د هېواد په مطبوعاتو کې د عالمانو ونډه/ پنځمه برخه
دسراج الاخبار دلومړنۍ ګڼې منځپانګه اودواکمنوغبرګون
دلومړنۍ ګڼې منځپانګه کې داسلامي وېښتابه اودغه راز هغه مهال دانګريزانو داستعمار په خلاف ډير څه ليکل شوي وو، استاد حبيبی په خپل کتاب ((جنبش مشروطيت ))کې ددغې جريدې دمنځپانګې په اړه ليکي : ((دسراج الاخبار دلومړی ګڼې مضامين په لاندې ډول وو: سرمقاله يې دمولوی عبدالروف له لوری ليکل شوې وه چې سرليک يې و ”يوه خطابه ، يوتمهيد اوسياسي موعظه حسنه ….”. په پای کې دمولوي سرور واصف يوه وعظيه قصيده راوړل شوې چې ژبه يې زياته فصيحه ده )) [1]
دغه راز استاد حبيبي دجريدې په لومړی ګڼه دخاکي صاحب لاس کښلې سرمقاله وېښوونکې بولي ، ځکه خاکي صاحب هغه مهال هرڅه درک کړي اودنړۍ له نوې بدلونوسره بلد و، نوموړي غوښتل چې له دې لارې ګڼ نوی ځوانان دانګريزانو پرخلاف وپاروي اوهغوی ته دازادي درس ورکړي ، چې ددې اخبار له خپريداسره په سيمه کې دلويې هنګامې اوغوغا جوړيدو ويره کېدله له همدې امله يې دوخت واکمن او په ځانګړي ډول يې په هند کې دبرطانوي حکومت ووېراوه اودوخت واکمن يې سمدلاسمه ددې جريدې په وړاندې غبرګون ښودلو ته وهڅول، هغه و چې دوخت واکمنو دانګريزانو په غوښتنه اواشاره ددغه جريدې دلومړۍ ګڼې له خپريدا وروسته دنورو خپريدو مخه ونېوله او دشپږو کلونو له پاره وتړل شو .[2]
دغه غبرګون طبعي خبره وه ځکه دغه جريدې ترشا دکابل ښار ددوو سترو مدرسو اوپه ځانګړي ډول دحبيبه مدرسې استادان ولاړ وو چې هغه مهال دآزادي ستر مرکز بلل کيده استاد پوهاند استاد رشاد مرحوم ليکي: ((حبيبه دارالعلوم په افغانستان کې دسياسي مفکوري درشد او حزبي تنظيم زانګو ده ، په دې دراالعلوم کې … مولوي سرور واصف خان الکوزی ،مولوي غلام محي الدين افغان ….. غوندې حساس اودراک استادان وو ، دوی استعمار چيانو ته په بده سترګه کتل له ظلمه يې کرکه کوله ))[3]
استاد حبيبي ددغې جريدې دتړل کېدا په اړه دسراج الاخبار ديوه نژدې همکار اودازادي دغورځنګ له يوه زيارکښ بابا عبدالعزيز له خولي کاږي : ((سراج الاخبار لومړنۍ ګنه دوخت دمستبد حکومت له لوري ترسخت کنترول لاندې ونېول شوه لکه چې ويل شوي دي دهند برتانوي دولت دهغې له خپريدا سره موافق نه و اوځکه يې دسراج الاخبار دنورو ګڼو دخپريدو مخه ونېوله . ))[4]
نوکه څه هم دسراج الاخبار دلومړنۍ ګڼې وروسته ترپنځه کاله پورې خپره نه شوه خواستاد حبيي ليکي : (( خاکي صاحب له دې لارې ځوانانو ته دوېښتابه اوآزادي درس ورکړ اورا تلونکو نسلونو دنوموړي له دې درس څخه دآزادی الهام واخېست اودآزادي نوي غورځنګونه دنوموړي دلارښوونوپه رڼاکې منځ ته راغلل :
عشق ازفرياد ما ، هنګامه ها تعمير کرد
ورنه اين بزم خموشان هېچ غوغای نداشت [5]))
استاد انځورهم داستاد حبيبي خبرې په خپل کتاب ”دژورناليزم مخکښان” کې تايدوي اوليکي: ((((مولوي عبدالروف خان کندهاري دهېواد دغه ستر ديني ليکوال اوشاعر دافغانستان دژورناليزم دودوې له پاره کار هم وکړ اويوداسې چراغ يې بل کړ چې که يوازې يوه ګڼه يې هم خپره شوې خوپه ماناکې دغه څراغ خاموش نه شو اوشپږ کاله وروسته چې د((سراج الاخبار افغانيه)) اساس کېښودل شو په حقيقت کې دهمدغه چراغ روښنايي وړانګې وې چې په لويه بڼه يې ظهور وکړ . ))[6]
هو ! رښتياهم مولوي عبدالروف خاکي دژورناليزم په ډګر اودغه راز دخپلواکي له پاره کې يوداسې اساس کېښود چې دسراج الاخبار دوهمه دوره دمحمود طرزي ترمشري لاندې پيل شوه دی هم دخاکي صاحب پربنسټونو اوپلونو ولاړ ،ځکه محمود طرزی چې که څه هم آزاد خياله سړی و ؛خو په دې ډګر کې دخاکي صاحب هڅي ستايي او دسراج الاخبار په يوه ګڼه کې خاکي صاحب د ديني علومو ستر استاد او نامتو څېړونکی يادوي اوله کچې وتلي ستاينه يې کوي اوله نوموړي زيات اغېزمن ښکاري [7] ، استاد حبيبي په څېر نامتو محقق او تاريخپوه خاکي صاحب دپښتو دري اوعربي ژبو نامتو اديب اوستر ليکوال عالم اوشاعر معرفي کوي . [8]