وروستي:

شيخ عز الدين القسام وپیژنئ

د فلسطین د پیاوړې ډلې حماس د مقاومت څانګې (کتائب الشهید عزالدین القسام ) زړورو مجاهدینو نن د صهیون دلښکرو خوب حرام کړی ده، اسرائیلو په روانه جګړه کې د همدې زمریانو له لاسه ګڼ شمیر ځاني او مالي تلفات ولیدل او نړۍ یې شاهده ده، په دې نسبة لنډ مهاله جګړه کې اسرائیلو هغوی ته څو ځله د اوربند اعلان وکړ خو هغوی رد کړ، د دې ډلې نوم د نړۍ په مطبوعاتو کې بیخي زیات اخیستل کیږي د القسام د مجاهدینو نوم لکه څرنګه چې اسرائیلو او ټولې کفري نړۍ ته د هیبت او رعب تندر ده او په غوږونو یې ډیر بد لګیږي خو د نړۍ په مسلمانانو او کړیدلیو فلسطینیانو خوږ لګیږي او ورځ تربلې یې مینه ورسره زیاتیږي په لمنځونو او دشپې د تیارو په عبادت کې د القسام میړنیو ته دعاوې کوي، په داسي حالت کې د هر چا په ذهن کې دا پوښتنه رامنځته کیږي چې اخیر دا عزالدین القسام څوک دی ؟ دې پوښتنې ته د ځواب موندلو له پاره مي هڅه وکړه چې الشیخ الشهید عزالدین القسام در وپیژنم دا هم په

مختصره توګه د هغه ژوند او جهادي هڅې.

پیدایښت او زده کړه

شیخ شهید عزالدين القسام رحمه الله د سوریې اللاذقیه په ساحلي ښار (جبله) کې په کال 1882م زيږيدلی دی، د شیخ عزالدین القسام پلار عبد القادر مصطفى القسام نومیدی، او په تصوف او دیني علومو بوخت و نو ځکه شیخ عزالدین هم د علم او تقوي په چاپیریال کې وروزل شو، له خپل پلار او د کلي په مدرسه کې یې دیني زده کړې وکړې او څه وخت یې په محکمه کې کار هم وکړ. وروسته د مصر الازهر پوهنتون ته ولاړ هلته یې لس کاله تیر کړل او د زده کړو له پوره کولو وروسته بیرته خپل هیواد سوريې ته را ستون شو.

په 1906م کې د خپل کلي په مدرسه کې مدرس وټاکل شو او د ادبي علومو، تجوید او تحفیظ القران مضامینو تدریس یې کاوه، او د المنصوري په نوم جومات کې یې د جمعې د خطابت دنده هم په غاړه واخیستله، په کمه موده کې په ښه علم او په علم عمل سره په خلکو کې زیات محبوبیت پیدا کړ، دی خورا ډیر دینداره او د لوړو اخلاقو خاوند و، په شاوخوا سیمو کې یې زیات شهرت پیدا کړ پریمانه پیروان او مریدان یې وموندل او په خلکو کې یې ورځ تربلې مینه

زیاتیدله.

د شیخ عزالدین القسام جهاد

په کال 1919م کې په سوریه کې د فرانسوي اشغالګرو په مقابل کې پاڅون پیل شو څرنګه چې فرانسویانو دا سیمه په څو منطقو ویشلې وه نو د دوی په مقابل کې پاڅون هم څو ځایه او د مختلفو خلکو له لوري رامنځته شو لکه د إبراهيم هنانو په مشري کې پاڅون د الشيخ صالح العلي پاڅون د صبحي بركات پاڅون د عمر البيطار او شیخ عز الدين القسام پاڅون.

د لومړۍ نړیوالې جګړې پر مهال ” 1914 _ 1918 ” شیخ عزالدین القسام خلک د اشغالګرو پر خلاف پاڅون ته راپارول په دې اړه به یې خلکو په عامو ناستو کې ویناوې کولي او هم یې په ځانګړې توګه دعوت چلاوه، کله چې د اشغالکرو پر خلاف د جهاد اعلان وشو دی سره له خپلو ملګرو او پیروانو د جهاد په لومړي صف کې ودریدی او د صهیون په غرو کې د شیرالقاق په کلي کې د عمر البیطار له پاڅون سره یوځای شو. دی که هم په دې پاڅون کې د یوه عادي مجاهد په صفت برخه وال و خو د جهاد له پاره د ده په لاس تیارشوي مجاهدین او د ده شاګردان او مریدان دومره وو چې د دې پاڅون اصلي سرخیل دی بلل کیدی. بناء دی لومړی مجاهد مشر و چې د فرانسویانو په مقابل کې راپورته شو مجاهدین یې تیار کړل او د هغو پر خلاف یې وسله وال جهاد پیل کړ. او شاوخوا یو کال یې د فرانسوي اشغالګرو پر خلاف جهاد جاري وساته: ” 1919 _ 1920 ” .

شیخ قسام ته د فرانسویانو وړاندیز

فرانسوي اشغالګرو کوښښونه پیل کړل چې د پاڅون کوونکو مشران راضي کړي څو له مقاومته لاس واخلي په دې لړ کې یې صبحي برکات په خپل جال مې راوست او هغه له مقاومت نه لاس په سر شو داراز فرانسویانو هڅې پیل کړې چې شیخ عزالدین القسام هم قانع کړي څو له مقاومته لاس واخلي او په کور کېني، ده ته یې د ده د خاله زوی ورولیږه چې هغه په دې خبره پوه کړي او داراز فرانسویانو هغه ته د قضا د دندې وړاندیز هم وکړ او دا چې له هغه سره به ډیره مرسته وکړي خو که هغه په کور کیني او له جهاده لاس واخلي، خو شیخ عزالدین القسام د فرانسویانو قضا او د مرستو ژمنه رد کړه او د هغو استازي ته یې وویل چې دی به خامخا خپل جهاد او مقاومت جاري لري.

په شیخ القسام د اعدام حکم

څرنګه چې شیخ عزالدین القسام له اشغالګرو سره روغه جوړه رد کړه او د هغوی توطئي او د مرستو او قضا وړاندیزونه یې ټول رد کړل او هغوی ته یې خپل هوډ ښکاره کړ چې هیڅکله به له جهاده لاس وانخلي نو په اللاذقیه کې د اشغالګرو فرانسویانو یوې محکمې د شیخ عزالدین القسام او د ده د ملګرو په غیاب کې په هغوی باندي د اعدام حکم صادر کړ، دا مهال د اشغالګرو زور زیات و ځیني مقاومت کوونکي یې هم له ځان سره ملګري کړي وو نو په شیخ عزالدین القسام یې د اعدام له حکم وروسته د هغه د نیولو هڅې پیل کړي بناء هغه ته په سوریه کې ژوند سخت شو او له ملګرو سره یې فلسطین ته مخه کړه .

شیخ عزالدین القسام په فلسطین کې

په سوریه کې د شیخ عزالدين القسام رحمه الله ژوند سخت شو او په کال 1920م کې یې فلسطین ته مخه کړه، څو هلته د برتانويانو او صهیونستانو پر ضد مقاومت پیل کړي، دی په فلسطین کې د (حیفا) په تاریخي ښار کې میشت شو، او د استقلال په نوم جومات کې یې عام درسونه پیل کړل دا درسونه به عادة له فرض لمنځونو وروسته و په دې درسونو کې د ده ځانګړې توجه د اشغالګرو برتانويانو او صهیونستانو پر ضد جهاد ته وه، دا راز له دیني موضوعاتو او د الله لورته دعوت په موضوعاتو به یې هم خلک خبرول شیخ عزالدین القسام لکه څرنګه چې یو مجاهد عالم و داراز یو دعوتګر او د الله لورته بلونکی عالم هم و.

د رښتیني دیني عالم او داعي له پاره ترټولو دا مهمه ده چې پرته له کوم دنیوي مصلحته د مسلمانانو دیني اړتیاو او د وخت مهمو موضوعاتو ته ډیر متوجه وي، هغه مهال اسلامي او عربي هیوادونه برتانوي، فرانسوي او ایټالوي اشغالګرو لاندي کړي وو، او په فلسطین کې د صهیونسانو ودانول روان وو نو ځکه د شیخ عزالدین القسام رحمه الله اولویات هم د اشغال پر خلاف جهاد ته د خلکو تیارول او په فلسطین کې د یهودو د ودانولو مخنیوی کول و، څرنګه چې د ده دعوت او جهاد ته د خلکو تیارول ډیر په تیزي سره روان و او ده په خلکو کې خورا زیات محبوبیت هم پیدا کړی و نو څو ځله برتانویانو هغه د پوښتنو او ګرویږنو له پاره هم ورغوښتی و خو په خلکو کې د زیات محبوبیت لامله هغوی ونکړی شوی هغه بندي کړي. ویل کیږي په حیفا کې د انګریزانو د فوځي کنډک مشر یو وخت ده ته وویل: ای شیخه موږ خبریږو چې ته زموږ پر ضد ګرم فعالیتونه کوې او ډیر فعال یې ، هغه مهال انګریزانو علماء نه پرېښودل چې دا ډول فعالیتونه وکړي نو شیخ عزالدین القسام رحمه الله په ډیر جرات سره له جیبه قرانکریم ورته را وایست او

ورته ویې ویل: زموږ دا ستر کتاب موږ ته د جهاد امر کوي او د دې مخالفت موږ نشو کولی.

د مسلمانو ځوانانو د ټولنې تأسیس

څرنګه چې شیخ عزالدین القسام رحمه الله د وخت په تیریدلو سره په خلکو کې پراخه محبوبیت پیدا کړ او ګڼ شمیر ملګري او شاګردان یې وروزل نو ده او د ده یوه نږدې ملګري رشید الحاج ابراهیم په کال 1928م کې د جمعیة الشبان المسلمین په نوم یو ګوند تأسيس کړ، په حیفا او د فلسطین په نورو ښارونو کې یې خپل ګوند ته د مجاهدینو او ملګرو تیارول پیل کړل او خورا زیات ځوانان یې له ځان سره یوځای کړل، که څه هم د دې ګوند ابتدایي کار په کال 1925م کې پیل شوی و خو جهادي فعالیتونه یې په کال 1929م کې پیل کړل، څرنګه چې دی د حیفا ښار په استقلال جومات کې خطیب و ویل کیږي د خپل ګوند له پاره د افرادو د راجلبولو طریقه یې داوه چې په لمونځ کوونکو کې به یې کتل څوک به چې د لمانځه پابند و او په مخ کې به یې د تقوا نښې لیدل کیدلي نو هغه کس به یې خپل مجلس ته ور وغوښت له هغه سره به یې لیدنه وکړه او په فلسطین کې به یې د جهاد په اهمیت خبرې ورسره وکړې دا لیدنې به تکرار شوې او د خپل ګوند په اړه به یې خبره ورسره شریکه کړه . په دې توګه به یې خلک خپل ګوند ته راجلبول بیا به یې پنځه کسیزه ډلې جوړولې، د هغو به یو مشر و او دوی به پټ فعالیتونه کول او وروسته یې دا ډلې نه کسیزه کړې .

د شیخ عزالدین القسام وروستۍ خطبه

ویل کیږي په حیفا کې د استقلال په جومات کې یې په وروستۍ خطبه کې خلکو ته دا ایت شریف تلاوت او تفسیر کړ:” ألا تقاتلون قوما نكثوا إيمانهم وهمّوا بإخراج الرسول وهم بدؤوكم أول مرة . أتخشونهم فالله أحق أن تخشوه إن كنتم مؤمنين” (التوبة 13-14) ” دا وروستۍ خطبه یې په داسي حالت کې اوروله چې په غږ کې یې شور او هیبت و، په سترګو کې یې د درد او غم نښې ښکاریدلې خلکو ته یې وویل: لقد علمتكم أمور دينكم، حتى صار كل واحد منكم عالما بها، وعلمتكم أمور وطنكم حتى وجب عليكم الجهاد، ألا هل بلغت؟ اللهم فاشهد: فإلى الجهاد أيها المسلمون، إلى الجهاد أيها المسلمون . یعني ای خلکو ما تاسو په دیني مسائلو پوه کړئ تر پوري چې هر یو عالم وګرځیدلی، تاسو مي ستاسو د وطن په حالت هم پوه کړئ نو په تاسو جهاد فرض شو، ایا ما تاسو ته دا خبرې ندي رسولې دي؟ ای الله ته شاهد اوسه چې دوی ته ما دا خبرې رسولې دي، نو ای مسلمانانو راځئ جهاد ته او راځئ جهاد ته .

په دې خبرو سره ناستو ډیر زیات ی وژړل له خطبې وروسته یې د هغه لاسونه ښکلول او ټولو په یوه اواز ورته وویل چې موږ ټول د الله په لاره کې د جهاد له پاره تیار یو، د ورځې په پای کې د برتانوي حکومت پولیس د ده د نیولو له پاره راغلل خو شیخ عزالدین القسام رحمه الله له خپل کور او کلیوالو خدای پاماني اخیستې وه او له خپلو نږدې ملګرو سره غرونو ته د جهاد له پاره تللی و. ویل کیږي د ا ستقلال د جامع جومات مخته چې کوم موټر ده ته ولاړ و او دی په کې سپور شو هغه موټر بیا چا د حیفا په ښار کې ونه لید.

د شیخ د شهادت پیښه

شيخ عزالدین القسام رحمه الله له خپلو ملګرو سره له حیفا نه د یعبد نومي ښار په لور روان شو، په ده پسي د برتانویانو جاسوسان و تر څو یې د ده ځای معلوم کړ او حکومت ته یې خبر ورساوه، او دی د یعبد په ځنګلونو کې په دې نیټه 20/11/1935م د برتانوي ځواکونو له خوا محاصره شو، برتانوي قومندان یې په چورلکه کې په سر ګرځیدی او شاو خوا دوه سوه کسانو دی محاصره کړی و دا برتانوي ځواک له اجیرو عربو پولیسو او انګریزانو نه تشکیل شوی و، کله چې شیخ عزالدین القسام پوه شو چې محاصره کیدونکی دی خپلو ملګرو ته یې دوه خبرې وکړې یوه دا چې کوم ملګری باید خیانت ونکړي ځکه د خاین وینه تویه ول بیا دوی ته رواده او بل دا چې په عربو پولیسو باید په هیڅ صورت ډزې ونکړل شي بلکي یواځي انګریزان باید په نښه کړل شي، اخیر جګړه پیل شوه او دا جګړه په خوځښت کوونکي ډول روانه وه، دا سهار وختي پیل شوي جګړه د غرمرې تر لسو بجو پوري روانه وه له شیخ رحمه الله سره توپک او توپنګچه دواړه و او په نوبت سره یې دواړه کارول، بلاخر دا جګړه د شیخ او د ده د دوو ملګرو په شهادت پای ته ورسیدله.

شیخ عزالدین القسام رحمه الله په سوریه او فلسطین کې د جهاد رمز بلل کیږي په دې سیمو کې د برتانویانو، فرانسویانو او ایټالویانو پر ضد د جهاد مؤسس او بنسټګر بلل کیږي، په ځانګړې توګه په فلسطین کې د فرنګي اشغال پر ضد لومړی مجاهد مشر شیخ عزالدین القسام دی چې خلک یې د هغوی پر ضد جهاد ته تیار کړل او داراز په فلسطینیانو کې د یهودو پرضد د جهاد روح هم ده پوکلې ده او تر ننه پورې د (کتائب عزالدین القسام) په نوم حرکت کوي هسي خو په فلسطین کې د الفتح ګوند هم پوره سابقه لري خو هغوی تل له یهودو سره سازشونه کړي دي او نن په فلسطین کې یواځي د حماس ډله جهادي فعالیت لري. الله دي د دوی او د ټولو رښتینیو مجاهدینو ساتندوی او مرستندوی شي.

د حامد افغان لیکنه