وروستي:

خپل غمونه له باوري خلکوسره شریک کړﺉ

حامد افغان/

زموږ ډیر خلک په دې فکر دي چې وایې خپل زړه دخپلو غمونو اوستونزو له پاره قبر وګرځوه او چاته یې مه بیانوه، اراپوهان دا فکر غلط بولې او وایې دا خلک ځکه خپل غمونه پټوي چې دوی فکر کوي د زړه تنګي کمزوري ده که یې چاته بیان کړي بیا به کمزوری ښکاره شي، نوم به یې بد شي خو دا ډیر غلط فکر ده اودا غلط فکر له ډیرو سره له ماشومتوب نه ملګری وي او چې لوی شي هم په دي فکر وي .

له باوري کس سره خپل غمونه شریکول او هغه ته یې بیانول، ډیرې ګټې لري، یودا چې په انسان کې د یواځیتوب شعور ختم شي، او دیواځیتوب شعور دزړه دردونه زیاتوي، یواځیوتوب لکه په موږ کې چې مشهوره ده دې ته نه وایې چې یوڅوک نږدې خلک او ملګرې نه لري یواځیوتوب دې ته وایې چې یو څوک زړه ته نږدې انسان ونلري، داسې انسان چې د ده دغمونو او دردونو شریک وي.

که موږ خپل دردونه او ستونزې خپل نږدې باوري انسان ته بیان کړو د درد او غم تیزي به پڅه شي او یو په بل دپاسه حالت به یې ټيټ شي او په دي توګه دانسان زړه سپک شي،

کله انسان ته خپل غمونه او ستونزي په زړه کې دننه حالت کې خورا زیاتې ښکارې خو چې بل ته یې بیان کړي بیا یې هغه ډیروالی کم او محدودي شي . او کمې پاته شي.

داراز که خپلې ستونزې له نورو سره شریکي شي په انسان کې دهیلو او امید څرک پیدا شي، او په دې فکر شي چې زه کولی شم خپلې ستونزي په خپله ختمې کړم .

او بل ته په بیانولو سره یې له انسان سره داسې فکر پیدا شي چې زما غمشریک شته او زه یواځې نه یم او په دې توګه مړژوانده هوډ پیاوړی او دحل دلارو سنجول یې اسان شي .

خو دې ټکې ته ډیره توجه په کار ده چې له چا سره ستونزي شریکوﺉ هغه باید مناسب او ستاسو رښتینی خیر غوښتونکی انسان وي او که له هرچا سره یې شریکې کړﺉ د غمونو دکمولو اوسپکولو په ځای ډیره شونې ده چې در زیات یې نکړې او خدای مکړه له پخوا به مو حال بد تر شي . او د مناسب شخص په موندلو کې بیړه په کار ده په زړه کې د دردونو او ستونزو ځنډول ښه کار نده ژر ترژره باید مناسب کس پیدا او خپل دردونه ورسره شریک کړﺉ.

د ارواپوهني له غوره توجیهاتو وروسته راځو د رسول الله صلي الله علیه وسلم ژوند ته، هغه په خپل ټول ژوند کې مشورې ته ډیر اهمیت ورکړی دی او ان چې له خپلو میرمنو سره یې لا د جنګ او سولي په حالاتو کې مشورې کړې دي او دمشورې موخه داده چې یوداسې کار درپیښ شي چې په خپل فکر یې نشې حل کولی نو له نورو سره یې شریک کړه او د خپلې ستونزي په اړه دهغوی نظر وغواړه او د مشورې په اړه په قرانکریم اونبوي حدیثو کې ډیر ټینګار شوی دی.