وروستي:

په اسلام کې د جزيې حقيقت

 ليکوال: مولوي نور الله عزام

داسهي ده چې په اسلامي حکومتونو کې پر نامسلمانو وګړو ماليه ټاکل شوې ده چې “جزيه” ورته وايي، لوېديز ليکوالان وخت ناوخته په دې تړاو دا نېوکه کوي چې په اسلامي هېوادونو کې له نامسلمانو وګړو سره د مور او مېرې چلند کيږي، له دوی چې کومه ماليه اخېستل کيږي هغه له مسلمانانو نه اخېستل کيږي، که څوک د انصاف په سترګه وګوري ؛ نو په دې خبره کې هيڅ د نېوکې ځای نشته، بلکې په ټوليزه توګه دا خبره دنامسلمانو وګړو په حق کې ده. دا ځکه چې حکومت له مسلمانانو زکات اخلي او دوی له دې کاره وتلي دي. زکات لږترلږه يو نيم سلنه او زيات نه زيات لس سلنه وي چې دا تر جزيي څو برابره زيات دی. له بلې خوا اسلامي حکومت  نه يوازې د نامسلمانو وګړو د ځان او مال د ساتنې ذمه په غاړه اخېستې ده، بلکې په دوی کې که څوک نېستمن وي هغوی ته د بيت المال څخه مرستې هم ورکول کيږي، لکه د حضرت عمر رضی الله عنه چې څنګه کړنلاره وه، هغه ته يو بوډا يهودي د نېستۍ شکايت وکړ ، ده يې جزيه وبخښله او له بيت المال نه يې ټاکلې مرسته ورته مقرره کړه.

دغه راز له شهادت نه يو څه مخکې چې حضرت عمر رضی الله عنه له ځان نه وروسته خليفه ته کوم وصيتونه کړي وو، په هغو کې دا وصيت هم و چې :

وَأُوصِيهِ بِذِمَّةِ اللَّهِ، وَذِمَّةِ رَسُولِهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَنْ يُوفَى لَهُمْ بِعَهْدِهِمْ، وَأَنْ يُقَاتَلَ مِنْ وَرَائِهِمْ وَأَنْ لاَ يُكَلَّفُوا فَوْق طَاقَتِهِمْ“([1]).

ژباړه : او زه له ځانه وروسته راتلونکي خليفه ته د (نامسلمانه ذميانو) په اړه وصيت کوم د چا ذمه چې الله او د هغه رسول کړې ده، چې له دوی سره کومه لوزنامه شوې ده هغه دې پوره کړي، او د دوی د ساتنې د پاره دې (که جګړې ته اړتيا پېښه شي) جګړه وکړي، او دوی دې په داسې خبره مکلف نه ګرځول کيږي چې له وسه يې تېره وي.

او په دې اړه يو بل مهم ټکی دادی چې کله پر اسلامي دولت کافران بريد وکړي؛ نو د اړتيا پروخت خليفه ټولو مسلمانانو ته په جګړه کې د ګډون امر کولی شي، خو پر نامسلمانو وګړو داسې ډول هيڅ پابندي نشته، بلکې پر مسلمانانو فرض دي چې په هر حالت کې به د دوی ساتنه کوي. د حضرت عمر رضی الله عنه په وصيت کې دوَأَنْ يُقَاتَلَ مِنْ وَرَائِهِمْ ”   هم په ښکاره همدا مطلب دی، او علامه آلوسي رحمه الله د علماوو دا قول رانقل کړی دی چې د جزيې مقصد همدا دی چې نامسلمانه وګړي د دارالاسلام له ساتنې وتلي دي ([2]).  او صحابه کرامو په همدې باندې عمل کړی دی، او د دې تر ټولو يو څرګند مثال د شام پر “حمص” ښار باندې د مسلمانانو حکومت وو، هلته ډېر عيسايان او يهودان ميشت ول چې له هغوی نه د دوی د ساتنې او نورو په بدله کې جزيه اخېستل کېدله. ابوعبيده بن الجراح رضی الله عنه د هغه ځای والي وو، يوځل ناڅاپه نوموړي خبر تر لاسه کړ چې د روم پاچا هرقل يو ستر لښکر تيار کړی دی او غواړي پر مسلمانانو يرغل وکړي. هلته د مسلمانانو شمېر د دوی په پرتله ډېر کم وو، او په مرسته راغوښتلو کې ډېر وخت لګېده؛ نو ابوعبيده رضی الله عنه له مشورې وروسته پرېکړه وکړه چې مسلمانان دې له حمص نه بهر په يو بل ځای کې د مرستې انتظار وکړي. په دې وخت کې په “حمص” کې يوازې نامسلمانه وګړي پاتي کېدل؛ نو د ابوعبيده رضی الله عنه په حکم د دوی جزيه بېرته ورکړل شوه، او دوی ته يې وويل :

قد شُغلنا عن نصرتكم والدفع عنكم ‘ فأنتم علي أمركم”([3])

موږ ستاسې له مرستې او دفاع نه بې وسه شوو؛ نو تاسو ته پخپله معامله کې اختيار دی.

د دې اختيار ورکولو مطلب په څرګندو ټکو دا وو چې که دوی غواړی کولی شي هرقل ته خپله دروازه ورخلاصه کړي.

او مؤرخ ازدي رحمه الله دا الفاظ په داسې ټکو رانقل کړې دي :

“وإنما ردّنا إليكم أموالكم أنّا كرهنا أن نأخذ أموالكم ولا نمنع بلادكم ‘ ولكنّا نتنحّي إلي بعض الأرض ونبعث إلي إخواننا فيقدموا علينا‘ ثمّ نلقى عدوّنا فنقاتلهم‘ فإن أظفرنا الله بهم وفينا لكم بعهدكم إلا أن لا تطلبوا ذلك” ([4]).

موږ ستاسو مال له دې امله بېرته درکړ چې موږ دا نه خوښوو ستاسو مال واخلو او ستاسو د ځمکې دفاع و نه کړای شو؛ خو موږ د ځمکې يوې برخې ته ځو او خپلو وروڼو ته پيغام ورليږو چې زموږ مرستې ته راشي، بيا موږ د خپل دښمن سره مقابله کوو، که الله تعالی موږ ته پر هغوی باندې فتح راکړه؛ نو موږ به ستاسو سره کړې ژمنه پوره کوو، مګر که تاسو خپله داسې و نه غواړي.

علامه بلاذرې رحمه الله وايي چې ذميانو د دوی په ځواب کې وويل:

“لولايتكم وعدلكم أحبّ إلينا ممّا كنّا فيه من الظلم والغشم.”

بې شکه چې ستاسو حکومت اوستاسو انصاف موږ ته له هغه ظلم او جبر څخه ډېر خوښ دی چې موږ پکې اوسېدلو.

 

د زکات او جزيې ترمنځ مقايسه

بيا د دې ټولو خدمتونو
د پاره چې له نامسلمانو وګړو څخه کومه جزيه اخېستل کيږي، هغه د مسلمانانو څخه د زکات اخېستلو په پرتله ډېره کمه ده، ځکه چې د جزيې اندازه د کال زيات نه زيات اته څلويښت درهمه کيږي او له مېرمنو، ماشومانو، نېستمنو څخه هيڅ نه اخېستل کيږي. د دې په پرتله د مسلمانانو څخه اخېستونکی زکات تر دې دومره زيات دی چې د دوی ترمنځ هيڅ مقايسه نشې کېدلی.

اوس تاسو پخپله فکر وکړئ چې له يوې خوا نامسلمانو وګړو ته د ټولو مسلمانانو سره برابر حقوق ورکول کيږي، تر دې چې بيت المال کې هم د دوی برخه شته، له بلې خوا دوی د مسلمانانو د دفاع کولو له  ذمې څخه هم وتلي دي، او بله دا چې له دوی نه کوم شی اخېستل کيږي هغه د مسلمانانو څخه اخېستونکي زکات نه ډېر کم دی، له دې ټولو سره سره بيا هم “جزيه” ظلم ګڼل، دا کوم انصاف دی!؟ پخپله انصاف خوښونکو نامسلمانه مصنفينودمسلمانانو

د دې غوره چلند اعتراف کړی دی. په نوو سياسي علومو کې
د “مونټيسکو” نوم ډېر ياديږي، او دی د نوي ډيموکراسۍ له بنسټګرو څخه شمېرل کيږي. نوموړی وايي:

It was the excess of the taxes that occasioned the prodigious facility with which the |Mohametans carried on their conquests. Instead of a continual series of extortions devised by the subtle avarice of the Greek emperors, the people were subjected to a simple tribute which was paid and collected with ease. Thus they were far happier in obeying a barbarous nation than a corrupt government in which they suffered every inconvenience of lost liberty. (Montesque: the Spirit of Laws, book, chapter Great books, v, p)

دا د نامسلمانو وګړو د ټيکسو نو ډېر والی وو چې مسلمانانو ته يې پخپلو فتوحاتو کې اسانې ورکړه. يوناني پاچايانو چې د خپلو دبدبو او چړچو د لوټ ماري کومه لړۍ پېل کړې وه، د دې پرځای مسلمانانو پر دوی باندې يوه مامولې غوندې ډالۍ (جزيه)  اېښې وه چې د دې ورکول هم اسانه وو، او په ډېره اسانه توګه به يې ورکوله. دغه راز دوی د يو غير متمدن قوم په اطاعت کې د هغه ناوړه حکومت نه ډېر خوښ وو کوم چې د دوی ازادي سلب کړې وه او دوی يې له ډول ډول ستونزو سره لاس وګريوان کړي وو.

په دې اقتباس کې دې لويديز ليکوال د خپل عادت سره سم مسلمانانو ته يو غيرمتمدن قوم ووايه چې دا د دوی په ذهن کې
د تعصب او تبليغاتو يوه نغښتل شوې مجبوري ده؛ خو هغه له دې اعترافه په شا نه شو چې اسلامي خلافت پر نامسلمانو وګړو کومه جزيه ټاکلې وه هغه ډېره کمه وه، او د دې په ورکولو کې دوی ته هيڅ ډول ستونزه نه وه، او دا
د هغې لوټ مارۍ په پرتله ډېره اسانه وه چې د دوی مخکنيو پاچايانو ورباندې اېښې وه، دغه راز دا چې نامسلمانه وګړي د مسلمانانو حکومت ته په راتلو ډېر امن او خوښي احساس کړې وه او همدا د مسلمانانو د فتوحاتو يو لوی لامل وو.

د دې ترڅنګ له ځينو نورو روايتونو دا هم څرګنديږي چې دا ماليه  د “جزيې” له نوم پرته په بل نوم هم راټولېدلی شي. حضرت عمر رضی الله عنه غوښتل د بنوتغلب پر نصرانيانو جزيه کېږدې، هغو ويل موږ جزيه نه ورکوو؛ خو لکه له مسلمانانو چې زکات اخېستل کيږي، زموږ څخه هم په همدې ډول زکات واخلئ. حضرت عمر رضی الله عنه  ورته وويل چې زکات خو يوازې پر مسلمانانو فرض دی، هغو وړانديز وکړ چې زموږ نه يې دوه برابره واخلئ؛ خو د صدقې په نوم يې راڅخه واخلی، په دې سره عمر رضی الله عنه وويل چې دا خو جزيه ده خو تاسې چې هر ډول نوم ورباندې اېږدی ستاسو خوښه ده ([5]).

دارنګه په يوه روايت کې دي چې “جبله بن ايهم غساني” چې
د عرب عيسايانو سردار و، حضرت عمر رضی الله عنه له هغه وغوښتل چې جزيه دې ورکړي او په دارالاسلام کې دې د نامسلمانه وګړو په څېر په امن واوسي، هغه ورته وويل زه جزيه نه ورکوم خو صدقه ورکوم. حضرت عمر رضی الله عنه په پيل کې د ده خبره و نه منله چې له همدې امله هغه روم ته ولاړ. خو وروسته بيا پرخپله پرېکړه پښيمانه وو، او عباده بن صامت رضی الله عنه هم حضرت عمر رضی الله عنه ته ويلي وو چې که د ده خبره و مني؛ نو هېله ده چې زړه به يې رامات شي او همدا به د ده د اسلام منلو لامل وګرځي. له دې وروسته حضرت عمر رضی الله عنه د عمير بن سعد انصاري رضی الله عنه په مشرۍ روم ته يو لښکر واستاوه، او ورته يې وويل چې له جبله بن ايهم سره نرمې وکړي، او هغه ته دې د خپلوۍ څرګندونه وکړي، په دې اړه بلاذري داسې وايي:

“ويدعوه إلي بلاد الإسلام على أن يؤدّى ماكان بد من الصدقة ويقيم علي دينه”([6]).

او بيا يې هغه ته بلنه ورکړه چې اسلامي خلافت ته دې راشي او ده چې کومه غوښتنه کړې وه چې صدقه به ورکوي پر هغې دې ودريږي او پر خپل دين دې و اوسي.

که څه هم دې روايتونو کې اختلاف شته ؛ خو له دې مالوميږي چې دا مراعت يوازې په بنو تغلبو پورې ځانګړی نه وو، بلکې د مسلمانانو د مصلحتونو سره سم نورو ته هم ورکول کېدلی شي، که څه هم ځينو فقهاوو دا کار د قياس خلاف بللی او له نورو ذميانو صدقې په نوم جزيه اخېستل يې نا روا ګڼلې ده([7]). خو په ښکاره دا حکم د صدقې يا زکات په نوم اخېستل کېدلی شي. که له دې پرته بل داسې نوم ورکړل شي چې هغه په مسلمانانو پورې ځانګړی نه وي؛ نو ښايي هغه به په دې حکم کې نه راځي.

 دغه راز امام شافعي رحمه الله په ځينو خاصو حالاتو کې له جزيې پرته هم سوله کول روا بللي ([8]).


([1]) صحيح البخاري‘ كتاب المناقب‘ حديث:3700.

([2]) روح المعانی تفسير سورة توبه، ۲۹آيت، ۱۰ ټوک، ۳۸۲ مخ.

([3]) فتوح البلدان للبلاذري‘ 143 مخ.

([4]) الطريق إلي دمشق لأحمد عادل كمال ص410‘ نقلا عن تاريخ فتوح الشام للأزدي ص155.

([5]) فتح القدير، کتاب الزکواة، ۲ ټوک، ۱۵۲مخ، و کتاب الاموال لابې عبيد، باب اخذالجزية من عرب اهل الکتاب: ۶۸ مخ.

([6]) فتوح البلدان للبلاذري ص142‘ دارالكتب العلميه.

([7]) کشف الاسرار علی اصول بزدوي، باب معرفة اقسام الاسباب ج۴ص۲۰۱.

([8]) کتاب الام للشافعي، کتاب الجهاد والجزية، باب الصغار مع الجزية ج۵ ص۴۱۶.