ملکونه له بحرانه څنګه راوزي؟
محمد عارف رسولی
سریزه
علمی بحثونه، دیالوګ، به یو سیی چوکاټ کې دنظر اختلاف په یوه ټولنه کې د حقایقو د رابرسیره کیدو، د عدالت دپلي کولو، دبیوزلۍ دورکولو، دولسواکۍ د ستنو د ټینګښټ، دوګړو د سیاسی، ټولنیز او مدنی شعور د اوچتولو او دعدالت او برابرۍ لپاره اړین شرایط برابروی. دې کار ته په نن زمانه کې په آزادو او په سمه لاره روانو ټولنو کې ډېر زیات اهمیت ورکول کیږیی. داسلام په مبارک دین کې هم په سالمه نیوکه، دحقایقو راسپړل او دسیي پایلو دلاسته راوړلو لپاره د علمی بحث کول خورازرین تاریخ لري. خو اړینه داده چې دا په سمه توګه وشي او کنه زیانونه هم لرلای شي او باید ځان ورباندې پوه کړو.
همدارنګه زموږ په ټولنه کې هم دا بحثونه په ډیرو رسمي او غیر رسمي ناستو او غونډو کې دولتي چارواکي او عام خلک دهیواد د پرمختیایی پروسې، دحکومتولۍ د څرنګوالي او په هغو کې دستونزو په هکله، د هغو په خامیو، لاسته راوړنو، خنډونو او همدارنګه د هغوی د راز راز لاملونو په هکله ترسره کوي. ډېر ځله نه ننګه کوونکي او نه نیوکه کوونکي د واقعیتونو او علمی شواهدو او یا دنړۍ دورته تجربو په مټ کوم د منلو وړ استدلال وړاندې کولای شي. د یوه سم علمی او تخنیکی بحث پرځای په ناندریو اوړي.
دلته په دې لیکنه کې موخه دانه ده چې د یوه اویا بل لوري له دریځه ننګه وشي. بلکه موخه داده چې د تجربه شوو شواهدو په ښودلو سره د استدلال زمینه برابره شی او له یوه ښه کلتورسره مرسته وشي ترڅو داسې بحثونه او دیالوګ دخلکو پوهاوئ زیات کړي. خلک پوه شي هغه کارونه چې اوږد مهاله کار او کړنلارې ته اړتیا لري په لږ وخت کې ورته دخلکو هیلې او توقعات ټولنه په غلطه خوا بیایی. دلته دخلکو هیلې او توقعات باید مدیریت شي او په دې هکله تجربه زیاته شي. همدارنګه ځینې کمښتونه او بی کفایتۍ په ښه مدیریت، په کمو زیرمو او لږ وخت سمیدلای شي او پدې نامه چې موږ په جنګ کې یو او یا له جنګه راوتلئ هیواد یو ځان تیر نه باسو. کله کله خو ډېر څه د جنګ په حالت کې تر آرامۍ ښه ترسره کیږی ځکه د تهدید په وړاندې خوراکلک عزم اوهوډ او پلان ته اړتیاوی او ورباندې عمل په کاروی. دا بحثونه او قضاوت کول دداسې اصولو په بنا وشی ترڅو دحقایقو د روښانتیا سره مرسته وکړي.
د ماتیدونکو او یا ناکامو دولتونو مفهوم
نن په نړۍ کې ځینې هیوادون چې دخپل ملک د ادارې پوره وس نلري او دډول ډول لاملونو له امله چې خورامهم یې بیوزلي او اودمهاله شخړې او دیوه موثر دولت نشتوالئ بلل شوي دي کړیږی. دې ملکونو ته دهغوی د کرکچونو له امله د ماتیدونکو او ناکامه ملکونو (Fragile States) نوم ورکړل شوئ دئ. دا ملکونه، سومالیا، کانګو، سودان، سودان جنوبی، چاد، یمن، افغانستان، هایتی، دمنځنۍ افریقې جمهوریت، زمبابوې، عراق، پاکستان، ګینی، ګینی بساوو، نایجیریا، کینیا، نیجر، ایتوپیا او بوروندي دي.
دا هغه ملکونه دي چې یو خو له پخوا بیوزله وو او نهادونه یې ډیر قوی نه وو. پوهیږو چې بیوزلي دیوه ملک سبب کیږی چې ډیرئ خلک یې خپل لمړني او اساسی اړتیاوې نشي پوره کولای، په خپل پرمختګ پوره پانګه نشی اچولئ، دشخړو دحل سیی توان یې کم وي، نوځکه دخلکو انسانی او ټولنیزه پانګه هم کمزوره وی. په دې ملکونو کې دبهرنیو هیوادونو او قوتونو د لاسوهنې ښه زمینه برابره وي او بیروني کړۍ په داسې هیواد کې خپلې روا او ناروا ګټي لټوي او دچا خبره اوبه خړوي او کبان په کې نیسي. په داسې ملکونو کې شخړو ته ښه لاره هواره وي. د شخړو او جنګونو راتګ نو دوهم لوی لامل دئ چې په پای کې یې داملکونه کلونه کلونه بې له یوه موثره دولت څخه وخت تیر کړي. بې موثره دولت څخه وخت تیرول وملک ته څه پایلې لري؟
دا ملکونه د شخړو او جنګونو په پایله کې تجربه لرونکي کارپوهان، لیکوالان، ژورنالستان، استادان، ازمویل شوي سیاستوال، دوړتیا لرونکي امنیتی او فوځی ستراتیژي جوړوونکي، پیژندل شوي سیاسی مشران له لاسه ورکوي او اقتصاد یې دومره خرابیږی چې په خپلو نهادونو اوورتیاوو پانګونه نشی کولای. دا پورته کدرونه او خلک یا مهاجر، وفات، شهیدان، او یا زاړه شی. ددې خلکو ځای، د کمې پوهې، کمې تجربې او کم تعهد لرونکي خلک نیسی. هغوی چې دملک نیمه او نیګړې اداره په لاس کې لري د هوش پرځای له جوش څخه کار اخلی. په داسې ملکونو کې د ودې او پرمختګ یو ډب کوونکئ سیاسي اقتصاد رامنځ ته کیږي چې خاصې مافیایی کړۍ دملک په امورو سلطه پیدا کوي.
موثر حکومت نه درلودل ټولنه هغې خواته بیایی چې ټول ملی، علمی، صحي، کلتوري، اداري، نظامی، مالی، اقتصادی او نور بنسټونه او نهادونه یې له کاره ولویږې، یا خو ډیر کمزوري شی او په دواړو حالتونو کې خپلو خلکو ته خدمتونه نشی وړاندې کولاي. ددولتی او نورو ملي نهادونو او ادارو وړتیاوې او ظرفیتونه وځپل شي او څه چې پاته وي هغه په ستراتیژیکو مسایلو کې سم اثر نشی لرلای او هلته د رهبرۍ، اطاعت، کار دکار اهل ته سپارل خورا ګران وي. په دې ټولو هیوادونو کې اداری او سیاسی فساد خورا په زور کې وي او فقر او بیوزلي دخلکو ژوند خورا تریخ کړي وي.
دملک زیربناوې لکه سړکونه، مکتبونه، شفاخانې، دولتي ودانۍ، دهوایی چلند سیستمونه، دانرژۍ او اوبو ساختمانونه، د زده کړې او پوهنې نظام او سیستمونه له کاره لویدلي وي او یا بیړنۍ رغونې ته اړتیا لري او دا د دولت په وس کې نه وي ځکه مالي زیرمو او تخنیکي او مدیریتی وړتیاوې ورسره نه وي.
داملکونه کیدای شي چې خورا غنی منابع لکه معدنونه، پریمانه د کرنې ځمکې او اوبه ولري خو د پراخه سیاسی او اداري فساد، د ښې حکومتولۍ نه شتون، د شخړو او د ملی نهادونو د کمزورۍ او نورو له کبله ورڅخه په وخت او په سيي توګه نشي اخیستلای او دا ملکونه زر په پښو نه دریږی. مثالونه یې په افریقا کې د کانګو او نایجریا دنړۍ دوه ستر هیوادونه کیدای شي. کانګو د مساحت له لحاظه د ټولې اروپا سره برابري کوي او خورا ډیرې طبیعی زیرمي او غنی منابع لري او همدارنګه نایجریا د افریقې او نړۍ په کچه خورا ستر هیواد دئ او دنړۍ دتیلو خورا سترې زیرمې لري او له خپلو تیلو ګټه هم اخلی. دا دواړه ملکونه ناکام دولتونه او حکومتونه لري او د ناکامو، ماتیدونکو دولتونو په لړ کې راځي.
یوازې پریمانه طبیعی زیرمې ولې دا ملکونه زر په پښو نه دروي
دا ناکام ملکونه دخپلو طبیعی زیرمو څخه دګټې اخیستو لپاره ډېر وخت او زیاتو مالي، تخنیکي او د مدیریت زیرمو ته اړتیا لري. له بلوه پلوه که د زیرمو څخه کار اخیستل شروع هم شی خو ملک یو سیي، موثر، شفاف اوعادلانه مالی او اقتصادی نظام ونلري نو د هیواد اقتصاد نه یوازې نه ښه کوي بلکه لانور هم هیواد په ستونزو اخته کوی. دملک او دولت اقتصاد یې مافیایی کیږي، فقر نشی ورکولای او په رنګارنګ ټولنیزو او اقتصادی ستونزو کې ملک راګیر کیږی. ځکه دلته د سیاسی اقتصاد (Political Economy) ستونزمنتوب رامنځ ته کیږی او دې حالت ته نو د منابعو لعنت (Resource Curse) هم وایی چې دا ټول ستر ستر بحثونه دي او په دې لیکنه کې نه ځاییږی او ډیرملکونه ورنه کړیږی.
په ناکامو هیوادونو کې دستونزو ارزونه
باید پوه شو چې د زیربناوو لکه سړکونو، شفاخانو، تعمیرونو او نورو جوړول ممکن د نورو ملکونو په مرستو یو څه زر جوړ شی خو د نهادونو خو د نهادونو لکه د قانون حاکمیت ، دخلکو د انسانی او ټولنیزې پانګو بیا تقویه ، دخلکو خاصیتونه، کلچر او فرهنګ، زغم او یو بل منل، دشخړو دحل کولو وړتیاوې، دبحران مدیریت کول او سیی، پروخت او پرځای پریکړې او تصمیم نیول خورا ګران او اوږد مهاله او له ستونزو ډک منزل دئ. ددې ملکونو ستونزه داوی چې ډېر ځله دولتی چارواکي او په تیره عام خلک په ستونزه پوره نه پوهیږی، هر څه ته لاس اچوی خو ډېر څه لاسته نه راوړي، ملی اجماع ستونزمنه وی، خلک ناهیلي او ټولنیزې ستونزې ورځ تربلې زیاتیږی. ددې مثالونه په افغانستان کې ښه کتلای شو. کله چې په ورستیو کلونو کې په افغانستان د پیسو ناوه راسپره شوه نو دخلکو هیلې او توقعات ورسره ډېر اوچت شول او زموږ خلک او ترډېره دولتي چارواکي د پورته نهادونو لکه ښه حکومتولۍ، دقانون حاکمیت، د زمکو د غصب مخنیوئ اونورو بنسټیزو او اصلی ستونزو څخه ښه نه وو خبر او یا یې وخلکو ته رښتیا ونشوای ویلای بلکه لوړې وعدې یې هم ورکړې. په پای کې په عامه خلکو کې ناهیلي ډیره شوه. دا سمه ده چې سالمه نیوکه او انتقاد په پرمختیایی پروسه کې اړینه خبره ده مګر باید روښانه شی چې په څه نیوکه معقوله ده او دڅه لپاره لا وخت پاته ده چې ترلاسه شي او دلاسته راوړو وخت او شرطونه يې څه دي.
البته ددې ناکامو او یا ماتیدونکو هیوادو دستونزو په کچه او ډول کې توپیرونه شته خو زیات ورته والۍ هم لري. دمثال په توګه په پورته لیست کې ځینې هیوادونه خو د ځینو اړخونوله پلوه لکه منظم او قوي اردو او ان اتومي قدرت په لرولو سره خورا پیاوړي ښکاري خو لویه ستونزه یې د یوه سیی کاري او شفافه نظام نلرل دي او ځکه نو ماتیدونکي او ناکام دولتونه لري. که څه هم د ځینو لاملونو له کبله افغانستان یو څه ښه قدمونه اخیستي مګر داوږدې مودې د موثر حکومت نه درلودلو په اساس په سر کې دې چې زموږد ستونزو غټ لامل هم داکیدای شي.
ملکونه څنګه له بحران څخه راوباسو
که غواړو ملکونه له بحران، شخړو، بی قانونۍ، له اداري او سیاسی فساد څخه را وباسو، د پرمختګ، سولې، سوکالۍ په لور یې روان کړو او په دې ملکونو کې ولسواکه نظامونه په پښو ودروو نو اړینه ده ترڅو د هرهیواد په د کړکیچ په علتونو، تاریخي پسمنظر، له بیوزلۍ او کړکیچ څخه د وتوپه لارو او کړنلارو ځان پوه کړو. دنړۍ دورته هیوادونو له تجربو ځان خبر کړو او دخپل هیواد له شرایطو سره سم ورڅخه درسونه زده کړو او په کار یې واچوو. ددې مثال داسې دئ لکه یو ناروغ که داکټر پوره تشخیص نکړی او دناروغۍ شالید ورته مالوم نه وي نو سیي تداوي یې نشي کولای، دتداوۍ په څرنګوالي او وخت، ددوا په اندازه ښه نه پوهیږي. په هیواد کې مسولین او په مهمو مسئلو پریکړه کوونکي دلمړیتوبونو، د اړینو کړنلارو، د اړین وخت، زیرمو او وړتیاوو په هکله خپل ملت او عام خلک باید په اعتماد کې واخلي او رښتیا ورته ووايی. که دا کار وشي نو دعامه وګړو غوښتنې به د واقعیتونو په چوکاټ کې وي ترڅو سیي مدیریت شي او د ناهیلو مخه ونیولای شي.
په داسې شرایطو کې اړینه وي ترڅو مشران او رهبران دستونزو دحل او دهیواد د پرمختګ لپاره یو په واقعیتونو ولاړ ملي آرمان او لید لورئ و ملت ته وړاندې کړي او دې لیدلوري ته درسیدو موخې، اړینې زیرمې، وړتیاوې او ورته د رسیدو وخت په روښانو ټکو کې وټاکي او تر یوه حده ورباندې یوه ملي اجماع رامنځ ته کړي او دملت ډیرئ خلک ورباندې راټول کړي. که دا کار ونشی نو ډیرئ خلک به ناهیلي وي او به ځای او بیځایه نیوکې به کوي او لږ خلک به دا له بله اړخه ګوري او له شرایطو به ننګه کوي خو یوه خوا به هم په یوه علمي او سیي چوکاټ باندې تکیه نکوي او په ټولنه کې به بیلوالئ، نفاق، ناهیلي او ان تاوتریخوالئ زیاتیږي او د پرمختګ مخه به ډب کوي. باید وپتیل شي چې کوم څیزونه لنډمهاله او څه بیا اوږد مهاله کار، پلان او هڅو ته اړتیا لري. ددې ملکونو راوتل له دې حالته په ډیرو پیچلو لاملونوپورې اړه لري. دا لاملونه، دخلکو فرهنګ او کلتور، د لیک او لوست کچه، دثبات شتون، د سیمه ایزو ملکونو حالت، نیتونه او رول یې، د ښو رهبرانو شتون، د سیي او په اوسنیو واقعیتونو ولاړ ملی لورئ لید اوموخې لرل، دښو کړنلارو او لمړیتوبونو پلي کولو او ورته ژمن پاته کیدلو او نورو پورې اړه لري. په دې ټولو کې د موثرې رهبرۍ، ښو کدرونو او ژمنو پیروانو رول خورامهم دئ. ترټولو زیان رسوونکې کړنلاره داده چې کوم لورئ لید نه وي، د لوټه کیږده اوتیر شه او یا د اور وژنې او همیشه د بحران په مدیریت کې وخت تیر شي. باید د ثبات راوستو ټول کره لاملونو په ګوته شی او په خورا متانت او هوښیارتیا ورته کاروشی.
د یوه سیي ملي لورئ لید اهمیت
دپرمختیايي چارو پوهانو ثابته کړې ده چې په سازمان، ټولنه او یو ملک کې مشران او رهبران یو په اوسنیو واقعیتونو (Current Realities) ولاړ لورئ لید (Vision) و خپلوغړو او خلکو ته په روښانه توګه وړاندې کړي او د ښو اصولو په بنیاد ورباندې کار ته دوام ورکړي نو ښې پایلې لاسته راوړلای شي. ځینې مشران خلکو ته کوم روښانه او څرګند لورئ لید نه وړاندې کوي او یوازې په عامو خبرو او وعدو تکیه کوي. که ټاکلئ لورئ لید وړاندې نشي نو د هغو لپاره موخې نشي ټاکل کیدای او د لاسته راوړلو په شرایطو او اړینو زیرمو هم سوچ نشی کیداي. په داسې حالت کې مشران او ټولنه نه پوهیږي چې کومې خواته ځي. همدارنګه ډېر ځله مشران یوازې لورئ لید خلکو ته وړاندې کوي مګر دوی بیا په واقعیتونو او اوسنیو شرایطو پسې دومره سرنه ګرځوي. دا لورئ لید نو یو خوب او خیال پاته شی او لاسته راوړنه یې ممکنه نه وي. نن بریالي مشران د خپلې ټولنې او ملت لپاره له ارزونو وروسته د اوسنیو واقعیتونو په بنا یولورئ لید ټاکي او وخت په وخت یې بیا د لاسته راوړنو او اوسنیو ستونزو په ړڼا کې ارزوي او که اړینه وي نو بدلون پکې راولي. که دا کار د ملک د زعامت په واسطه د ښو مجربو پوهانو په مرسته ترسره شي او په کلک هوډ سره ورباندې دوام وشي نو خورا ښې پایلې لري. دیو څه تمرین څخه وروسته نو دا دلوړې کچې ټیم د لورئ لید په ټاکلو کې ښه مهارت پیداکوي او هم ورته په ښو کړنلارو باندې پوهیږي او پلې کوي یې. که دا پروسه په سیي توګه پرمخ ولاړه شي او په ټاکلو وختونو کې کره کتنه ورباندې وشي په ټولنه کې خورا زیاته انرژي، کلک هوډ، او ملي عزم راټوکوي اودولت، ملی نهادونه او ټوله ټولنه د پوخوالي کچې ته رسوي.
افغانستان ته څه کول په کاردي
په افغانستان کې هم زما په نظر دلسیزو ناخوالو څخه د راوتلو لارې چارې، کړنلارې، دهغوي اړین وخت، زیرمې او اړین ټولنیز شرایط باید وپیژنو او په کلکه ورباندې عمل وکړو او ورته ژمن واوسو.
دملک راتلونکئ زعامت باید له یوه روښاه لورئ لید او موخو سره یوه ملی اجماع جوړه او ملت ورباندې راټول کړي. خودا لورئ لید له اوسنیو واقعیتونو سره اړخ ولګوي او خیالي نه وي. روڼ اندو ځوانانو ته په کار ده چې خپلو انتقادونو او نیوکو ته له خپلو اوسنیو ټولنیزو واقعیتونو، هیلو لرلو او امیدوارۍ سره داسې انډول ورکړي چې له افراط او تفریط څخه مخه ونیول شي ترڅو هم خلک نا هیلی نشی او هم د سیاسی او اداری فساد، تنبلیو، کم کاریو مخه ونیول شی او دولتی او حکومتی سیستم اصلاح او پرمختګ شونئ کړي.
دورته ملکونو بریالۍ هڅې او دپرمختیایی پوهنې مطالعه په ډاکه کوي ددې لپاره چې موږ لدې ناولي ماتیدونکي حالت څخه ځان را وباسو نو اړینه ده چې موږ په واقعیتونو ځان پوه کړو، اوږدې او نه ستړې کیدونکو هڅو ته دوام ورکړو. باید مایوسه نشو، امیدوار واوسو، د ټولنې هروګړئ او په ټولنیزه توګه ټول ملت خپل مسولیتونه و پیژنو. یوه مشهوره د ښې حکومتولی مقوله ده چې وایی خلک مه ملامتوئ سیستم ملامت کړئ. ددې مانا دا نده چې دخلکو کړه وړه نو هیر کړو خو باید د حکومتولۍ د ښه سیستم جوړولو ته اصلی پاملرنه وشی او ورباندې پانګونه وشی. که دیوه سیی منشور او رڼو اصولو په چوکاټ کې په قاطعیت او ریښنینولۍ سره کار وشی او ملت یې تر شا ودریږی ورو په ورو به نتیجه ورکړي.
پایلې او سپارښتنې
په پای کې موږ دې پایلې ته رسیږو چې په تولنه کې دبیوزلۍ ورکول او د سیي حکومتولي رامنځ ته کول، ثبات راوستل د ولسواکه او موثر نظام جوړول خورا مهم ټکي دي. دا کار یو ډیر پیچلئ او اوږد مزل، ښې رهبرۍ، پوره صبر او پرله پسی نه ستړی کیدونکو هڅو او هاند ته اړتیا لري. همدارنګه لدې څرګندیږی او باید ټول پوه شو چې په شخړو او ورانوونکو جګړو کې دهیڅ لوري ګټه نشته او باید له ټولو خواوو سره باید د تفاهم زمینه برابره شي او ټول حقایقو ته غاړه کیږدي. که داسې ونشی هیڅ څوک به هم په ملک کې هیڅ کله د خپلې خوښې نظام جوړ نکړي او که جوړ یې هم کړي نو دوام به ونه کړي. باید ومنو دنظام دجوړولو ترټولو ښه او ازمویل شوې لاره خلکو ته خدمت او په غوره لارو خلک له خپلو موخو خبرول دي. نو ځکه زموږ ملی زعامت اوملی شخصیتونه او زموږ د ټولنې ټول قشرونه او په تیره بیا زموږ روڼ اندي ټول په دې باید پوه شي چې ددې مسئلو به منځ کې یوه سیی لاره پیدا کول اړین دي او په ټینګو ګامونو ورباندې ولاړ شي.