وروستي:

مونږ د غزې له مقاومت نه څه زده کولای شو؟

شاهد غزنیوال

روان کال د جون په ۲۱نیټه دفلسطین په الخلیل ښارکې د دریو صهیونستي ځوانانو له تري تم کیدو او بیاوژل کیدو وروسته صهیونستي رژیم د غزې په تړانګه هوايي برید پیل کړ.هغوی پرته له کومه سپیناوي د دغو وژل شویو صهیونستي ځوانانو دوژل کیدو پړه په غزه کې د حماس غورځنګ پرغاړه ورواچوله او هغه یې د صهیونستي ځوانانو د یرغمل کولو اوبیاوژلو مسؤل وګاڼه.د دې لیکنې تر لیکلو (۲۲ /۷/۲۰۱۴ پوري د صهیونستي رژیم د دغه وحشیانه برید په ترڅ کې خواوشا۶۰۰ فلسطینيان شهیدان شوی او ۳۵۰۰ تنه ژوبل شوي.په دغه وحشیانه نا انډوله جګړه کې تر اوسه پوري د فلسطیني منابعوپه استناد ۵۲ اسرائیلي پوځیان وژل شوي،۱۵۰په شاوخواکې ژوبل شوی او یونفريي د حماس غورځنګ د پوځې څانګې (قسام) لخوا ژوندی نیول شوی دی.د نړیوالوپوځي ماهرینو د څیړنو په حواله ویل کیږي چې د فلسطیني مجاهدینو او صهیونستي یرغلګروځواکونوترمنځ روانه جګړه تر ټولو خونړۍ او په عین وخت کې د صهیونستي چارواکو لپاره تر ټولو ملاماتوونکې جګړه بلل شوې؛ځکه صهیونستي چارواکو له تیرو ۸ کلونو راهیسې دا زیار ایستلی چې غزه ترخپلې ځمکنۍ، هوايي اوبحري محاصرې لاندې وساتي ، خو د هغوی د دغو ټولو هڅوباوجود حماس وکړای شو چې په پوځي لحاظ په داسې تسلیحاتو ځان مجهز کړي چې د صهیونستي رژیم ټول پوځي، استخباراتي او دفاع ځواک وننګوي او په خپل لاس جوړ کړیو توغندیو او ابابیل نومو بي پلوټه الوتکوسره د تل ابیب په زړه کې صهیونیستي اهداف په نښه کړي.نړیوال جنګي ماهرین دیته ګوته په غاښ دی چې حماس څرنګه وتوانيدوچې په دغسي اختناقي وضعیت کې چې له ځمکې ،هوا او سمندر څخه تر سختي محاصرې اوڅارنې لاندې خو بیاهم هغوی وکړای شول چې په خپل لاس جوړکړیو توغندیو او بي پلوټه الوتکوسره د نړۍ په کچه دوهم نمبر قوي اسرائیلي پوځ ته ماتې ورکړي.په محاصره شوې غزه کې د حماس جهادي غورځنګ وکړای شول چې داسې بي پلوټه الوتکې جوړې کړې کومې چې ټوله عربي نړۍ یې له خپلو ټولو مادي امکاناتوسره سره دهغو له جوړولو ناتوانه ده.د غزې تړانګې د نفوسو ټوله شميره دوه ملیونه او ځمکنی مساحت یې ۳۶۰ کیلومیتره مربع دی چې ۴۱کیلومیتره یې اوږد والی او ۱۵.۱۵ یې عرض دي.دغزې ځمکنی مساحت د ټول فلسطین له مساحت څخه یونیم٪ تشکیلوي او د ټولې عربي نړۍ له مساحت څخه ۰٪ تشکیلوي ، له دغه جغرافیايي اوبشري کموالي سره سره غزه له تیرو اتوکلونو راهیسي د اسرائیلو له لوري تر ډیرې سختې محاصرې لاندې ده اوپردې علاوه تقریبا په هرو دووکلونوکې یوځل د صهیونستي یرغلګرو لخواتر سختې ځمکنۍ او هوايي حملې لاندې هم نیول شوې ده.یواځنۍ مواصلاتي لاره چې غزه له نورې بهرنۍ په تیره عربي نړۍ سره نښلوي هغه د رفح په نوم سرحدي بندر دی چې له مصره سره په پوله پروت دی خو د دغې ۱۴ ورځنۍ خونړۍ جګړې پرمهال مصري سرحدي ځواکونو هغه هم دفلسطینیانو پرمخ تړلی تردې او په ډیرو استثنايي حالاتوکې یې مصرته دځینو خطرناکو زخمیانو د انتقال پرمهال د محدود وخت لپاره خلاصوي.ښه نو د حماس د مجاهدینو د بریالیتوب رمزپه څه کې دی چې د دغو ټولو موانعو او مشکلاتو باوجود هغوي داسې تاریخي کارنامه ترسره کړه چې ټوله عربي نړۍ یې له ترسره کولوعاجزه ده.د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ (حماس) چې دغزې سیاسي واکمنۍ هم د دوۍ په لاس کې ده د خپل تنظیمي تشکیل له مخې د ټولو عربي سازمانونو او دولتونوپه کچه یومنظم اسلامي تنظیم دی چې په رأس کې یې یوشمیر داسې په اسلامي تربیه روزل شوي شعوري مخلص او وطن پاله اشخاص قرارلري چې تل یې خپل دیني او ملي مصالح په شخصي او تنظیمي مصالحو مقدم بللي.هغوي په شعوري لحاظ له خپلې اساسي قضیې (د مسجد اقصی له ازادي) څخه دفاع کوي ، هغه یې د خپلې مبارزې اساس بللی او په خپل ټول ۲۷کلن تاریخ کې تر اوسه پوري له دغې اساسي قضیې څخه دیوه ټکي په اندازه هم تنازل نه دی کړی.دغه جهادي تنظیم (دفلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ) په کال ۱۹۸۷ کې دشیخ احمد یاسین لخوا تأسیس شو.تراوسه پوري د حماس مؤسس شیخ احمد یاسین اودهغه نیږدي ملګري عبد العزیز الرنتیسي دخپلې دغې غوښتني (له مسجد اقصی څخه دفاع او د فلسطین ازادولو) په لاره کې شهیدان شوي اونور تأسیسي اعضاء یې د اسرائیلو لخوا تر ډول ډول مشکلاتو لاندې نیول شوی ، خو د دوي په جهادي تګلارې کې نه کوم انحراف راغلی او نه هم تنازل.په غزه کې د فلسطیني ادارې اوسنی مسؤل اسمعیل هنیه چې د ۲۰۰۶کال په ټول ټاکنوکې د حماس تر بریالیتوب وروسته د فلسطیني حکومت لومړی وزیر وټاکل شو اوس هم په غزه کې د مجاهدینو د مقاومت چارې رهبرې کوي او د صهیونستي ځواکونو په خلاف د مقاومت قومانده هم د ده لخوا ورکول کیږي.

د حماس دبریالیتوب اساسي عوامل:

د حماس چارواکي له خپلو امکاناتو او وخت څخه په استفادې سره کوښښ کوي چې په علمي ، تخنیکي او پوځي لحاظ خپل ځان مجهزکړي ، هغوی په خپلو همدغو ستونزمنوشرائطوکې د تعلیم اوتربیې، بیاجوړونې، پوځي اعداد، او روغتیايي چارو فعال ساتلوته دومره توجه کړې چې په دغو ټولو برخوکې له اسرائیلي رژیم سره سیالې کړې.هغوی د خپل همدغه فعالیت له مخې اوس یوملیون داسې توغندي لري چې د صهیونیست رژیم دفاعي سیسټم د هغو د شنډولو توان نه لري اودوی کولای شي دهغوی په وسیله د صهیونسیت رژیم پلازمینه تل ابیب ښار په نښه کړي.هغوي په خپلونه امکاناتوسره داسې هجومي او استخباراتي ابابیل نومي بي پلوټه الوتکي جوړې کړې چې په همدې جګړه کې یې د تل ابیب په ښارکې د دفاع وزارت اړوند نقشې عکاسي او په کامیابي سره بیرته غزې ته راوګرځیدې.هغوی په خپلو نه امکاناتوسره داسې دفاعي کومانډويي ځواکونه وروزل چې هم یې په ځمکه ، هم په سمندر او هم په هواکې د صهیونیستي رژیم پوځي ځواکونه او د هغوي پوځي او سري استخباراتي تأسیسات تر کامیابو بریدونو لاندې ونیول، هغوي ته له درانه تاوان ور اړولو وروسته په کامیابي سره غزي ته ستانه شول.همدا اوس د حماس په لاس جوړشوي توغندي له غزې څخه د ۱۲۰ کیلومیترو په فاصلې سره د اسرائیلو په منځ کې هرځای چې دوي وغواړي په نښه کولای شي، په داسې توګه چې د صهیونیستي رژیم پرمختللي رادارونه ، او دفاعي سیسټم یې له مخنیوي څخه عاجزدی.د دغو پوځي پرمختګونو ترڅنګ حماس وکړای شول چې د خپل تعلیم اوتربیې د ادارې په وسیله د غزې د خلګو تعلیمي سویه دومره لوړه وساتي چې هغوي په تعلیمي لحاظ د صهیونستي رژیم له معارف سره مقابله وکړای شي.د روغتیاپه برخه کې یې داسې لاسته راوړنې لري چې د غزې د خونړۍ جګړې ټول مجروحین په نه امکاناتوکې د غزې په داخلي روغتونونوکې تداوي کوي.د بیارغاونې په برخه کې یې داسې اقدامات ترسره کړي چې د صهیونیستي الوتکو د دغوسختو بمباریو له موجودیت سره سره یې په غزه کې د بریښنا، اوبو رسولو او نورو اساسي اړتیاوو ټول سیسټمونه فعال ساتلي، اوکه کوم یویې په بمباري کې تخریب کیږي په هماغه دستي یې د خپلو فني پرسونلو په وسیله تر میموي.همدا راز هغوي په بریښنايي میډیاکې دومره پرمخ تللي دي چې د صهیونیستي رژیم په تلویزوني شبکو باندې په برید کولو سره هغه په خپل واک کې راولي اوبیا د هغوی له شبکوڅخه په عبري ژبې د صهیونستانوخلاف تبلیغات کوي.دحماس ټول چارواکي په استثناء د خالد مشعل چې نوموړی د دغه غورځنګ د سیاسي دفتر مشر دی په بهرکې اوسي نور ټول پوځي ،سیاسي او ملکي چارواکي په غزه کې دخپل ولس ترڅنګ اوسي او ټول هغه مشکلات چې دغزې ولس ورسره مخ دی تر ټولو له مخه دوی پر ځان منلي.د حماس چارواکي له خپل ولس سره تر حد زیات امیزش او ګډون لري ، تردې چې کله هم د غزې او فلسطین په هرګوټ اوسیمه کې د صهیونستي یرغلګرو لخوا کومه حادثه پیښیږي تر ټولو له مخه نوموړي چارواکې د حادثې له ټولو تفصیلاتو ځان خبروي اوبیا د هغې په اړه له خبرې رسنیو سره ژوندۍ مرکې کوي او په خپلو مرکوکې د حادثې د موقعیت ،دحادثې دقربانیانو او دحادثې د جزئیاتو په اړه داسې توضیحات ورکوي لکه خپله چې دوی په محل دواقعې کې ولاړوي او هغه معرفي کوي.د بیلګې په توګه کله چې د خلیل په ښارکې صهیونیستي ځواکونواو صهیونستي ځوانانو د محمد خضير په نوم یو ۱۶ کلن تنکی زلمي شهيد او ژوندی وسوځاوه ، په دې اړه فلسطیني ځوانانو د اسرائیلو پرخلاف لاریونونه پیل کړل ، د حماس د سیاسي دفترمشر خالد مشعل د دغې حادثې په اړه ځانګړي مطبوعاتي کانفرانس دائر او په هغه کې یې د محمد خضیر له کورنۍ سره د ځانګړې خواخوږي ښودلو ترڅنګ د صهیونستي قاتلینو لخوا د نوموړي د شهادت او مظلومیت ټوله حادثه ذکر کړه ، دشهید شوي محمد خضیر دکورنۍ ،دهغه د اړونده قبیلې ، او د هغه د پلار،مور او ټولې کورنۍ په نوم اخیستوسره یې د هغوي د شجاعت یادونه وکړه او هغه یې د ټول فلسطین یومظلوم شهید وګانه.دهغه په تعقیب چې کله اسمعیل هنیه د جګړې په ۱۴ شپه له خپل اړوند ټلویزوني چینل الاقصی څخه مطبوعاتي کانفرانس ورکاوه هغه هم په تیرو ۱۳ ورځوکې چې کومې لویې واقعې تیرې شوې وې هغه یې هره یوه په تفصیل سره یاده او کومې کورنۍ چې ډیر غړی یې د اسرائیلي الوتکو په بمباري کې شهیدان شوي ول د هغوی ټولو کورنیو په نوم اخیستوسره یې دهغوي د قربانیو اوسرښندنو یادونه وکړه.همداراز اسمعیل هنیه په خپلې لومړنۍ ټلویزوني ویناکې چې په غزه باندې د صهیونیستي یرغلګرو د برید په مناسبت وکړه دهغې فلسطیني پیغلې د غیرت ځانګړې یادونه وکړه چې خپل خاوند ته یې د شهادت د مبارکي په ویلو سره د هغه د جهادې لارې د تعقیبولو ژمنه وکړه ، داهغه فلسطیني پیغله وه چې واده ته یې یوه میاشت پاتې وه ،خو خاوند یې ترواده له مخه د حماس دمجاهدینو په ډله کې د صهیونیستانو په وروستي بریدکې شهید شو، دنوموړی شهید ځوان میرمن په ډیر لوړ مورال سره خپل خاوندته دشهادت مبارکي ورکړه او په خپلو انقلابي خبروکې دهغه دلارې د تعقیب تعهد وکړ.د حماس د لومړي نمبر چارواکولخوا د خپل ولس د عادي پیښو یادونه او په هغوکې د فلسطیني ولس د سرښندنو یادونه هغه څه دې چې د صهیونیستي یرغلګرو په مقابل کې دهغوی مورال لوړ ساتي اونوریې هم په خپلو چارواکوباندې اعتماد او باور زیاتیږي.دحماس دمجاهدینو د موفقیت بل راز په دې کې دی چې هغوی د ټولو پوځي ، سیاسي، اداري او مطبوعاتي چارو لپاره داسې مسلکي، سرښندونکي او علمي اشخاص تعین کړی چې هغوی هریو په هرډول شرائطوکې په ډیره فعاله توګه د خپلې دندې سرته رسولو ته اماده او هریو په خپل کاري ساحه کې دحماس له جهادي موقف نه په ډیر مناسب ډول دفاع او دهغه ترجماني کوي، هغوي که څه هم چې دموقعیتونو په لحاظ یوله بل نه لیري او د مسؤلیتونو په لحاظ هم بیلابیلې دندې لري ،خو په خبرو او د موقف په ترجماني کې ټول یونظر ،یوه پریکړه او یوه خبره کوي داسې چې سړی فکر کوي دغه ټول نظریات او پریکړې له یوې مرجع صادرې شوې. هغوی هریو په خپلو خبرو ،خپلو معلوماتو او دقضیې اوموقف په ترجماني ښه لاس بري اوپه ډیر فصاحت ، بلاغت او اعتمادسره هغه تشریح کوي.داچې د هغوی ټولو د مقاومت او فعالیت ساحه د غزې په داخل کې ده نو هغوی د خپل ولس په افکارو اونظریاتو دومره کار کړی چې کله هم دیوې موضوع په اړه کوم موقف غوره کوي نو د غزې هر عادي کلیوال، پوهنتوني استاد، ډاکټر ، دکاندار، بزګر، ځوان ،سپین ږیري ، نارینه اوښځې له خولې د هماغه موقف تائید اوملاتړکیږي او له رسنیوسره عین هماغه توري کاروي کوم چې د دوي د جهادي مشرانو اصطلاح وي ، تر دې چې د غزې په مختلفوسیموکې له نړیوالو نشراتي رسنیو سره کارکوونکي فلسطنیان چې د خبریالانو په توګه کار کوي خپلو اړوندو رسنیو ته د رپوټ او معلوماتو ورکولو پرمهال داسې رپوټ ورکوي لکه دحماس تنظیم د مطبوعاتي دفتر لخوا چې تر تیب شوی وی.د بیلګې په ډول الجزیره ټلویزوني شبکه په غزه کې دری خبریالان لري چې دوتنه یې نارینه او یوه ښځینه ده.دغه نارینه خبریالان هریو تامر المسحال او وائل الدحدوح نوميږي هغوی دواړه په داسې قاطعیت او جدیت او دخپل ولس له قضیې څخه د دفاع په لاره کې کار کوي لکه دحماس غورځنګ رسمي ویندویان.هغوى د صهیونیستي رژیم د سختې بمباري پرمهال د بمباري محل ته ځان رسوي او په هماغه لحظه د هغوماشومانو، ښځواو ولسي کسانو خبرې اومشاهدات په ژوندۍ بڼه د الجزیره شبکې له لارې خپروي کوم چې په بمباري کې وژل شوي یا ژوبل شوي وي، همداراز د هبه عکیله په نوم ښځینه خبریاله په ورته ډول د جګړې پرمهال له بمبارشویو کورنیو څخه د زخمي شویوفلسطینیانو ښځو او ماشومانو ژوندي تصویرونه په داسې ډول نشروي چې په هرڅه کې صهیونیست رژیم او دهغوی کړنې سخت محکوموي.نوموړی خبریالان تر دې کچې د حماس غورځنګ پلویان او دهغوی له کړنو متأثردي چې دغزې په ۱۴ ورځنۍ جګړه کې یې تراوسه پوري دیوه پوځي وژل شوي مجاهد تصویر نه دی خپور کړی ، بلکې په خپل لایف رپوټونوکې یواځې د ولسي وګړو په تیره دماشومانو اود ژوبل شویو ښځينه ووپه وضعیت خپرولو ترکیز کوي.په غزه کې د الجزیره شبکې مربوط خبریالان تردې کچې د خپل ولس او حماس د موقف پلوي کوي چې د جولای په ۲۲ د صهیونیستي رژیم د بهرنیو چارو وزیر لیبرمان نوموړې شبکه دحماس په پلوي تورنه او ځواکونویې په غزه کې د الجزیره شبکي دفتر تر برید هوايي بریدلاندې ونیو.د حماس جهادي غورځنګ پورتني امتیازات، د الاقصی له نړیوالې اسلامي قضیې څخه شرعي دفاع، او د دې تنظیم په مشرتابه کې د خبیرو اوتجربه لرونکو اشخاصو موجودیت هغه څه دی چې دې غورځنګ ته یې په خپل قوي دښمن بریالیتوب وربښلی او په اوسنۍ روانه جګړه کې یې د هغوي ټول پوځي ،دفاعي او استخباراتي ځواک تر پوښتنې لاندې راوستی.باید په نړیواله کچه جهادي قیادات او تنظیمونه د حماس له تجربونه په استفادې سره دهغوي تعامل په پام کې ولري او خپلې لیکې دهغوي له جهادي تکتیکونوڅخه په ګټې اخیستوسره د دښمن په مقابل کې مضبوطې کړي.