وروستي:

د هېواد په مطبوعاتو کې د عالمانو ونډه/ شپږمه برخه

دسراج الاخبار دوهمه دوره :

دسراج الاخبار دوهمه دوره دديني عالمانو په هڅونه اوهلوځلو دمحمود طرزي ترمشري پيل شوه اوددغې جريدې  ددوهمې دورې لومړنی ګڼه ترشپږ ګلن ځنډ وروسته يوځل بيا  د۱۲۸۹ل په مرغومي کې چې د ۱۹۱۱م کال جنوري په مياشت کېدله په کابل کې له چاپه راووتله .

دجريدې ددغه تګلارې په اړه څوځله امير حبيب الله خان دجريدې کارکوونکو اومشرانو ته اخطار ورکړ چې په سراج الاخبار کې دې  سياسي مقالې خپرې نه کړې خودجريدې مشرانو دوطن دوستي دغه اخطارونه نه شوای زغملای  دهمدې اخطارونو اوننګونو په منځ کې اودجريدې دپخوا په څېر دښکيلاک ګرو په ټکونه اودخپلې خپلواکی په ترلاسه کولو کې له نورو همغږو پوهانو سره جوړه روان و چې له امله يې ډير ځله دغې جريدې تر يوې اونۍ دزيات ژوند تمه نه لرله .  اوددغې جريدې دادارې دشړيدو له پاره هڅې روانې وې اويوو وخت دزياتې ويرې له امله دغه جريدې دچاپ اونور سامان يې کارونکو ته کور ته له ځان سره يو وړل اوله هغه ځايه به يې دغه جريده خپروله اوپه مستعارونومونوبه يې پکې ليکنې کولې. [1]

پاتې په بله ګڼه کې


[1] مخکنۍ اثر ۶۶مخ . په ژباړه کې له يوڅه بدلون سره .