د هر چا کیسه
په هند کې د میوات په سیمه کې بس تیریدی په یوه تم ځای ودریدی ډریور د ضروري کار له پاره کوز شو، ځیني سپرلی کوزيدلې او څو نوري را وختلې، په نویو راختلیو سپرليو کې یوه میواتۍ بوډۍ هم وه چې یوه برابره پنډه یې هم په سر وه، نور خلک په سیټونو کېناستل خو بوډۍ په خالي سيټ پسي یوه بل لورته کتل، یوه مسافر په ټوکه سره د ډریور سيټ ته نغوته وکړه او ورته ویې ویل: هغه مخکي خالي سيټ ده هلته کېنه، میواتۍ بوډۍ سمدستي د ډریور سيټ ته ځان ورساوه او په تبیت ښه خرامانه او سپخیدلې کېنستله.
بوډۍ په دې نه پوهیدله چې د ډریور سيټ هغه ته ځانګړی شوی وي ځکه هلته کېناستله، لیږ وروسته ډریور راغی او بوډۍ ته یې وویل: ته ولي دلته ناسته یې دلته خو زه کېنم او بس چلوم؟ د بوډۍ خپله پنډه لا په سر وه ډریور ته یې وویل: زویه! دا سيټ اوس ما نیولی ده خپه نشې له بله ځایه دي بس وچلوه .
د بس په اړه دا د یوې ناپوهې بوډۍ کیسه ده خو په عامه توګه که وګورو په دې زمانه کې دا د هر کس کیسه ده نن سبا د حرص، د دنیا د مینې او هل ممزید مانه ده، نن سبا هیڅوک په خپل سيټ قناعت نه کوي او غواړي د نورو سیټونه ترلاسه کړي انسان یواځي هلته دریږي چې حالات یې درولو ته اړ کړي، او که حالات اجازه ورکړي نو کوښښ کوي د بل چا پر سيټ قبضه وکړي.
د الله جل جلاله په دې پراخه نړۍ کې هر شی په خپلو ټاکلیو حدودو کې د ننه کار کوي، ټول اسماني اجسام او سيارې په په خپل مدار کې څرخیږې، د ځنګلونو څاروي په خپل طبیعي ژوند بوخت دي، په دې نړۍ کې کې انسان یواځنی هغه مخلوق دی چې له ټاکلیو حدودو وځي او کوښښ کوې هغه څه ترلاسه کړي چې په حقیقت کې د ده ندي.
د بوډۍ کیسه په ناپوهي ولاړه ده او د نورو خلکو کیسه د سرکشي او سرټمبګي خبره ده، ناپوهي د بښنې وړ ده خو سرکښي د الله له قانون سره سم د بښنې وړ نده.