغه پوښتنه د هغه د خوشالي او د اسلامي ورورولۍ د احساس لامل ګرځي او په دې د هغه دردونه او غمونه کمیږې.
د سلفو علماو رحمهم الله عادت و چې کوم ملګری به یې څه موده ونه لید د هغه پوښتنه به یې کوله، که به هغه چرته تللی و دعاوې به یې ورته کولې، او په کوروالو به یې پام کاوه، که په ځای به و پوښتنې ته به یې ورتلل او که ناروغ به و د ناروغي پوښتنه به یې کوله، اأعمش رحمه الله وایې: که زموږ ته مجلس به دری ورځې کوم یو رانغی د هغه پوښتنه به مو کوله که ناروغ به و پوښتنې ته به یې ورتلو، ځکه دوی ته معلومه وه چې دا د یوه مسلمان په بل باندي حق ده.
د مسلمان حقوق
رسول الله صلی الله علیه وسلم وایې: د یوه مسلمان په بل باندي شپږ حقوق دي، چا ورته وویل: هغه څه شی دي يارسول الله؟ ده ورته وویل:
1)که ورسره مخامخ شې سلام به ورته کوې،
2) کله دي چې وبولي دعوت به یې منې،
3)که نصیحت وغواړي نصیحت ورته وکړه،
4)که وپرنجي او “الحمدلله” ووایې “یرحمکه الله” ورته ووایه،
5) که ناروغ شي پوښتنه یې وکړه،
6) که ومري جنازې هجنازې یې ورشه.
عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ ، أَنَّ النَّبِيَّ صلى الله عليه وسلم قَالَ:حَقُّ الْمُسْلِمِ عَلَى الْمُسْلِمِ سِتٌّ : قِيلَ : مَا هِيَ يَا رَسُولَ اللهِ ؟ قَالَ : إِذَا لَقِيتَهُ فَسَلِّمْ عَلَيْهِ ، وَإِذَا دَعَاكَ فَأَجِبْهُ ، وَإِذَا اسْتَنْصَحَكَ فَانْصَحْ لَهُ ، وَإِذَا عَطَسَ فَحَمِدَ اللهَ فَشَمِّتْهُ ، وَإِذَا مَرِضَ فَعُدْهُ ، وَإِذَا مَاتَ فَاتْبَعْهُ. أخرجه أحمد 2/372(8832) و”البُخاري” في “الأدب المفرد” 925 و”مسلم” 5702.
په بل روایت کې د مسلمان حقوق پنځه یاد شوي دي چې په هغو کې د نصیحت غوښتنې خبره نده راغلې او نور پنځه په کې راغلي چې د ناروغ پوښتنه هم په کې ده: رَدُّ التَّحِيَّةِ ، وَإِجَابَةُ الدَّعْوَةِ ، وَشُهُودُ الْجِنَازَةِ ، وَعِيَادَةُ الْمَرِيضِ ، وَتَشْمِيتُ الْعَاطِسِ إِذَا حَمِدَ اللهَ ، عَزَّ وَجَلَّ. أخرجه و”أحمد” 2/332و”البخاري” في “الأَدب المفرد” 519 و”ابن ماجة” 1435 .
د یوه بل روایت په یوه برخه کې رسول الله صلي الله علیه وسلم په اوو شیانو امر کړی ده: وَأَمَرَ بِسَبْعٍ : عِيَادَةِ الْمَرِيضِ ، وإتباع الْجَنَائِزِ ، وَتَشْمِيتِ الْعَاطِسِ ، وَرَدِّ السَّلاَمِ ، وَإِبْرَارِ الْمُقْسِمِ ، وَنَصْرِ الْمَظْلُومِ ، وَإِجَابَةِ الدَّاعِي.أخرجه أحمد 4/284(18698) و”البُخَارِي” 2/90(1239). یعني د نارږغ پوښتنه، جنازه کول، پرنجیدونکي ته ځواب، د سلام ځواب، د قسم کوونکي قسم په ځای کول، د مظلوم مرسته او میلمستیا ته حاضریدل.
د ناروغ د پوښتنې ثوابونه
د ناروغ په پوښتنه سره ټولنیزې اړیکې ځواکمنې کیږي او د انسانانو تر منځ مینه زیاتیږي، ځکه اسلام د ناروغ د پوښتنې ګڼ شمیر فضيلتونه او ثوابونه بیان کړي دي او څرنګه چې دا موضوع له ناروغ سره تړاو لري نو باریکه او حساسه موضوع ده او له دې امله یې ځانګړي اداب بیان شوي دي، لومړی یې په ثوابونو او فضیلتونو خبره کوو او وروسته یې اداب او اخلاق را اخلو.
1- د ناروغ په پوښتنه سره د الله مرسته او معيت ترلاسه کیږي، لکه د مسلم د یوه اوږده حدیث په پیل کې راغلي: رسول الله صلی الله علیه وسلم وایې: الله به د اخرت په ورځ ووایې: ای بنیادمه! زه ناروغ شوی وم خو تا مي د ناروغي پوښتنه نه وه کړې، بنيادم به ورته ووایي: ما به څنګه ستا د ناروغي پوښتنه کوله ته خو رب العلمین یې، الله به ورته ووایي: ایا ته نه پوهیدلی چې زما فلان بنده ناروغ شوی و تا یې د ناروغي پوښتنه نه وکړه که تا د هغه پوښتنه کړې وی زه به دي د هغه خواته موندلی وم، عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ ، قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم:إِنَّ اللهَ ، عَزَّ وَجَلَّ ، يَقُولُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ : يَا ابْنَ آدَمَ ، مَرِضْتُ فَلَمْ تَعُدْنِي ، قَالَ : يَا رَبِّ ، كَيْفَ أَعُودُكَ وَأَنْتَ رَبُّ الْعَالَمِينَ ، قَالَ : أَمَا عَلِمْتَ أَنَّ عَبْدِي فُلاَنًا مَرِضَ فَلَمْ تَعُدْهُ ، أَمَا عَلِمْتَ أَنَّكَ لَوْ عُدْتَهُ لَوَجَدْتَنِي عِنْدَهُ . أخرجه البخاري في “الأدب المفرد” 517 و”مسلم” 6648 و”ابن حِبَّان” 269 و944.
امام النووي رحمه الله د دې حدیث په شرحه کې وایې: علماو ویلي دي چې دلته د الله مراد د بنده ناروغي وه خو د خپل بنده د کرامت او شرافت لامله یې په پیل کې ځان ته منسوب کړه: “مرضت فلم تعدني” او د (وَجَدْتنِي عِنْده ) معنا دا ده چې د ناروغ د پوښتنې ثواب او کرامت به دي موندلی و. شرح صحيح مسلم 8/371. او امام المناوي رحمه الله وایي: د ناروغ د پوښتنې په اړه راغلي: لوجدتني عنده، او د نورو کارونو لکه چاته خواړه یا اوبه ورکولو په باره کې دا اسلوب بدل شوی دی ځکه د ناروغ د پوښتنې ثواب له هغو دواړو زیات ده. فيض القدير 2/312.
2- د ناروغ په پوښتونکي ملایکې رحمتونه وابې، او د مغفرت دعاوې ورته کوي، ابوفاخته وایي: زه علي له لاسه ونیولم او راته کړه یې راځه د حسن د ناروغي پوښتنه وکړو، موږ چې ورغلو ابوموسي هم هغلته ناستو و. علي علیه السلام ورته وویل: یا ابو موسي د ناروغي پوښتنې ته راغلی یې او که ملاقات ته؟ هغه ورته وویل: دناروغي پوښتنې ته، نو علي ورته وویل: له رسول الله صلی الله علیه وسلم مي اوریدلي ویل یې: هر مسلمان چې په سهار کې د مسلمان د ناروغي پوښتنه وکړي تر بیګا پوري اویا زره ملایکې رحمتونه پرې وایي او که په ماښام کې یې پوښتنه وکړي تر سهاره پوري اویا زره ملایکې رحمتونه پرې وایي، او په جنت کې به یې د خورماو باغ وي. عنْ أَبِي فَاخِتَةَ ، قَالَ : أَخَذَ عَلِيٌّ بِيَدِي ، قَالَ : انْطَلِقْ بِنَا إِلَى الْحَسَنِ نَعُودُهُ ، فَوَجَدْنَا عِنْدَهُ أَبَا مُوسَى ، فَقَالَ عَلِيٌّ ، عَلَيْهِ السَّلاَمُ : أَعَائِدًا جِئْتَ ، يَا أَبَا مُوسَى ، أَمْ زَائِرًا ؟ فَقَالَ : لاَ ، بَلْ عَائِدًا ، فَقَالَ عَلِيٌّ : سَمِعْتُ رَسُولَ اللهِ صلى الله عليه وسلم يَقُولُ:مَامِنْ مُسْلِمٍ يَعُودُ مُسْلِمًا غُدْوَةً ، إِلاَّ صَلَّى عَلَيْهِ سَبْعُونَ أَلْفَ مَلَكٍ ، حَتَّى يُمْسِيَ ، وَإِنْ عَادَهُ عَشِيَّةً ، إِلاَّ صَلَّى عَلَيْهِ سَبْعُونَ أَلْفَ مَلَكٍ ، حَتَّى يُصْبِحَ ، وَكَانَ لَهُ خَرِيفٌ فِي الْجَنَّةِ. أخرجه أحمد 1/91 (702) و”التِّرمِذي” 969.
3- د ناروغ د پوښتنې په مهال د الله رحمت او مغفرت نازلیږي، دلته څو روایات رااخلو، جابر بن عبدالله رضی الله عنه وایي: له رسول الله صلی الله علیه وسلم مي اوریدلي ویل یې: څوک چې د ناروغ پوښتنه وکړي په رحمت کې ډوب شي، کله چې له ناروغ سره کښېني په رحمت کې ښه استقرار ونیسي. عن عُمَر بن الحَكَم بن رافع الأَنْصَارِي ، قال : سَمِعْتُ جابرَ بنَ عَبْد اللهِ ، قال : سَمِعْتُ النَّبِيَّ صلى الله عليه وسلم يَقُولُ:مَنْ عَادَ مَرِيضًا ، خَاضَ فِي الرَّحْمَةِ ، حَتَّى إِذَا قَعَدَ اسْتَقَرَّ فِيهَا.أخرجه البُخَارِي ، في (الأدب المفرد) 522.
مروان ابن ابي داود وایي: زه انس بن مالک ته ورغلم ورته ومي ویل: ای ابو حمزه! ځای لیري دی او ستا د ناروغي پوښتنه خوند راکوي، هغه سر راپورته کړ او ویې ویل: له رسول الله صلی الله علیه وسلم مي اوريدلي ویل یې: هر سړی چې د ناروغ پوښتنه کوي هغه په رحمت کې ډوبیږي، کله چې د ناروغ خواته کښېني نو په رحمت کې پټ شي، مروان وایې: ما ورته وویل دا اجر خو د هغه روغ له پاره ده چې د ناروغ پوښتنه کوي د ناروغ له پاره څه شی دي؟ هغه راته وویل: د ناروغ ګناهونه توییږي. عَنْ مَرْوَانَ بْنَ أَبِي دَاوُدَ ، قَالَ : أَتَيْتُ أَنَسَ بْنَ مَالِكٍ ، فَقُلْتُ : يَا أَبَا حَمْزَةَ، إِنَّ الْمَكَانَ بَعِيدٌ ، وَنَحْنُ يُعْجِبُنَا أَنْ نَعُودَكَ ، فَرَفَعَ رَأْسَهُ ، فَقَالَ : سَمِعْتُ رَسُولَ اللهِ صلى الله عليه وسلم يَقُولُ:أَيُّمَا رَجُلٍ يَعُودُ مَرِيضًا ، فَإِنَّمَا يَخُوضُ فِي الرَّحْمَةِ ، فَإِذَا قَعَدَ عِنْدَ الْمَرِيضِ غَمَرَتْهُ الرَّحْمَةُ ، قَالَ : فَقُلْتُ : يَا رَسُولَ اللهِ ، هَذَا لِلصَّحِيحِ الَّذِي يَعُودُ الْمَرِيضَ ، فَالْمَرِيضُ مَا لَهُ ؟ قَالَ : تُحَطُّ عَنْهُ ذُنُوبُهُ.أخرجه أحمد 3/174(12813).
ابوهريره رضی الله عنه وایې: رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: په تاسو کې نن چا روژه نیولې وه؟ ابوبکر وویل: ما نیولې وه، هغه وویل: په تاسو کې نن چا جنازه کړې ده؟ ابوبکر وویل: ما، هغه وویل په تاسو کې نن چا مسکین ته خواړه ورکړي دي؟ ابوبکر وویل: ما، هغه وویل: په تاسو کې نن چا د ناروغ پوښتنه کړې ده؟ ابوبکر وویل: ما، رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: دا ټول کارونه چې هر چا یو ځای کړي وي هغه به خامخا جنت ته داخليږي. عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم : مَنْ أَصْبَحَ مِنْكُمُ الْيَوْمَ صَائِمًا . قَالَ أَبُو بَكْرٍ أَنَا . قَالَ فَمَنْ تَبِعَ مِنْكُمُ الْيَوْمَ جَنَازَةً . قَالَ أَبُو بَكْرٍ أَنَا . قَالَ فَمَنْ أَطْعَمَ مِنْكُمُ الْيَوْمَ مِسْكِينًا . قَالَ أَبُو بَكْرٍ أَنَا . قَالَ فَمَنْ عَادَ مِنْكُمُ الْيَوْمَ مَرِيضًا . قَالَ أَبُو بَكْرٍ أَنَا . فَقَالَ رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم مَا اجْتَمَعْنَ في امْرِئٍ إِلاَّ دَخَلَ الْجَنَّة. أخرجه البخاري في الأدب المفرد (515) و”مسلم” 3/92 و7/110 .
4- د ناروغ پوښتونکی به نیکمرغه او په نعمتونو کې وي، هغه چې د ناروغ پوښتنې ته روان وي د جنت په باغونو کې مزل کوي او ځان ته جنت برابروي، رسول الله صلی لله علیه وسلم وایي: مسلمان چې د خپل مسلمان ورور د ناروغي پوښتنه کوي د راګرځیدلو تر وخته د جنت د میوو د ترلاسه کولو په حالت کې وي، عَنْ ثَوْبَانَ ، عَنِ النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم ، قَالَ:إِنَّ الْمُسْلِمَ إِذَا عَادَ أَخَاهُ الْمُسْلِمَ ، لَمْ يَزَلْ فِي خُرْفَةِ الْجَنَّةِ ، حَتَّى يَرْجِعَ.أخرجه أحمد 5/276(22731) و”مسلم” 8/12(6643) .
رسول الله صلي الله علیه وسلم وایي: کله چې مسلمان د خپل ورور د ناروغي پوښتنې ته ورشي او یا لیدلو او حال پوښتنې ته ورشي الله جل جلاله ورته وایي: ډیر ښه کوې، او دا تګ دي ډیر ښه ده او ځان ته دي په جنت کې کور تیار کړ. عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ ، أَنَّ رَسُولَ اللهِ صلى الله عليه وسلم قَالَ:إِذَا عَادَ الْمُسْلِمُ أَخَاهُ ، أَوْ زَارَهُ ، قَالَ اللهُ ، عَزَّ وَجَلَّ : طِبْتَ وَطَابَ مَمْشَاكَ ، وَتَبَوَّأْتَ فِي الْجَنَّةِ مَنْزِلاً.- أخرجه أحمد 2/326(8308) و”البُخاري” في “الأدب المفرد” 345 و”ابن ماجة” 1443 .
5- د ناروغ د پوښتنې په برکت پوښتونکي ته د الله نعمتونه معلوميږي او د هغو اعتراف به کوي، وایي: عائشي رضی الله عنها ته یو سړی ورغی او ورته ویې ویل: ای د مومنانو مورې! زه ناروغ یم ستاسره دوا شته؟ هغې ورته وویل: څه ناروغي لرې؟ هغه وویل: د زړه سختي، هغې ورته وویل: دا ډیره بده ناروغي ده، خو ستا دوایې د ناروغانو په پوښتنه، جنازه او د مرګ په یادولو کې ده، بستان الواعظين ورياض السامعين لابن الجوزي. 146. او طبعاً د ناروغ په لیدلو سره سړي هسړي روغ صورت نعمت معلوم شي او خامخا د الله په نعمتونو شکر اوباسي.
د ناروغ پوښتنې اداب
د ناروغ پوښتنې د ثوابونو په اړه په تېره لیکنه کې په تفصیل سره خبرې وشوې، باید پام مو وي چې د ناروغ د پوښتنې دا لوی ثوابونه هغه خت ترلاسه کولی شو چې دا پوښتنه مو له شرعي ادابو سره برابره وي او که برابره نه وه ناروغ ته به مو د خیر په ځای بد او تکلیف رسولی وي او ثواب به مو عذاب ګرځيدلي وي، د ناروغ د پوښتنې اداب او شرعي طریقه دلته رااخلو:
1- مناسب وخت:
د ناروغ په پوښتنه کې باید پوښتونکی د ناروغ حالت په دقیقه توګه په نظر کې ونیسي او د پوښتنې له پاره مناسب او ښه وخت غوره کړي او که یو څوک ناروغ شي سمدستي یې پوښتنه ونکړي باید څه ځنډ وروسته یې پوښتنې ته ورشي، او نه باید ډیره وځنډول شي، انس بن مالک رضي الله عنه وابي: رسول الله صلی الله علیه وسلم به دری ورځې وروسته د ناروغ پوښتنې ته ورتلو، عَنْ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ ، قَالَ:كَانَ النَّبِيُّ صلى الله عليه وسلم لاَ يَعُودُ مَرِيضًا إِلاَّ بَعْدَ ثَلاَثٍ.أخرجه ابن ماجة (1437) والبیهقي في شعب الایمان. که څه هم د دې حدیث په سند کې ستونزه شته خو ملا علي القاري رحمه الله وایي چې د ډیرو لارو لامله یې یوڅه قوت موندلی دی او بل د ناروغ پوښتنه یوڅه ځنډول په کار ده. او د ناروغ د پوښتنې په باره کې د ناروغ د خوراک، ارام او خوب مهالونه باید په نظر کې ونیول شي.
2- د ناروغ د حال پوښتنه:
د ناروغ پوښتونکی باید د خبرو پیل د ناروغ د حال په پوښتنه وکړي، او دا پوښتنه باید لنډه او مختصره وي، محمود بن لبید وایي: د خندق په غزا کې چې سعد ټپي شو او د ولاړیدا نه و د رفیده نومي یوې ښځې خواته یې ورووړ هغې به د ټپیانو درملنه کوله، رسول الله صلی الله علیه وسلم به چې بیګا مهال په هغه تیریدی وبه یې پوښته: ورځ مو څنګه وه؟ او په سهار کې به یې ورته ویل: شپه مو څنګه وه؟ او هغه به حال ورته وويلې. عَنْ مَحْمُودِ بْنِ لَبِيدٍ ، قَالَ: لَمَّا أُصِيبَ أَكْحَلُ سَعْدٍ ، يَوْمَ الْخَنْدَقِ ، فَثَقُلَ ، حَوَّلُوهُ عِنْدَ امْرَأَةٍ ، يُقَالُ لَهَا : رُفَيْدَةُ ، وَكَانَتْ تُدَاوِي الْجَرْحَى ، فَكَانَ النَّبِيُّ صلى الله عليه وسلم إِذَا مَرَّ بِهِ ، يَقُولُ : كَيْفَ أَمْسَيْتَ ؟ وَإِذَا أَصْبَحَ : كَيْفَ أَصْبَحْتَ ؟ فَيُخْبِرُهُ. أخرجه البُخَارِي ، في الأدب المفرد1129 . له حدیث نه معلوميږي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د سعد رضي الله عنه د ناروغي پوښتنه په لنډه توګه کوله.
3- ناروغ دمول او هغه ته دعا کول:
ناروغ ته د صحت دعا کول سنت طریقه ده دا راز ناروغ دمول او هغه ته معلوم دمونه ورښوول هم د رسول الله صلی الله علیه وسلم طريقه ده هغه به صحابه کرامو ته دمونه او رقیه ورښووله، دا ضرور نده چې لوی علماء به خلک دموي یا به معلوم دمګري خلک دموي هر مومن کولی شي ځان او بل مسلمان ناروغ دم کړي په دې اړه لاندي څو حدیثونه رااخلو:
1) انس بن مالک رضی الله عنه وایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم به چې کله ناروغ ته ورغی ورته وبه یې ویل: أَذْهِبِ الْبَأْسَ ، رَبَّ النَّاسِ ، اشْفِ أَنْتَ الشَّافِي ، لاَ شَافِيَ إِلاَّ أَنْتَ ، اشْفِ شِفَاءً لاَ يُغادِرُ سَقَمًا. یعني دخلکو پالونکیه! ناروغي لري کړه، شفا ورکړه ته شفا ورکوونکی یې، له تا پرته بل څوک شفا نشي ورکولی، داسي شفا ورکړه چې ناروغي ختمه کړي. عَنْ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ ؛ أَنَّ رَسُولَ اللهِ صلى الله عليه وسلم كَانَ إِذَا دَخَلَ عَلَى الْمَرِيضِ ، قَالَ : أَذْهِبِ الْبَأْسَ ، رَبَّ النَّاسِ ، اشْفِ أَنْتَ الشَّافِي ، لاَ شَافِيَ إِلاَّ أَنْتَ ، اشْفِ شِفَاءً لاَ يُغادِرُ سَقَمًا. أخرجه أحمد 3/267(13859. والنَّسَائِي ، في “عمل اليوم والليلة” 1042 .
2) عباده بن الصامت رضی الله عنه وایي: د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ناروغي پوښتنې ته ورغلم، هغه په دومره سخت درد او تکلیف کې و چې یواځي الله جل جلاله یې د درد په سختي خبر و، بیا ماښام ورغلم او هغه ډیر ښه شوی و، ورته ومي ویل: زه سهار درته راغلی وم ته سخت په تکلیف وې او ماښام راغلم ته ښه شوی یې، هغه راته وویل: ای د صامت زویه! جبريل علیه السلام دم کړم او له هغه سره روغ شوم، هغه کلمات تاته در وښیم؟ ما ورته وویل: هو، هغه وویل: بِسْمِ اللَّهِ أَرْقِيكَ مِنْ كُلِّ شَىْءٍ يُؤْذِيكَ مِنْ حَسَدِ كُلِّ حَاسِدٍ وَعَيْنٍ بِسْمِ اللَّهِ يَشْفِيكَ. هرشي چې تاته تکلیف درکوي له هغه نه دي د الله په نوم دموم د هر حسد کوونکي له حسد نه او له بدو سترګو، الله دي شفا در نصیب کړي. عَنْ عُبَادَةَ بْنِ الصَّامِتِ قَالَ:دَخَلْتُ عَلَى رَسُولِ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم أَعُودُهُ وَبِهِ مِنَ الْوَجَعِ مَا يَعْلَمُ اللَّهُ تَبَارَكَ وَتَعَالَى بِشِدَّةٍ ثُمَّ دَخَلْتُ عَلَيْهِ مِنَ الْعَشِىِّ وَقَدْ بَرِئَ أَحْسَنَ بُرْءٍ فَقُلْتُ لَهُ دَخَلْتُ عَلَيْكَ غُدْوَةً وَبِكَ مِنَ الْوَجَعِ مَا يَعْلَمُ اللَّهُ بِشِدَّةٍ وَدَخَلْتُ عَلَيْكَ الْعَشِيَّةَ وَقَدْ بَرِئْتَ فَقَالَ يَا ابْنَ الصَّامِتِ إِنَّ جِبْرِيلَ عَلَيْهِ السَّلاَمُ رَقَانِى بِرُقْيَةٍ بَرِئْتُ أَلاَ أُعَلِّمُكَهَا قُلْتُ بَلَى قَالَ بِسْمِ اللَّهِ أَرْقِيكَ مِنْ كُلِّ شَىْءٍ يُؤْذِيكَ مِنْ حَسَدِ كُلِّ حَاسِدٍ وَعَيْنٍ بِسْمِ اللَّهِ يَشْفِيكَ.أخرجه أحمد 5/323(23139) و”النَّسَائي” في “عمل اليوم والليلة” 1004.
3) عبدالله بن عباس رضی الله عنهما وایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: هر مسلمان چې د ناروغ پوښتنه کوي او د هغه نیټه نه یې پوره شوې او اووه ځله ووایي: أَسْأَلُ اللَّهَ الْعَظِيمَ رَبَّ الْعَرْشِ الْعَظِيمِ أَنْ يَشْفِيَكَ. یعني لوی الله ته سوال کوم چې د لوی عرش څښتن دی چې هغه دي شفا درکړي . نو الله به صحت ورکړي. عَنْ سَعِيدِ بْنِ جُبَيْرٍ عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ عَنِ النَّبِىِّ صلى الله عليه وسلم أَنَّهُ قَالَ:مَا مِنْ عَبْدٍ مُسْلِمٍ يَعُودُ مَرِيضًا لَمْ يَحْضُرْ أَجَلُهُ فَيَقُولُ سَبْعَ مَرَّاتٍ أَسْأَلُ اللَّهَ الْعَظِيمَ رَبَّ الْعَرْشِ الْعَظِيمِ أَنْ يَشْفِيَكَ إِلاَّ عُوفي.أخرجه أحمد 1/239(2137) والتِّرْمِذِيّ” 2083 و”النَّسائي” في “عمل اليوم والليلة” 1045.
4) عثمان بن ابي العاص رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغی په بدن کې یې د کوم ځای له درده شکایت کاوه، هغه ورته وویل: کوم ځای چې دي درد کوي په هغه ځای لاس کیږده او دری ځله بسم الله ووایه، او اووه ځله دا کلمات ووایه: أعوذ بالله وقدرته من شر ما أجد وأحاذر. جاء عثمان بن أبي العاص إلى النبي يشكوه وجعا في جسده فقال له: ضع يدك على الذي يألم من جسدك وقل: بسم الله ثلاثا وقل سبع مرات أعوذ بالله وقدرته من شر ما أجد وأحاذر. رواه مسلم 14/189 .
5) عبدالله بن عباس رضی الله عنهما وایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم د یوه ناروغ کوچي پوښتنې ته ورغی، دی وایي: رسول الله به چې د ناروغ پوښتنې ته ورغی ورته ویل به یې: لاَ بَأْسَ طَهُورٌ إِنْ شَاءَ اللَّهُ، یعني پروا نه کوي که د خدای خوښه وه دا ناروغي ګناهونه پاکوي، کوچي ورته وویل: ته وايې پاکوونکې ده، نه نه دا اېشیدونکې تبه ده، مشر سپینږیری یې نیولی دی او قبر ته یې رسوي، رسول الله ورته وویل: نو ښه. عَنْ عِكْرِمَةَ عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ – رضى الله عنهما – أَنَّ النبي صلى الله عليه وسلم دَخَلَ عَلَى أعرابي يَعُودُهُ – قَالَ – وَكَانَ النبي صلى الله عليه وسلم إِذَا دَخَلَ عَلَى مَرِيضٍ يَعُودُهُ فَقَالَ لَهُ لاَ بَأْسَ طَهُورٌ إِنْ شَاءَ اللَّهُ قَالَ قُلْتَ طَهُورٌ ، كَلاَّ بَلْ هي حُمَّى تَفُورُ – أَوْ تَثُورُ – عَلَى شَيْخٍ كَبِيرٍ ، تُزِيرُهُ الْقُبُورَ. فَقَالَ النبي صلى الله عليه وسلم فَنَعَمْ إِذًا. أخرجه البخاري 4/246(3616) و”النَّسائي” 7457 ، وفي عمل اليوم والليلة 1039.
4- د ناروغ پوښتنې څلرم ادب په ناروغي باندي د صبر د اجر او ثواب یادونه ده، انسان ډیر کمزوری او لیږځواکه دی کله چې ناروغ هم شي لا کمزوری شي نو په ناروغي باندي صبر ورته سخت شي او ناروغي هغه مهال طهور او پاکوونکې ده چې صبر پرې وکړل شي بناءً د ناروغ د پوښتنې په مهال باید ناروغ ته په ناروغي د صبر اجرونه او ثوابونه بیان سي او د صبر د اجرونو تفصيلات قرانکریم بیان کړي دي لکه: ” وَلَنَبْلُوَنَّكُمْ بِشَيْءٍ مِنَ الْخَوْفِ وَالْجُوعِ وَنَقْصٍ مِنَ الْأَمْوَالِ وَالْأَنْفُسِ وَالثَّمَرَاتِ وَبَشِّرِ الصَّابِرِينَ (155) الَّذِينَ إِذَا أَصَابَتْهُمْ مُصِيبَةٌ قَالُوا إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ (156) أُولَئِكَ عَلَيْهِمْ صَلَوَاتٌ مِنْ رَبِّهِمْ وَرَحْمَةٌ وَأُولَئِكَ هُمُ الْمُهْتَدُونَ (157) سورة البقرة . ژباړه: او خامخا به تاسو زه په یوڅه ویره، لوږه او د مالونو، نفسونو او میوو په کمښت وازمویم، او صبر کوونکو ته زیری ورکړه، هغه چې کله مصیبت ورته ورسیږي ووایي: بېشکه موږ د الله په واک کې یو او موږ به هغه ته ورګرځو، دوی هغه دي چې په دوی باندي د دوی د رب له لوري برکتونه او رحمتوته دي، او دوی په سمه لاره روان دي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم وایي: مسلمان ته چې هره ستونزه، ناروغي، درد، غم او تکلیف رسیږي آن که ازغی یې په بدن خښیږي؛ الله به يې په دې سره خطاوې بښي. عنْ أَبي هُرَيْرَة ، عَنِ النَّبِي صلى الله عليه وسلم ، قَالَ:مَا يُصِيبُ الْمسلِمَ مِنْ نَصَب ، وَلاَ وَصَب ، وَلاَ هَمِّ ، وَلاَ حَزن ، وَلاَ أَذىً ، وَلاَ غَمّ ، حَتى الشوْكَةِ يُشَاكُهَا ، إِلا كَفَّرَ اللهِ بِهَا مِنْ خَطَايَاهُ.أخرجه أحمد 2/303(8014و “البُخَارِي” 7/148(5641 و 5642) ، و”مسلم” 8/16(6660) .
په بل روایت کې راغلي انس بن مالک رضی الله نه وایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: کله چې الله بنده په کومه ناروغي مبتلا کړي، الله ملایکې ته ووایي: ده ته هغسي صالح عمل ولیکه چې ده به (د روغتیا په حالت کې) کاوه، که له دې ناروغي نه روغ شي الله یې ګناهونه ومينځي او پاک یې کړي، او که مړ شي الله یې ګناهونه وبښي او رحم پرې وکړي. وعَنْ سِنَانِ بْنِ رَبِيعَةَ ، أَبِي رَبِيعَةَ ، قَالَ : سَمِعْتُ أَنَسَ بْنَ مَالِكٍ ، قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم:إِذَا ابْتَلَى اللَّهُ الْعَبْدَ الْمُسْلِمَ بِبَلاَءٍ فِي جَسَدِهِ ، قَالَ اللَّهُ لِلْمَلَكِ : اكْتُبْ لَهُ صَالِحَ عَمَلِهِ الَّذِي كَانَ يَعْمَلُهُ ، فَإِنْ شَفَاهُ ، غَسَلَهُ وَطَهَّرَهُ ، وَإِنْ قَبَضَهُ ، غَفَرَ لَهُ ، وَرَحِمَهُ. أخرجه أحمد 3/148(12531) و”البُخَارِي” ، في (الأدب المفرد) 501.
5- زیات نه کښېناستل، د ناروغ له ادابو یو مهم ادب د هغه د پوښتنې په مهال له هغه سره کمه ناسته ده، متاسفانه دا ادب نن زیات خلک نه مراعتوي او چې مریض ته ورشي په ساعتونو ناست وي مجلسونه کوي او د ناروغ د اړتیاو، ناروغي او کوروالو حالت ته هیڅ فکر نه کوي، او دا کار د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سنت خلاف او ناسم کار ده، په حدیث کې راغلي چې د ناروغ د پوښتنې غوره طریقه د هغه خواته کم وخت تیرول دي په حديث کې “فواق ناقه ” راغلي دی او دا دومره وخت ده چې د اوښې د لوشلو په مهال د کم وخت له پاره د هغې لوشل ودرول شي بچي یې ور پرېښودل شي هغه یې لیږ وروي اوښه شیدې پرېږدي او لوشونکی بیا لوشل پیل کړي همدې کم وخت ته ‘فواق ‘ وایي د ناروغ پوښتنه باید دومره کم وخت ونیسي، د سعید بن المسیب په روایت کې راغلي دي چې د ناروغ د پوښتنې په مهال ژر ولاړیدل غوره کار ده. عن أنس قال : قال رسول الله – صلى الله عليه وسلم – : ” العيادة فواق ناقة ” وفي رواية سعيد بن المسيب مرسلا : أفضل العيادة سرعة القيام . رواه البيهقي في شعب الإيمان .
اصلاً هسي د یو چا ملاقات او لیدلو ته ورتګ باید ډیر نه وي، کله کله وي، لکه رسول الله صلی الله علیه وسلم چې ابوذر رضي الله عنه ته په وصیت کې وایي: ای ابوذره! د چا ملاقات ته کله کله ورځه چې په دې سره مینه زیاتیږي. عَنْ أَبِي ذَرٍّ، قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: ” يَا أَبَا ذَرٍّ، زُرْ غِبًّا تَزْدَدْ حُبًّا ” رواه الطبراني 10/565 صحيح الترغيب والترهيب 2/350.
وایي څو کسان د السري السقطي رحمه الله پوښتنې ته ورغلل او ډیر کښېناستل د هغه د ګیډې تکلیف و، وروسته یې ورته وویل: موږ ځو دعا راته وکړه هغه لاسونه پورته کړل او ویې ویل: اللهم علمهم كيف يعودون المرضى . یعني ای الله د ناروغ د پوښتنې پوهه ورکړه. یو ساده سړی د ناروغ پوښتنې ته ورغی، نو پښې یې وغځولې او اوږد ځنډ کښېناست، دومره چې ناروغ خوارکی یې تر دوو سپوږمو کړ، په دې وخت کې چا ور پرانستی پرېښود، ده ناروغ ته وویل: زه به ور پوري کړم؟ ناروغ ورته کړه: بلکل یې پورې کړه خو لطفاً د باندي له خوا .. د یوه بل په اړه وایې چې ناروغ ته ډیر کښېنستی و او ناروغ ته یې وویل: له څه شي ډیر په تکلیف یې؟ ناروغ ورته وویل: وبښه ستا له اوږدې ناستې. باید ووایو چې یوه استثنا شته او هغه دا چې د بیلګې په توګه که ناروغ د پوښتونکي په اوږده ناسته خوشالیده او تکلیف ورته نه و او یا ناروغ د هغه خدمت ته اړتیا لرله په دې صورت کې بیا اوږده ناسته مشکل نده.
6- کمې پوښتنې کول، دا هم د ناروغ د پوښتنې له ادابو نه ده چې باید له هغه نه ډیرې پوښتنې ونکړل شي، داسي چې د ناروغي د پیدا کیدلو پلنېدلو او سختیدلو ټول تفصيلات او پوره کیسې ور نه وپوښتل شي، داراز د هغه د ناروغي په اړه که څه خبره کوي باید داسي څه ونه وایي چې د هغه د اندیښنې او خواشیني سبب وګرځي بلکي که فرضاً د مریض مرض ډیر خطرناک وي هم باید په اړه یې مثبت ټکي وکتل او هغه ته ډاډ ورکړل شي، یو سړی د پنځم راشد خلیفه عمربن عبدالعزیز رحمه الله د ناروغي پوښتنې ته ورغی له هغه نه یې د ناروغي پوښتنه وکړه هغه پوه کړ، هغه سړي ورته وویل: له دې ناروغي فلاني روغ نشو، هغه فلاني همدې ناروغي مړ کړ او … عمر بن عبدالعزيز ورته وویل: کله چې د ناروغ پوښتنې ته ورځې د مرګ زیری مه ورکوه، او کله چې له موږ ووتلې بیا رانشې. سفیان الثوري رحمه لله وایي: د ځیني ناروغ پوښتونکو حماقت ناروغانو ته د هغوی له ناروغي سخت تماميږي، په نامناسب وخت کې ورته راځي او بیا اوږد ځنډ ناست وي.
7- ناروغ ته امید ورکول، لکه مخکي مو وویل ناروغ ته باید د امید او حوصلې خبرې وکړل شي څو هغه خوشاله او د ناروغي انديښنې یې کمې شي، لکه په حدیث کې راغلي رسول الله صلی الله علیه وسلم وایي: کله چې ناروغ ته ورشئ د اجل او د مرګ د نیټې د اوږدوالي خبرې ورته وکړئ، په دې هیڅ نه کیږي خو ناروغ خوشاله کوي، عَنْ أَبِى سَعِيدٍ الْخُدْرِىِّ قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم: إِذَا دَخَلْتُمْ عَلَى الْمَرِيضِ فَنَفِّسُوا لَهُ فِي الأَجَلِ فَإِنَّ ذَلِكَ لاَ يَرُدُّ شَيْئًا وَهُوَ يَطِيبُ بِنَفْسِ الْمَرِيضِ.أخرجه ابن ماجة (1438) والتِّرْمِذِيّ” 2087.
په بل روایت کې راغلي رسول الله صلی الله علیه وسلم یوه ځوان ته ورغی هغه د مرګ په حالت کې و، ورته ویې ویل: څنګه یې؟ هغه وویل: يارسول الله! په الله قسم چې الله ته امید لرم او له خپلو ګناهونو ډاریږم، رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل: په داسي حالت کې چې د کوم بنده په زړه کې دا دوه خبرې یو ځای شي الله به خامخا هغه څه ورکړي چې دی یې امید ورنه لري او له څه نه چې ويریږي له هغه به یې په امن کې کړي. عَنْ أَنَسٍ رضي الله عنه أَنَّ النَّبِيَّ صلى الله عليه وسلم دَخَلَ عَلَى شَابٍّ ، وَهُوَ فِي الْمَوْتِ ، فَقَالَ : كَيْفَ تَجِدُكَ ؟ قَالَ : وَاللهِ ، يَا رَسُولَ اللهِ ، إِنِّي أَرْجُو اللَّهَ ، وَإِنِّي أَخَافُ ذُنُوبِي ، فَقَالَ رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم : لاَ يَجْتَمِعَانِ فِي قَلْبِ عَبْدٍ ، فِي مِثْلِ هَذَا الْمَوْطِنِ ، إِلاَّ أَعْطَاهُ اللَّهُ مَا يَرْجُو ، وَآمَنَهُ مِمَّا يَخَافُ.أخرجه “ابن ماجة” 4261 والتِّرْمِذِيّ” 983 و”النَّسائي” ، في “عمل اليوم والليلة” 1062 .
8- له ناروغ نه د دعا غوښتنه، له ناروغ نه دعا غوښتل ښه او مستحب کار دی ځکه هغه مضطر او په سخت حالت کې یي الله یې دعا ژر قبلوي، لکه قرانکریم وایې: ایا څوک د مجبوره کس دعا قبلوي چې کله هغه دعا ور نه وغواړي او څوک د هغه ستونزې لرې کوي، ” أَمَّنْ يُجِيبُ الْمُضْطَرَّ إِذَا دَعَاهُ وَيَكْشِفُ السُّوءَ. (62) سورة النمل.
عمر بن الخطاب رضی الله عنه وایي: ماته رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: کله چې ناروغ ته ورشې ورته ووایه چې دعا درته وکړي ځکه د ناروغ دعا داسي ده لکه د ملایکو دعا. وعن عُمَرَ بْنِ الْخَطَّابِ ، قَالَ : قَالَ لِي النَّبِيُّ صلى الله عليه وسلم: إِذَا دَخَلْتَ عَلَى مَرِيضٍ ، فَمُرْهُ أَنْ يَدْعُوَ لَكَ ، فَإِنَّ دُعَاءَهُ كَدُعَاءِ الْمَلاَئِكَةِ.أخرجه ابن ماجة (1441).
په پای کې باید ووایو چې د ناروغ پوښتنه ډیر لوی اجتماعي عمل او د ثواب کار ده باید له هر ډول شخصي ګټو او له تربګني غوښتنو لیري یواځي د الله له پاره وي په دې صورت کې به لوی ثواب ترلاسه کړی وي او هم به مو ناروغ ته دعاوې الله قبولې کړي.