وروستي:

ښوونيز درسي نصاب

(شاليد، ميکانيزم او جوړښت)

لیکنه: عبدالجبار بهیر

د افغان پوهنتون علمي مرستیال

پیل:

ښوونيز او روزنيز منل شوی سيسټم د یوې پرمختللې او مهذبې ټولنې بنسټ جوړوي، داسې يو سيسټم چې له هر ډول سياسي لاسوهنو پاک وي او د هېڅ سیاسي گوند، ډلې او خوځښت زېږنده نه وي او نه په کوم ځانگړي  شخص پورې تړلى وي، د ولس د غوښتنو او اړتیاوو ځواب ویونکی او رښتينی استازى وي او د ملت په فکر او هوډ جوړ شوى وي. تر ټولو لویه او لومړۍ غوښتنه او اړتیا د واقعیتونو درک کول او د زده کوونکي اړتیا او وړتیا ده، چې هېڅکله او په هر ډول شرايطو کې باید له پامه ونه غورځول شي.

همدا راز ښوونیز درسي نصاب باید د ملي وثيقې ښکارندويي وکړي نه د کوې شخصي او سیاسي مفکورې، هغه څه چې د ولس او خلکو غوښتنه ده او ورته اړتیا لري د هغوى نظرونو ته د احترام په سترگه وکتل شي.

د اسلامي ارزښتونو، د ټولنې د ملي يووالي او د مينې او محبت په ارزښتناکو تورو پيل شوى نصاب وي څو د دغي سپېڅلې خاورې د گلاليو بچېانو ذهنونه د اسلام پالنې، انسان پالنې او هېواد پالنې په موخه وروزي، د نيکمرغۍ او سوکالۍ خوا ته يې روان کړي، له نوي ساينس او ټکنالوژۍ سره يې بلد او د نړۍ له سيالانو سره يې سيال کړي، د خپلې خاورې په ارزښت يې پوه کړي او بالاخره له خپلو اسلامي مقدساتو، هېوادني دود، ملي ارزښتونو او دستور څخه په هر اړخيز ډول خبر واوسي په پرديو شومو دسيسو او نغوتو باندې ونه غوليږي.

که په هېواد کې تېر دېرش کلن ناورين ته لږ ځير شو پرته  له دې چې د چا يا هم کومې ډلې او سیاسي تنظيم پلوي وکړو دا به راته  څرگنده شي، چې زموږ ملي نصاب په گوندي او سمتي نصابونو وېشل شوى وو. هرې ډلې او هر تنظيم به د خپلې خوښې او سياسي مفکورې پر بنسټ نصاب رغاوه او په دغه بهير کې د پوهنې بنسټ هم لکه د هېواد د نورو اقتصادي، ټولنيزو او بشري بنسټونو په څېر گډوډ شوى و.

د مرکزي ښوونې او روزنې سيسټم يو شان نه و او له بېلو بېلو ښوونيزو سيسټمونو څخه گټه اخيستل کېده، ښوونيز نصاب نه يوازې يو شان (متوازن) نه و، بلکې زيات شمېر نصابونه په قسمي ډول د پلي کېدو وړ گرځېدل ، همدغه وجه وه چې زموږ هېواد يې له لويو لويو بدبختيو سره لاس او گرېوان کړ، زياتره ښوونځي د اوږدو جگړو په ترڅ کې يا له منځه ولاړل يا هم ډېر زيانمن شول. زيات شمېر تجربه لرونکو او مسلکي ښوونکو د ناوړو شرايطو له امله معارف پرېښود چې تر اوسه پورې لا د دغو بدمرغيو لوگي ورک شوي نه دي.

په تېر لنډ تاریخ کې د هېواد د ننه او بهر د هجرت په ټاټوبي کې هم له دې نا خوالو سره مخ وو، همدا راز بهرنۍ خیریه او ښوونیزې مؤسسې په خپل ځای کې پاتې راغلې دي، له غربي، اروپايي، امریکايي ښوونیزو مؤسسو او ادارو سربېره عربي او اسلامي ادارو هم خپل رسالت زموږ د هېواد د اړتیاوو پر وړاندې سم تر سره نه کړ.

دلته غواړم یوازې څو بېلگې د لږ وضاحت

لپاره وڅېړم:

د ملگرو ملتونو همغږو ښوونیزو ادارو، د سویډن، ناروې، چاپان، ترکیې او شرقي آسیا هېوادونو تعلیمي مرکزونه، د پاکستان او ایران ځینې مؤسسې، تعلیمي مرکز یا (IRC) مشهوره ښوونیزه اداره او همدا راز د خلیجي هېوادونو لکه کویټ او سعودي عربي ښوونیزو ادارو چې د افغان مهاجرینو او نورو افغانانو لپاره د پوهنې په برخه کې کار کاوه، له دې پرته چې د هېواد او افغان ولس هغه حقیقي اړتیاوې او غوښتنې په پام کې ونیسې او له افغاني پوهانو او تجربه لرونکو ښوونکو سره سلا مشورې وکړي، څو له مخې يې یو متوازن او معیاري نصاب را منځته کړي، هرې ادارې او هر ملک به خپله خوښه او د خپل هېواد د تجربو له مخې د پوهنې پروگرام پلی کړ.

د تعلیمي مرکز ټوله هڅه دا وه، چې افغاني ماشوم ته د بېلابېلو مضمونونو او موضوعاتو له لارې د افغان روس جگړې انځور وړاندې کړي، څو يې له ماشوموالي څخه د روسانو په مقابل کې کرکه لا غښتلې کړي او د افغان مجاهدینو تش په بریاوو يې خوښ وساتي، خو دا يې هېڅکله نه ورته وړاندې کول، چې افغانان جهاد د یو مقدس امر او الهي فرمان له مخې تر سره کوي، هغه که ملحد یا روس وي یا هم یهودي یا مجوسي وي، یانې افغان مجاهد نه تنها د روسي یرغلگر په وړاندې دا کار کوي بلکې د هر ښکیلاکگر او اسلام دښمنه ځواک په مقابل کې ولاړ دی.

همدا راز یې د انسان روزنې او د یوې واقعي په اسلام ولاړې ټولنې انځور هم نه وړاندې کولو، ټول اسلام او اسلامي احساسات او مفاهیم يې د روسانو د یرغل په مقابل کې د افغانانو تر جهاد او قیام پورې تړلي بلل.

همدا راز که د عربي نړۍ مرسته کوونکو ښوونیزو ادارو ته وگورو منو، چې هغوی هم د اسلامي مینې او خواخوږۍ له مخې له افغان ولس سره مرستې کړې دي، خو کله نا کله به يې مرستې د ځانگړو موخو قرباني وي، د بېلگې په توگه په ښوونځي کې به يې له زده کوونکي څخه دا غوښتنه کوله، چې د همدې درسي کتابونو له محتواوو او موضوعاتو دې عربي دنیا وویني، مشهور ښارونه دې وپېژني او له عادتونو سره يې دې بلد شي. ماته یاد دي، چې زده کوونکو ته به په لومړنۍ او منځنۍ مرحله کې د یوې عربي ادارې لخوا د جوړ شوي ښوونیز نصاب ټول تطبیقي مثالونه او بېلگې د یمن هېواد وړاندې کېدلې. همدا راز ورته د عربي هغو مشهورو څېرو، چې له افغاني ټولنې سره کوم ځانگړی تړاو هم نه لري، پېژندنه وړاندې کېدله.

نصاب هغه څه دی، چې ماشوم او نوی نسل روزي او له یوې لسیزې وروسته  يې د خپل هېواد د خدمت لپاره چمتو کوي، نو زده کوونکي باید تل داسې وروزل شي، چې له ټولو مخکې د اسلام د سپېڅلي دین د اساساتو او ورسره په څنگ کې د خپل هېواد د غوښتنو ځواب ویونکی ځوان جوړ شي.

یوه بله د یادولو وړ خبره دا ده، چې د اسلامي مفاهیمو او هېواد د خدمت او ملي ارزښتونو تعبیر باید سم انځور شي، ناسم وړاندې کېدل یا د خپلو موخو لپاره يې کارول درست نه دي. دا سمه ده، چې اسلامي اساسات او د اسلام مقدس دین ته ژمنتوب اساسي غوښتنه ده، همدا راز د هېواد خدمت او چوپړ هم پر ولس حق دی، خو د دې مانا دا نه ده، چې د نصاب په برخه کې منل شوي نړیوال معیارونه، یا د اروا پوهنې او ځان جوړونې هغه اصول له  پامه وغورځول شي، چې په دې برخه کې منل شوي دي.

د اسلام مقدس دین له افراط او تفریط څخه پاک دین دی، هر څه يې په خپل ځای او په ځانگړې بڼه او شمېر لازم کړي دي، که څوک د یوې میاشتې فرضي روژې په ځای یو کال روژه نیسي یا هم د ورځې په ځای شپه او ورځ روژې نیولو هوډ کوي، دا کړنې نه دا چې له دین سره مینه او اخلاص ښيي، بلکې دین یې ردوي. همدا راز که د هېواد مینه او ارزښتونه دومره حد ته ورسيږي، چې له انسان لار ورکوي یا يې د ژوند اساسي برخه گرځوي دا هم ناسم تصور دی.

دبېلگې په توگه، که د لومړنۍ مرحلې زده کوونکي ته د هېواد ملي ارزښتونه، یا مجهول المعنی موضوعات لکه تروریزم، بشري نړیوال حقوق او میثاقونه، نړیوالې اړیکې او دوستي او … په درسي کتابونو کې ځای کړل شي د دې په ځای چې د دې زده کوونکي په ذهن کې د هېواد مینه پیدا شي، د لومړنۍ مرحلې اصلي موخه، چې لیک او لوست دي ترې پاتې او تل به په فلسفي او نا محسوسو مفاهیمو د هغه ذهن ولاړ وي.

بله لویه ستونزه زموږ د هېواد په دې لنډ پړاو کې، د نصاب اړوند د انډول نه ساتل دي، هر چا او هرې ډلې ته چې د دې ولس د پوهنې واگې په لاس کې ورغلې دي هغه د خپل ذوق یا خپل محروم شوي موقف او حق د عکس العمل په پایله کې ښوونیز نصاب د خپل فکر له مخې چمتو کړی دی.

که د کومې ډلې یا شخص ښوونځی یا مکتب خوښېدی، نو يې د خپل واک په درشل کې هر څه له ښوونځي زار کړي، ښې ودانۍ يې ورته جوړې کړې، د پوهنې ټوله بودیجه یې د کتابونو او نورو درسي توکو په برخه کې لگولې ده، په مقابل کې که د چا مدرسه او دیني مدارسو نظام خوښ وو، نو د هغه په وړاندې د معارف مانا هر څه مدرسه کول یا دیني مرکزونه جوړول دي.

په تېرو لسیزو کې به د مجاهدینو په ښوونیز نصاب کې هر مثال د تورې، بارودو، روسي مړو شمېر او د مرمیو یا گولیو پیر وو، آن تر دې چې د ریاضيکي معادلو د حل پر مهال به سړي فکر کولو، چې گواکي د عسکري فرقې په منځ کې تمرین کوي. همدا راز د خلقیانو او پرچمیانو درسې بېلگې اوتمرینونه به د اشرارو د نیولو، وطن، کور
او کالیو پیدا کولو او د بزگرانو
د خدمت او نوې پیدا شوې کمونیستۍ د خورولو او ستاینې موضوعات وو.

همدا لاملونه وو، چې تر ننه د مکتبي او طالب تر منځ واټن موجود دی، لومړی يې ځان مهذب او متمدن بولي او هغه بل ته په دې نظر گوري، چې باید یوازې تر حجرې او محرابه پورې اړوند خپلې ټولې چارې سمبال کړي او د ژوند په نورو برخو کې د خبرو کولو یا نظر ورکولو هېڅ حق نه لري. په مقابل کې دا دویم ډول زده کوونکی لومړي ته د یو عادي او له اسلامه د نه پوهېدونکي شخص په سترگه گوري آن تر دې چې مکتب یا ښوونځی د ځینو دیني عالمانو په اند په اسلام کې یوازې مباح عمل بلل کېږي، چې ورتلونکی یا د دې ډول تعلیم تر سره کوونکی یوازې گنهگار نه بولي او اهمیت ته يې هېڅ اړتیا نه ويني، چې پورتنۍ دواړه ډول نظریې د ښوونیزو نصابونو د غیر متوازنو او نا سمو پالیسیو زېږندنه دي.

د ښوونیز درسي نصاب جوړښت:

 تعليم موخه

د زده کړې موخه یوازې د مادي امکاناتو یا دندې لاسته راوړل نه دي، بلکې د انساني تکامل او په نړۍ کې د واقعي انسان په توگه د ژوندانه تېرول او لوړو خویونو ته رسېدل اساسي موخه ده، څو انسان وکولای شي د همدې پوهې په مټ د خپل ځان، کورنۍ، کلي او ولس لپاره د انسانیت او بشریت د هستۍ اصلي خدمت جوگه او الهي خلافت په سمه توگه ادا کړلای شي.

همدې ټکي ته په پام باید ښوونیز نصاب او نظام داسي چمتو شي، چې زده کونکی په دې پوه او قانع شي، چې تعلیم او زده کړه د ورځنیو امکاناتو او مادیاتو د لاسته راوړنې وسیله نه، بلکې د انساني قیادت او خدمت جوړونې اصلي موخه ده، چې په دې سره د ورځنیو اړتیاوو پوره کول او مادي امتیازات لاسته راوړل یوه عادي او حتمي چاره ده.

اسلامي معتقدات او ارزښتونه

اسلام د ژوندانه یو هر اړخیز نظام دی، چې په هره برخه کې د انسان او بشریت ټولې نیکمرغۍ او پرمختگونه پکښې نغښتي دي.
د سوداگرۍ، کار، کسب، ټکنالوجۍ او د ژوندانه په نورو برخو تل ټینگار شوی او هڅونه يې هم شوې ده، خو له ژونده اصلي موخې ته چې اسلامي ارزښتونه او معتقدات دي هر څوک او د هرې کته گورۍ خلک رابلل شوي دي او دوی ټول اړ دي، چې دې موخې ته ژمن وي. له همدې کبله باید په ښوونیز نصاب کښی د (دیني ښوونې) تر عنوان لاندي یوازې په څو لنډو او محدونو موضوعاتو بسنه و نه شي، بلکې د هرې برخې او هرې موضوع اړوند مفردات له ځانه سره ولري.

 

جلا (غیر مختلط) تعلیم

هره ټولنه او معاشره خپل خپل عادات او ځانگړي اصول لري. افغاني ټولنه هم د بشریت د یو نظام په توگه خپلې ځانگړنې، اړتیاوې او غوښتنې لري، چې باید له پامه و نه غورځول شي. دا چې په فطري توگه  نر او ښځه د جلا جلا موخو لپاره پیدا شوي، نو ځکه یې ښوونیز نصاب او نظام باید د هغو دواړو د ژوند د اړتیا او وړتیا پر بنسټ د جلا جلا تعلیم په بڼه چمتو کړل شي.

سالم چاپیریال او د نظام چلوونکي

د سم او سالم چاپیریال برابرول او د نظام چلوونکو صلاحیت او صالحیت د ښوونیز نصاب تر اهمیت کم نه دی، که درسي معیار لوړ، ښه او باکیفیته هم وي، خو د  مدیر، استاذ، سرښوونکي او نورو کارکوونکو کرکټرونه او همدا راز د ښوونځي او ټولگیو ماحول په ټوله مانا د زده کوونکي په ژوندانه کې جوت تاثیر لري، چې ښه اثر يې ښه او بد يې سلبي اثر لرلای شي.

په لنډه توگه ويلای شو، چې ښوونيز نصاب باید د لاندينۍ ستراتيژۍ په پام کې نیولو سره جوړ شي:

  1. 1.   ښوونیز نصاب باید د اسلامي مقدساتو او دیني اړینو زده کړو  اړتیاوې پوره کړي.
  2. 2.  ښوونیز نصاب باید د ټولنې د اړتیاوو د پوره کولو ضامن وي.
  3. 3.   په ښوونیز نصاب کې باید له ملي افتخاراتو او غوره عنعناتو څخه په زړه پورې یادونه وشي.
  4. 4.   په ښوونیزه برخه کې باید انکشاف متوازن وي، هسې نه چې د یوه ښوونځي زده کوونکي له پرمخ تللو کمپیوټرونو څخه استفاده وکړي او بل ښوونځی د آسمان تر چت لاندې په لوڅه ځمکه زده کړې وکړي.
  5. 5.   د مسلکي نارینه او ښځینه ښوونکو شتون د ښوونې د پیاوړتیا له اساسي لاملونو څخه دي، همدا راز د د کافي درسي موادو شتون اړین دی.
  6. 6.   نصاب باید سیاسي نه وي، په دې مانا چې هر نظام او هر حاکم گوند یې د خپلو مفاداتو او ښېگڼو لپاره را وڅرخوي لکه په اوسنیو ځینې نصابونو کې (د طالب د واکمنۍ توره دوره، تروریزم او داسې نورو الفاظو کارول) ځکه دا رنگه پاروونکي الفاظ د ټولنې په منځ کې نفرت، کرکه او د زده کوونکي مسیر بل لوري ته اړوي.
  7. 7.   له تعلیمي مرکزونو څخه باید سیاسي گټه پورته نه کړل شي، لکه په ښوونځي یا پوهنتون کې د انتخاباتي حلقو جوړول یا د کوم کاندید په اړه هلته غونډې ترسره کول.
  8. د واحد، پر مخ تللي او هر اړخیز ښوونیز نصاب شتون د یوې پرمخ تللې ټولنې لپاره لومړۍ اړتیا ده.1

د ښوونیز نصاب عمده موخې:

 ۱- د ښوونځيو د زده کوونکو په اسلامي روحيه روزل، د اسلام د سپيڅلي دين په بنسټونو پياوړتيا، د اسلامي پوهې پراختيا چې نه پکښې زياتى وي او نه پکښې کمى او بنسټ يې هم قرآني پوهه او د محمدصلى الله عليه وسلم سنت وي. د الله جل جلاله پېژندلو په موخه د ځان پېژندنې د روحيې شتون، په لوی الله جل جلاله  او ديني ارزښتونو باندې د عقيدې پر بنسټ د وگړو د شخصيت پياوړتيا په دې مانا چې افغانستان يو اسلامي هېواد دى او خلک يې هم ټول مسلمانان دي او د خپل ژوند ټولې چارې به د اسلامي ارزښتونو مطابق پر مخ بيايي.

۲- په هېوادنۍ مينه د زده کوونکو روزل، يانې زده کوونکو ته د هېواد پالنې روحيه ورکول، د هېواد جوړول، سمسورول او د زړه له تله له خپل هېواد او له خپلو خلکو سره مينه لرل خپل خلک خپل ځان گڼل.

۳- زده کوونکي په داسې لارو چارو روزل تر څو په راتلونکي کې د هېواد په کچه ورڅخه ښه کادري په ځان متکي کارپوه علمي او مسلکي شخصيتونه جوړ شي، چې په راتلونکي کې د خپلې ټولنې او د خپل هېواد د مظلومو او بېچاروو بچېانو درد ته درمل شي.

۴- د ښوونیز نصاب مفردات او د مضمونونو شمېر داسې جوړول، چې اړتیاوو ته  ځواب ووایي او د زده کوونکي د تعلیمي کچې څخه لوړ یا هم دومره ټیټ نه وي، چې د معیاري تعلیم مخه ډب کړي. همدا راز د نورو هېوادونو د مطلق وارداتي نصاب څخه ډډه کول.

(1) د الشبكة المشتركة لوكالات التعليم في حالات الطوارئ، سيمينار له سپارښتنو څخه په تصرف.

پاى