وروستي:

قدر

مولوی سیف الله ساعی

  قدر ياتقدير په لغت کې اندازه کولو ته وايي او په شريعت کې قدر داسې  ايمان او باور ته وايي  چې د ټولو کايناتو له پيدايښت مخکې الله جل جلاله  ښه ، بد ،کفر ،ايمان ،لارښوونه ،لار ورکي ،پيروي او کناه ، اندازه کړي او ليکلي دي چې په هغو کې هيڅ ډول  زياتوالی او کمښت نه راځي لکه الله جل جلاله وايي ((  إِنَّا كُلَّ شَيْءٍ خَلَقْنَاهُ بِقَدَرٍ )) ژباړه :موږ هر څه په اندازه پيدا کړي .  په قدر باندې باور د ايمان له شپږو ارکانو څخه يو رکن دی لکه جبريل عليه السلام له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه د ايمان په اړه پوښتنه وکړه رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وويل : (( الايمان : ان تومن بالله ،وملائکته ، وکتبه، ورسله ،واليوم الاخر ،وتومن بالقدر خيره وشره )) ژباړه : ايمان دادی چې په الله ،د هغه په پرښتو ، کتابونو ،رسولانو او آخرت په ورځ ايمان ولرې او د قدر په ښه او بد ايمان راوړې

 الله جل جلاله د هر څه له پيداکولو وړاندې  د هغه په کړو وړو خبر او پوه دی او هر څه يې ډېر مخکې ليکلي ولکه په حديث کې راځي (( قال رسول الله صلی الله عليه وسلم : کتب الله مقادير الخلائق قبل ان يخلق السموات والارض بخمسين الف سنة )) ژباړه : رسول الله صلی الله عليه وسلم وايي : الله جل جلاله د ټولو مخلوقاتو تقديرونه  د اسمانونو او ځمکې له پيدا يښت پنځوس زره کاله وړاندې ليکي دي .

د مور په نس کې د بچي له پيدايښت وروسته او ساه اچولو مخکې الله جل جلاله هغه ته يوه پرښته ليږي او ورته ويل کيږي چې روزي يې ، د ژوند نېټه يې ، کړه وړه يې او چې بد بخته به وي او نېک بخته دا وليکه  نو همدې شيانو  ته تقدير ويل کيږي .