وروستي:

د بنده کړه وړه

مولوی سیف الله ساعی

هر څه الله جل جلاله پيداکړي ،که ايمان دی که کفر ،لارښوونه ده که لارورکي ،خير دی که شر ،ښه دي او که بد او د دې ټولو پيداکول يو کمال او ښه صفت دی خو الله جل جلاله يې بندګان په کولو نه دي اړ کړي چې خامخا به يو لوری غوره کوي بلکې بندګانو ته يې د کسب او تر سره کولو واک او اختيار ورکړی چې ايمان غوره کوي که کفر ،لارښوونه خپلوي او که لارورکي ، ښه کوي او که بد لکه الله جل جلاله وايي : ((فَمَن شَاء فَلْيُؤْمِن وَمَن شَاء فَلْيَكْفُرْ)) ژباړه : څوک چې غواړي ايمان دې راوړي او څوک چې غواړي کفر دې غوره کړي. له همدې کبله  الله جل جلاله خپلو بندګانو ته د ښو کارونو په ترسره  کولو ثواب اود بدو په کولو سزا ټاکلې ده  بنده دخپلو کړنو پيداکوونکی نه دی خو تر سره کوونکی يې دی لکه د قران مجيد  په يو شمېر ايتونو کې الله جل جلاله د همدغه کسب او تر سره کولو نسبت بنده ته کړی دی ((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ أَنفِقُواْ مِن طَيِّبَاتِ مَا كَسَبْتُمْ وَمِمَّا أَخْرَجْنَا لَكُم مِّنَ الأَرْضِ)) ای هغو کسانو چې ايمان مو راوړی ولګوئ له هغو پاکو شيانو چې تر لاسه کړي مو دي او څه چې له ځمکې درته را ايستلي دي ((لَهَا مَا كَسَبَتْ وَعَلَيْهَا مَا اكْتَسَبَتْ.)) ژباړه : هره چالره د هغو ښو  ثواب دی چې کړي يې دي او د هغو بدو زيان دی چې تر سره کړي يې دي .(( وَالَّذِينَ كَسَبُواْ السَّيِّئَاتِ جَزَاء سَيِّئَةٍ بِمِثْلِهَا)) او هغه کسان چې بدکارونه يې کړي دي د بدۍ بدله به يې د هغې غوندې وي .((  ثُمَّ تُوَفَّى كُلُّ نَفْسٍ مَّا كَسَبَتْ وَهُمْ لاَ يُظْلَمُونَ)) ژباړه : بيا به هر چا ته هغه څه پوره پوره ورکړل شي چې کړي يې دي اوپر هغوی به تېری نه کيږي .په دې ټولو آيتونو کې د کسب نست بنده ته شوی دی او د همدې کسب له امله په اخرت نيول کيږي يا ثواب ورکول کيږي .[1]


[1] / شرح العقيدة الطحاوية /۲/۲۷۳/