وروستي:

د خديجې(رض) غاړکۍ او د رسول الله صلی الله عليه وسلم اوښکې

شرر ساپی

هاله د خپلې خور کور ته په لاره ده، خپل زوی ابوالعاص ورسره دی، خبره شوې ده چې خورزه يې پيدا شوې دی، کور ته ننوتله ټولو ورته ښه راغلاست ووايه، د خپلې خور کوټې ته ننوتله، له ستړې مه شې وروسته په نوي مولود ورټيټه شوه، دغه زينب وه، په غېږ کې يې راواخيسته، ابوالعاص ورته ځير شوی دی، مور يې ورته د کيناستو وويل، ابوالعاص کيناست، زينب يې ورته غېږ کې واچوله، خديجې پرې غږ کړې ابوالعاصه خوښه دې شوه، ابوالعاص سر وخوځاوه، دواړو خويندو وخندل، زمانه واوښته، هاله د خپلې خور خديجې کور ته د هيلو سره رارونه ده، کله چې دغه وړوکي کور ته ننوتله، زينب يې په غېږه کې کلکه ونيوله، رقيې او ام کلثوم يوې بلې ته وکتل، بيا دواړه خپلې کوټې ته ننوتلې، هاله د خپلې خور کوټې ته ورغله، له روغبړ وروسته ورته هالې وويل:

–          خدېجې زه خو د زينب په جرګه راغلې یم.

–          زما خوښه ده، خو دومره صبر وکړه چې د پلار نه يې پوښتنه وکړم

محمد کور ته راننوت، خديجې ورته  دخپلې خور هالې هيله څرګنده کړه او  ويې ویل:

–          هاله د زینب په جرګه راغلې، خپلې زوی ابوالعاص ته يې غواړي

–          ته صبر چې زه مې لورکۍ وپوښتم چې خوښه يې ده او که نه؟

محمد د خپلې لور کوټې ته ننوت، خپلې لور ته يې وويل: “لورکۍ ترور دې په جرګه راغلې، ابوالعاص ته دې غواړي، ستا څنګه خوښه ده.”

د زينب په سترګو کې حيا راټوله شوه، مخکې له دې چې باڼه يې په سترګو راښکته شي، لېمو يې ځلا وکړه، محمد بېرته خپلې مېرمنې ته راستون شو، ورته يې وویل:

–          لور مې رضا ده.

زينب  په خپل ترورزي ابوالعاص واده شوه، ابوالعاص سوداګر و، په  مکه کې د زينبې د پلار نه وروسته دوهم کس و چې په امين مشهور شوی و، زينب پرې ډېره زياته ګرانه وه، کله چې به هم په سوداګرۍ کوم هيواد ته لاړ، نو د خپلې مېرمنې په مینه به يې شعرونه ويل، دغه شعرونه به راويانو په مکه کې ويل:

زينب مې ياده شوه راياده مې کړه

تل دې ژوندی وي د حرم سړی

د امين لور ده پاکه نيکه ميرمن

فکر د ميني کړي همدم سړی

ګوره  د خپلې تجربې په اساس

رايادوي مېرمن هر دم سړی

زمانه په چکټۍ روانه ده، يو ستر پيغام ته يې بېړه ده، چې دغه پېغام به  د زينب پلار ته راځي او هغه به يې ټول بشريت ته رسوي، وحې راغله، محمد صلی الله عليه وسلم خپلو خپلوانو ته د اسلام دعوت ورکړ، ابولهب يې پر وړاندې ودرېده، د رسول الله صلی الله عليه وسلم ټولې لورګانې مسلمانې شوې، خو ابوالعاص مسلمان نه شو، په رسول الله صلی الله علیه وسلم باندې اقتصادي بنديزونه ولګېدل، د ابولهب زامنو د رسول الله صلی الله عليه وسلم دواړه لورګانې پرېښودې، په ابوالعاص پسې د مکې مخور ورغلل، ورته يې وويل:

–          ابوالعاصه! په مکه کې چې د هر کور په هره نجلۍ لاس کېږدې، موږ به يې درکړو، خو د  محمد لور طلاقه کړه

–          زه له محمد سره هيڅ ستونزه نه لرم

–          خو هغه زموږ خدايانو ته رد بد وايي، زموږ په عقلونو او زموږ د پلرونو په عقلونو ملنډې وهي

–          دا کار هيڅله نه کوم

–          ګوره په مکه کې ډېر ښکلې جينکۍ شته، ته پرې لاس کېږدې موږ به يې درکړو

–          د کعبې په رب مې دې  سوګند وې که د زينبې يو نوک په ټولو قريشو ورکړم

ابوالعاص په رښتیا هم امين و، د زينب سره يې انصاف وکړ، د محمد صلی الله علیه وسلم سره يې د هغه د لور په اړه انصاف وکړ، ايا ستر  لارښود او تر ټولو امین شخصيت به د ابوالعاص دغه انصاف  هېر کړي؟!!

پر مسلمانانو د مکې ځمکه راتنګه شوه، رسول الله صلی الله علیه وسلم مدينې ته هجرت وکړ، په مکه کې د مسلمانانو ټوله شتمني د مکې مشرکانو ولجه کړه، نو الله ورته یوازې د مکې  د مشرکانو پر وړاندې  د جنګ امر وکړ، په عربي جزيره کې نورې قبېلې هم وې خو د هغې په اړه لا ورته د جهاد امر نه دی شو، مسلمانان د خپلو شتمنيو د بېرته لاسته راوړلو په موخه د قريشو په قافلې پسې ووتل، قافله د ابوسفيان په ځېرکتيا وژغورل شوه، خو ابوجهل په مکه کې اعلان وکړ چې په دې جګړه کې به هرومرو  د هر خيل او هرې کورنۍ سړی ګډون کوي، ابوالعاص د خپل کور مشر دی، د زېنب زړه ودرزېده، مېړه يې د عظيم پلار  پر وړاندې جګړې ته ځي، يو خوا يې مېړه، او بله خوا يې عظيم پلار دی، د زړه نه يې دعا وکړه چې پلار يې سوبمن شي، د بدر د جګړې له نخښتلو مخکې رسول الله صلی الله علیه وسلم اعلان وکړ، چې ځينې خلک په زور جګړې ته راویستل شوي دي، بايد ونه وژل شي، د خپل تره عباس د نه وژلو سپارښتنه يې وکړه، عباس په مکې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د اسختباراتو مسئول دی، د هغه مخور مشرک په نه وژولو يې هم امر وکړ، چې ظالمه مقاطعه يې څېرې کړې، محمد صلی الله علیه وسلم او هاشیمان يې د ابوطالب په ناو کې له درې کاله حصار وروسته راوويستل، جګړه ونخښته مشرکانو ماتې وخوړه، رسول الله صلی الله عليه وسلم د خپل  تره عباس سر بېره ډېر مشرکان ژوندي ونيول، زينب خبره شوه چې پلار يې بريالی شوی دی، ډېره زياته خوشاله شوه، خو چې کله خبر شوه چې مېړه يې زنداني شوی، خواشينې شوه، رسول الله صلی الله عليه وسلم له بنديانو څخه د فديې غوښتنه وکړه، چې ويې کتل ابوالعاص يې په بنديانو کې وليد، ورته يې وويل فديه به راوړې، بيا به دې خوشې کړم، هغه زينب ته خبر واستاوه چې فديه راولېږي، زينب نور څه مونده نه کړل، خپله هغه غاړکۍ يې ورولېږله چې په واده کې يې مور له خپلې غاړې وويسته او ې ته يې پر غاړه کړه ، ناڅاپه د رسول الله صلی الله عليه وسلم نظر په غاړکۍ ولګېد، د سترګو په رپ کې يې خديجه سترګو ته ودرېدله، د حرا له غره نه وارخطا راروان دی، هغه يې مخې ته ودريږي، د خديجې غږ يې په زړه کې شرنګيږي:”نه د تره زويه هيڅکله داسې نه ده، الله پاک به تا نه شرموي، ته د مظلوم سره مرسته کوې، خپلوي پالې، او په نيکيو امر کوې”

له اوږدو بڼو نه يې په مخ اوښکې  راتويې شوې، بيا يې خپلو ملګرو ته مخ کړ، ورته يې وويل، که کولی شئ دې سړي ته دغه فديه بېرته ورکړئ، بيا يې ابوالعاص ته وويل: “ابوالعاصه. په دې شرط دې پرېږدم چې په ماباندې مې لور وسپارې.”

 ابوالعاص هم ورسره ژمنه وکړه، په خپله سپرلۍ سپور شو او مکې ته روان شو، کله چې کور ته نېږدې شو، زينب ورمنډې کړې چې غاړه ورکړي، هغه ورته لاس ونيوه او ورته يې وويل:

–          د سفر تياری نيسه

–          چېرته؟

–          پلار ته دې لېږم.

ابوالعاص خپل اعتبار نه خرابوي، هغه هم په مکه کې خلک په امين یادوي، که په خپله ژمنه وفا ونه کړي، نو لرې نه ده چې دغه ګټلي افتخاري لقب ترې بېرته واخيستل شي،  زينب د خپلې غاړې غوټه راټولوله، چې هنده راورسېده، په بدر کې د هندې پلار تره او ورور وژل شوي وو، زينب ته يې وویل:

–          اورېدلې مې دې چې د پلار خوا ته دې ځې؟

زينب ووېرېده ورته يې وويل:

–          نه. نه ځم

–       که پيسې نه لرې چې پیسې درکړم، که د لارې توښه نه لري چې هغه درته واخلم او که پلار ته دې پیسې لېږې چې در يې کړم، ګوره نجلۍ سړي زموږ ترمنځ د تړون پولې نه شي ړنګولی.

–          نه زه مې د پلار خوا ته نه ځم.

هند په خپله خبره کې صادقه وه، خو زينب ووېرېده هسې نه چې کوم زيان ور وانه اړوي، د اوښ په شا يې ورته ډولۍ جوړه کړه چې د لمر له وړانګو يې وساتي، لېور يې د اوښ مهار ونیو او د مدينې په لور روانه شوه، په لار کې پرې ابن هبار حمله وکړه، ډولۍ يې په نېزه ووهله، زينب دومره ووېرېده چې په نس ماشوم يې زيان کړ، لېور يې په لينده کې غشی کېښود او غږ يې کړ:

–          که د وريندار خوا ته مې هر څوک ورنېږدې شه چې دا غشی يې له زړه وباسم

ابوسفيان راورسېد، ورته يې وویل: تا زموږ په شرم پسې راخيستې ده، زموږ خولې له وينو ډکې دي، او تا د محمد لور په رڼا ورځې مدینې ته روانه کړې ده. که موږ د محمد لور ووژنو زموږ پرې هيڅ نوم هم نه کیږي، بېرته يې ستنه کړه، او چې کله د خلکو غوسه او غضب کيناست بيا يې بوځه.” په لاره کې په هند باندې تېر شول، هند چې زینب په بد حال وليده، د هغې په مظلوميت يې ننګ وکړ، که څه هم يې پلار ورور او تره د زينب د پلار له خوا وژل شوي وو. د ابن هبار او د قريشو په اړه يې شعر ووايه:

چې جنګ نه وي د وحشي خرو په څېر مست وي

خو په وخت د جنګ حائضئ جينکۍ شي

زینب يې بېرته د خپل مېړه کور ته راوګرځوله، د خزان د پاڼې په څېر ژېړه شوې وه، ابوالعاص هم ډېر خواشینی شو، له لاسه يې ونيوله، کور ته يې دننه کړه، کله چې روغه شوه، بيا يې د خپل ورور سره مدينې ته ولېږله، رسول الله صلی الله عليه وسلم چې ولېدله، خبلې غېږي ته يې راجوخته کړه، او د ابن هبار د وژلو امر يې وکړ.

ابوالعاص د قريشو د يو سوداګریز کاروان په مشرۍ يمن ته روان و، چې په لاره کې د رسول الله صلی الله عليه وسلم د ملګرو له خوا ونیول شو، سهار د لمانځه وخت و چې ابوالعاص يې د قافلې سره مدېني ته راورساوه، اصحاب مسجد ته ورغلل چې په رسول الله صلی الله عليه وسلم پسې د سهار لمونځ وکړي، ابوالعاص له دغه وخت نه استفاده وکړه او په منډه يې ځان زينب ته ورساوه، له هغې نه يې امان وغوښت، رسول الله صلی الله علیه وسلم په لمانځه ولاړ دی، ملګري يې پسې شاته ولاړ دي، چې زينب غږ کړې:

–          پام مو وي چې ما ابوالعاص ته پناه ورکړې ده

رسول الله صلی الله علیه وسلم سلام وګرځاوه، خپلو ملګرو ته يې مخ کړ، ورته يې وویل:

–          ما چې څه واورېدل تاسې واورېدل؟

–          بلې يا رسول الله موږ هم واورېدل

–          الله په دې شاهد دی چې زه له دې موضوع نه بيخې ناخبره وم، خو چې زما لور چاته پناه ورکړې موږ يې هم ورکوو

رسول الله صلی الله عليه وسلم کور ته راغی خپلې لور ته يې وویل:

–          لورې د ترورزي دې ښه درناوی وکړه، خو چې ورسره يوازې نه شي، ځکه چې مشرک دی.

زينب رسول الله ته وويل:

–          ابوالعاص خو ټول پردي مالونه رابار کړي، که دا مکې ته وګرځي نو خلک خو به ترې خپل مالونه غواړي، که دغه مالونه يې ورکړي.

رسول الله صلی الله عليه وسلم وويل: “په دغه غنيمت مال کې چې زما او د الله کومه برخه رسيږي ما ابوالعاص ته وبخښله” اصحابو کرامو چې کله د رسول الله غږ واوريده، ټولو په یوه غږ وويل چې موږ هم خپله برخه وروبخښله، د ابوالعاص تندی وغوړېد، يو تن ورته وویل:

–          مسلمان شه، او دا مالونه هم واخله

–          ولې خپل اسلام مې په خيانت پېل کړم

مکې ته ستون شو، په ټولو قريشو يې خپل مالونه وويشل، او بيا د کعبې څنګ ته ودرېد، په لوړ غږ يې وویل:

–           واخلکو!ما تاسې ته خپل مالونه بېرته درکړل؟

–           هو موږ ته دې خپل مالونه راوسپارل،

–       اشهد ان لا اله الا الله واشهد ان محمدا رسول الله، که مې دا کليمه په مدینه کې ويلې وای تاسې به ویل چې زموږ مالونه ته يې سترګې پټې کړې وې.

د کلیمې له ویلو وروسته مدينې ته راغی او د خپلې خوږې مېرمنې زينب سره يوازې شو.