په هېواد کې د ناامنۍ او روان کړکیچ اصلي عاملین بهرنیان دي (محمد حسن حقیار)
په مسکو کې د نوید روز ورځپاڼې سره د قاضي صیب محمد حسن حقیار مرکه وګورئ!
د نوید روز ورځپاڼې درانه مدیر او ښاغلیو لوستونکیو ته سلامونه !
د لومړۍ پوښتنې ځواب:
۱ــ نوم مې محمدحسن اوحقیار تخلص کوم په ۱۳۵۲ هجري لمریز کال د ننګرهار ولایت دسره رود ولسوالۍ اړوند نظراباد کلي کې زېږېدلی یم ،زده کړې مې دماسترۍ ترکچې په افغانستان ، پاکستان، هند او سعودي کې کړې دي اوس په کابل کې کلتوري اوسیاسي کارونه کوم .
ددوهمې پوښتنې ځواب:
۲ـــ دروسیې فدراتیف ته دیوملګري افغان عبدالقاهر دردمندپه بلنه راغلی وم،لومړی سانکت پيټربورګ ته لاړم دسفرموخه مې سیاحت ،دکلتوري ځایونو کتنه ،دلته دافغانانو له ستونزو او شرائطوځان خبرول اودهیواد روان حالات له دوی سره شریکول دي.
ددریمې پوښتنې ځواب:
۳– په سانکت پيټربورګ مې تقریباًټول کولتوري او تاریخي ځایونه اود ویبرګ په شمول ځینې ښارونه ولیدل ،له لسګونو افغانانو سره مویوه سیاسي ناسته درلوده ، دافغانستان مسایل موسره وڅېړل ، هغوی دافغانستان داوسني سیاسي او نظامي حالت په ځانګړې توګه دټاکنو دپایلوپه اړه پوښتنې او اندېښنې درلودلې ، ما هم له خپل فهم اوبرداشت سره سم لومړی لکچر او وروسته ددوی پوښتو ته ځوابونه ورکړل.
دڅلورمې پوښتنې ځواب:
۴—په افغانستان کې روان سیاسي او نظامي حالت نورمال اودافغانانو له خوښې سره سم روان ندی، په افغانستان کې میشتو بهرنیوځواکونواودافغانستان ګاونډیانو افغانانوته امنیتي او سیاسي ستونزې جوړې کړې دي، په افغانستان کې دروانو سیاسي او امنیتی ناکراریو ترشا دهمدوی لاس او لمسون دی ،دکړکیچ اصلي عاملین هم دوی دي ،ټاکنې هم دوی بدنامه کړې، دټاکنو دپایلو دنه منلوپه اړه دیوې ډلې ترشا هم د دوی لاس او لمسون دی،دوی په افغانستان کې پیاوړی نظام دخپلو نارواګټواوشوموموخو پروړاندې خنډ بولي ، له همدې کبله يې په ټاکنوکې دخیله يوه ډله پرشاوټپوله اوناارامۍ ته يې وهڅوله .
له بده مرغه دجګړې دواړه خواوې دافغانانو ژوند ته درناوی نلري او له توندلارۍ څخه کاراخلي خوله دې ټولو سره هیله ده شته چې حالات ښه شي،افغانان اوس راویښ شوي ،ملي شعورپکې راژوندی شوی،دوست او دښمن پيژني که شرارت او لمسونې همداسې دوام وکړي نو ولس ورته نورچوپ او نندارچي نه پاتې کیږی دیوپراخ ملي پاڅون امکانات ډېر دي .
دپنځمې پوښتنې ځواب:
۵- ما دسانکت پيټربورګ اومسکوپه شمول دروسیې په څولویو اوکوچنیوښارونو کې افغانان ولیدل.
له شک پرته له دوی سره دهیواد درد او درک دواړه شته ، دخپل هیواد پرستونزو دردېږي،افغانستان ته اندېښنه لري حالات يې څاري اوځان ترې خبروي او په تمه دي چې که په هیواد کې شرائط ښه شي نوخپل ټاټوبي ته ورستانه شي.
دخوښۍ خبرداده چې دلته په روسیه کې افغانان داروپا ،امریکااوعربي نړۍ په نسبت دعزت ژوند لري، ددې پرځای چې ددوی راشن ته په تمه وي دلته سوداګري کوي ،خپل ښه کاروبارلري ،پرځان ویسا دي ،بیا هم ،ددې پرځای چې دروسانو ترلاس لاندې کار وکړي ،ډېرو افغانانو پخپلو دوکانونو کې روسان اوښکلې روسانې نوکرانې کړې او تنخوا ورکوي،ډېريې پخپل نوم دڅوکورونو ،سترو مغازو موټرواو جایدادونو درلودونکي دي ، مادلته داسې افغان ونه لید چې له روسي سره مزدور وي،خوډېرې ښکلې روسانې مې ولیدلې چې له افغانانو سره مزدورانې دي،
خو طبعي ده چې ستونزې هم شته ، له هېواده،کورنیو او دوستانو لېرې والی اومسافري،دبچیانو تیاره راتلونکې، له خپل کلتور،ژبې ،مذهب اودود او دستورڅخه ددوی دبچیانو لیری والی ،دهغوی د واده او کوژدې غم او ….
څوځایه مې داسې نمونې ولیدلې او واورېدلې چې دروسیې حکومت آن دخلق اوپرچم دګوندهغولوړپوړيوچارواکیوته هم داوسېدوداسنادوپه ورکړه کې تنبلي کړې اودلته يې په ډېرتوهین په پنجروکې بندیان کړي چې روسیه يې دانټرناسیونالیزم دداعیې علمبرداره ګڼله ،دروسي ټانګونو پروړاندې نڅېدل اوافغانستان ته دروسانوپه یرغل کې يې مرسته کړې وه چې دازما لپاره دډېرې خواشینۍ خبره ده .
دشپږمې پوښتنې ځواب:
۶—رایه ورکول او دهیواد په سیاست او برخلیک کې ګډون دهرافغان حق دی او افغان حکومت باید هرافغان ته دازمینه برابره کړي،خصوصاً دپاکستان ،ایران اوروسیې په څېر هغوهېوادونو کې اوسېدونکیوافغانانو ته چې افغانان پکې ډېر دي ، په تېروټاکنوکې په پاکستان او ایران کې میشتو افغانانو ته هم دګډون حق نه و ورکړل شوی زماباوردادی اودامې څوځله ویلي هم دي چې داشغال په سیوري کې ټاکنې بې ګټې او بې معنادي اودادی ثابته هم شوه .
داومې پوښتنې ځواب:
۷–افغان حکومت باید له بهرمیشتو متخصصینو سره مشورې وکړي ،له پوهې ،تجربې اونظریاتوڅخه يې ګټه واخلي،ډېرتکړه پوهان له افغانستان څخه وتلي،دمغزونو دتېښتې ستونزه په افغانستان کې تربل هرهیواده جدي ده، ددوی پوهه او تجربه دافغانستان لپاره اب حیات ده خو له بده مرغه په افغانستان کې د موجود حاکم نظام په اډانه کې پوه ،متدین ،اهل اومتخصص کسان کم دي ،واک دهغه چا په لاس کې دی چې له پوهې تخصص ،کفایت او درایت سره وران او داهلیت دمعیاردښمنان دي. دلته واک ته درسېدو معیار خدمت،کفایت تخصص اودیانت نه،بلکې روابط، په فسادکې تجربه ،اوله استخباراتي کړیوسره تړاوونه دي
داتمې پوښتنې ځواب:
۸— داډېره دخوښئ خبر ده چې په روسیه کې مذاهب دپرمختګ په حال کې دي ، هردین اومذهب ته دفعالیت اجازه شته آن حکومت ورسره مرسته کوي خوبیا هم مذهب سمبولیک دی.
دلته دخلکواقتصاد دپرمختګ په حال کې دی ،شخصي ملکیتونوته داجازې اودازاد بازار له راتللو سره د روسانو اقتصادډېرښه شوی دی ،که څه هم په روسیه کې ازادي شته او دولت مشرانو اوموراوپلار ته اجازه نه ورکوي چې دبچیانو په شخصي ژوند کې مداخله وکړي ،بې حجابي ډېره ده اومدنیت ګڼل کېږي خود اروپا په نسبت حالات ښه دي ،کورنی نظام لا هم محترم ګڼل کېږي ،ماڅوڅوځله ولیدل چې په میټرو او موټروکې کشرانو مشرانو ته څوکۍ پرېښودله .